لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ ته په مشورو کې تیزي راغلې چې په طالبانو فشار سِوا کړي


د صدر ډانلډ ټرمپ دافغان طالبانو سره د سولې د خبرو ختمولو اعلان حتمي دی او که خبرې به بیرته روانې شي؟ په دې موضوع گڼ شمیر څیړونکو د خبرو بیا شورو کیدلو اټکلونه کړي دي خو ورسره ورسره صدر ټرمپ ته په طالبانو د فشار سوا کولو او ورباندې د حملو کولو مشورې هم ورکوي.

د طالبانو وروسته، د جرمني په ښار بون کې د نوي افغانستان په جوړولو کې مهم رول لوبونکی امريکايي او د پاکستان، افغانستان لپاره پخوانی ځانگړی استازی جېمز ‌‌‌‌‌‌ډابنز وي او ای ډیوه ته په یوه ځانگړې مرکه کې ويلي دي د سولې په غرض د طالبانو پرضد عملیات کول او په دويي فشار راوړل به بده خبره نه وي.

د سولې په غرض د طالبانو پرضد عملیات کول او په دويي فشار راوړل به بده خبره نه وي,جېمز ډابنز
د سولې په غرض د طالبانو پرضد عملیات کول او په دويي فشار راوړل به بده خبره نه وي,جېمز ډابنز

که څه هم ښاغلي جیمز سکوټ نه دي ويلي چې کله خو هغه د خبرو د بیا شورو کیدلو اټکل هم کړی دی:

"دا خبرې که څه هم بندې شوې دي دا به دوباره پیل شي خو پوښتنه دا ده چې څومره زر؟"

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفير ویلیم مایلم هم دا فکر کوي چې که امریکا د طالبانو سره بیا خبرې شورو کوي هم نو باید د جگړې کار جاري وساتل شي. ښاغلي مایلم د وي او ډیوه خبریال افتخار حسین ته په یوه مرکه وویل:

"ممکنه ده که مونږ د دوي خلاف خپل جنگ کې تندي راوستله نو دويي(طالبان) به د مذاکراتو په میز ډېر څه اومني"

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسین وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي دي:
"د صدر ټرمپ دا فیصله سمه ده چې مزاکرات یواځې د ځواکونود ویستلو په حقله نه دي پکار"

د ښاغلي حقاني خیال دی د صدر ټرمپ د دې فیصلې وروستو به د مذاکراتو ائنده بنیاد مظبوط او کامیابه وي.

صدر ټرمپ په نهم سپټمبر ناڅاپه په ټویټر اعلان کړی وو چې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې "ختمې" دي.

که څه هم د افغانستان حکومت نیغ په نیغه د طالبانو سره د سولې په خبرو کې شامل نه وو خو ټاکل شوې وه چې د امریکې د صدر د سیلگرۍ په ځانگړي مرکز کېمپ ډېوډ کې به افغان صدر اشرف غني هم د طالبانو سره د سولې د خبرو داعلان په وخت موجود وي.

د صدر ټرمپ د اعلان نه ورستو د افغانستان د نایب صدارت امیدوار امرالله صالح په خپل ټویټر لیکلي دي:

"طالبان د هر خارجي سره خبرو ته تیار دي خو دافغانانو د وژلو نه او د تشدد نه لاس نه اخلي، او په هر هاغه افغان تشدد کوي کوم چې دوي ته نه تسلیمیږي. دا د کوټې د شوراء نظریه ده چې افغانستان د جي اېچ کیو د گوډاگي د منگلو د لاندې وساتي خو داسې ممکنه نده. د طالب مرگ او انجام به ډیر سخت وي"

څیړونکې ډاکټر محمد تقي دي وائر ان لائن مجله کې د امن د لوظنامې د ځنډیډلو په موضوع یو مضمون کې لیکي افغانان چې څومره د امن لوظنامې ته لیواله دي په دې وخت دا به د دوي غټه بد قسمتي وي چې د ناقصه امن لوظنامې ناکامه کیدلو په شکل کې دويي په خانه جنگۍ کې ښکېل شي.

د کونسل اف فارن ریلېشنز څیړنیزې ادارې صدر او لیکوال ریچرډ هاس په خپل ټویټر لیکلي دي:

"حقیقت دا دی چې هدف د افغانستان امن، پوځي گټې او د افغانستان په خپلو پښو اودریدل نه دي. هدف دا دی چې ترهگر پلوو طالبانو سره په مقابله کې حکومت ماتې اونه خوري. او د دې گټې لپاره به د امریکا په افغانستان کې ازاد پوځي شتون او د اوږدې مودې اقتصادي او پوځي امداد ته اړتیا وي"

د امریکې دفاع وزارت پېنټگان کې د کال 2001 د سپټمبر د 11 نېټې د حملو د کلېزې دستورې ته صدر ټرمپ وویل په تېرو څو ورځو کې "مو په خپل دښمن " د وړاندې نه زیاتې سختې حملې کړې دي او دا به دوام لري

د ناین الېون د حملو دستورې ته صدر ټرمپ وویل که ترهگر بیا امریکې ته راغلل نو پرضد به داسې طاقت استعمالوي چې دوی به وړاندې نه وي لیدلی. هغه زیاته کړه چې هغه لا د اېټمې وسلې د استعمال خبره هم نه کوي.

د امریکې په سر ښار واشنگټن کې د افغان چارو او جنوبي ایشیا څیړونکي فکر کوي طالبان بې اعتباره دي ځکه د صدر ټرمپ د مذاکراتو د ختمولو فیصله گټوره ده او باید وس ترې پوره گټه پورته کړي.

په واشنگټن کې د څیړنیز مرکز هيریټېج فاونډیشن څیړونکی جیف سمیت وايي د طالبانو په کردار پخوا هم شک موجود وو او وس هم موجود دی، هغه وايي په واشنگټن کې دويي (طالبانو) ته کله هم د اعتبار په سترگه نه وو کتل شوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG