لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو د ولي داد کور کمیونټي سکول کې په وچه ډاګه ناسته زبېده باسط د روښانه سباون خوب په سترګو کې ګرځوي


پاکستان د نړۍ په هغو څو هېوادونو کې شمېر دی چې تر ټولو زيات ماشومان پکې له سکولونو نه بهر دي، پوهان وايي غربت، د تعليمي ادارو نشوالی او په سکولونو کې د بنيادې اسانتياو کمی هغه علتونه دي چې اکثره ماشومانو له د تعليم لړۍ قطعه کړي.

د پښتونخوا د قبایلي ضلعې مومند د پنډيالۍ تحصیل د ولي داد کور کميونټي سکول د جوړېدو شل کاله پوره کيږي خو تراوسه پکې بنيادي اسانتياوې نه دي برابر کړی شوي او دلته داخل ۷۳ ماشومان د ونو د سيوري لاندې په زدکړو مجبوره دي۔

په ولي داد کور نومې کلي کې زياتره جينکۍ له سکولونو بهر دي او په کور کلي کې کارونه کوي خو زبېده د کلي په کیمونټي سکول کې په څلورم ټولګي کې زدکړې کوي او پلار يې استاذ دی.

د ولي داد کور دې کميونټي سکول کې په دې سخته ګرمۍ کې ماشومان او استاذان د ونو سیوري ته ناست وي، د دې سکول چارديواري نشته، ماشومانو او استاذانو د پاره د ناستې ، د څښلو د صفا اوبو او د کوټو د نشتوالي ترڅنګ په سکول کې استاذانو اؤ زده کوونکو ته هيڅ قسمه اسانتياوي نه دي ترلاسه.

Mohmand District Community School
Mohmand District Community School

زبېده باسط وايي که سکول کې بنيادې اسنتاوې موجود وای نو ددې په څېر به نورې ډېرې جينکۍ هم تعليم ترلاسه کولو لپاره دې سکول ته راتللې۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"زمونږ سکول دې ښایسته ساز شي، بورډ دې پکې ولګي،چاکونه دې ورته راشي، اوبه او نور سهوليات دې پکې برابر شي،ما سره به بيا نورې ملګرې هم راځي او زده کړي به کوي"

د دې سکول استاذان وايي دا کميونټي سکول دی، دا سکولونه په هغه ځايونو کې جوړيږي چرته چې سرکاري سکولونه په ډيره فاصله کې وي، د حکومت او ځايې خلکو په مرسته چليږي خو وايي دوي ته د حکومت لخوا هيڅ قسمه مرسته نه ورکړل کيږي۔

د کميونټي سکول استاذ امیر رحمان ډيوه ته وایي"دې کلي کې چې کوم کورونه دي د هغوي مشران غواړي چې جينکۍ يې زدکړي وکړي، خو دلته د جينکو سکولونه لرې دي، او دې سکول ته چې نزدې کومه ابادي ده هغوي جينکۍ له دې وجې نه راليږي چې سکول کې بنيادي اسانتياوې نشته"

Mohmand District Community School
Mohmand District Community School

په قبايلي ضلعو کې اکثره تعليمي ادارې د بنيادي اسانتياو نه محرومه وي چې له وجې یې د سکولونو څخه د بهر ماشومانو شمېر زيات دی۔

د خېبر پښتونخوا حکومت د شمېرو له مخې په خېبر پښتونخوا کې څلور نیم میلیونه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، په دې کې نزدې یو میلیون ماشومان د قبايلي ضلعو دي،

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يونسېف د کال ۲۰۲۴م د شمېرو ترمخه په ټول پاکستان کې ۲۶ میلیونه ماشومان د تعليم نه بې برخې دي چې زيات شمېر پکې د جينکو دی۔

ولي داد کلي کې هم د جينکو سکول د نشتوالي له وجې ډيرې جينکۍ د تعليم نه محرومه دي او عبدالباسط وايي د جنيکو د تعليم نه بې برخې کېدلو سره د دوي د کم عمرۍ ودونه او په دوي مشقت زيات شوی دی۔

Mohmand District Community School
Mohmand District Community School

د زده کوونکې زبېده باسط پلار عبدالباسط ډیوه سره خبرو کې وایي" چې کومې جينکۍ تعليم ونه کړې معاشره هغوي بيا په ځان باندې بوج ګڼي، هغوي بيا چيلۍ يا چرګان ساتي يا نور کارونه کوي نو په دې وجه معاشره دوي په ځان بوج ګڼي او په ماشوموالي کې د جینکو ودونه وکړي"

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د سکولونو نه د بهر ماشومانو د داخلې د پاره وخت په وخت کمپېنونه چلوي ، روان کال يې په اولني کمپېن کې د يو لک نه زيات ماشومان په سکولونو کې داخل کړي دي، او د ستمبر په مياشت کې شروع کېدونکې کمپېن کې يې د درېوؤ لکو نورو ماشومانو د داخلو هدف ټاکلی.

Mohmand District Community School
Mohmand District Community School

خو زبېده باسط وايي په سکولونو کې د اسانتیاو د نشتوالي له وجې ډېر ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتې کيږي او ارمانونه يې نيمګړې پاتې شي،

د هغې په خبره"زما د سکول سبق سره ډيره مينه ده، زه خپل پلار سره راځم،زه د کور کار پريږدم او سکول ته راشم،زه استازه جوړيدل غواړم چې د کلي نورو ماشومانو ته بيا زدکړې ورکړم"

دې ماشومانو په ګرمۍ، يخنۍ، باران او هر رقم سختو موسمي حالاتو کې د خپل تعليم لړۍ روانه ساتلې ده او د زبېده باسط په څېر د روښانه مستقبل خوبونه ويني خو ځايي اوسيدونکي وايي چې د ترهګرۍ او بدامنۍ ځپلو قبايلي ضلعو تعليم ته ځانګړې پاملرنه پکار ده۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG