لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: نن به له کرغزستانه د را ستنېدونکو پاکستانیانو شمېر تر 4,000 زیات شي


د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کرغزستان ته تر سفر وروسته ویلي، په دې هېواد کې پر بهرنیو زده کوونکو تر بریدونو وروسته یې له دې هېواده تر اوسه پورې 3,233 پاکستانیان چې اکثر یې زده کوونکي دي خپل ملک ته را ستانه کړي دي.

د می پر 18مه د کرغزستان په مرکز بشکیک کې د ځایي خلکو هجوم د پاکستانیانو او ځینو نورو بهرنیو زده کوونکو پر هاسټل حمله کړې وه او پر ګڼو طالبعلمانو یې تشدد کړی وو چې په دغه پېښه کې یو شمېر پاکستاني زده کوونکي ژوبل شوي وو.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان حکومت له کرغزستانه په ځانګړو او کمرشل الوتکو کې د خپلو زده کوونکو د را ایستلو لړۍ پېل کړې او تمه کیږي چې نن د شپې به د را ستنوونکو شمېر 4,036 کسانو ته ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار له کرغزستان څخه تر ستنېدو وروسته د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې په هغه هېواد کې اوس حالات په کنټرول کې دي:

"ماته معلومه شوه چې یوه ورځ مخکې له درو څخه دوه پاکستانیان تر علاج وروسته له روغتونه ایستل شوي وو او یواځې یو تن په روغتون کې وو چې هلته یې د رخت یا ټیکسټایل په مِل کې کار کاوه، ما له هغه سره ولیدل هغه ډېر جذباتي او پرېشانه وو او غوښتنه یې کوله چې مور و پلار یې غواړي باید دستي پاکستان ته را ستون شي".

ښاغلي ډار وویل د سه شبې- نهې په ورځ یې په بشکیک کې له خپل کرغزي سیال ایدیل بایسالوو سره ولیدل او هغه ورته ډاډ ورکړل چې په دې پېښه کې لاس لرونکي کسان به نیول کیږي او د قانون منګولو ته به سپارل کیږي. وایي د کرغزستان مرستیال وزیراعظم ورته وویل:

"هغه وویل زموږ استخباراتي ادارې دا خلک [بریدګر] معلوموي او ډېر خلک یې نیولي دي، وایي زموږ صدر صاحب ویلي چې دا ډول پېښې به په هیڅ ډول ونه زغمل شي".

په زرګونو پاکستانيان په کرغزستان کې زدکړې او کار کوي، اسحاق ډار وایي دوی اکثرو غوښتل چې خپل ملک ته را ستانه شي. د ده په وینا دا مهال شاوخوا 1,100 پاکستاني وګړي په کرغزستان کې کار کوي.

د اسحاق ډار په وینا کوم پاکستانیان چې دا مهال په کرغزستان کې کار کوي وایي هغوی اکثر هلته په غیرقانوني توګه تللي، د ده په وینا ده د کرغزستان مرستیال وزیراعظم ته وویل چې دوی ته د قانوني اوسېدو او کار اجازه ورکړي:

"ما ورته وویل چې دغو کسانو کله کوم قانون نه دی مات کړی او ستاسې له اقتصاد سره مرسته کوي، نو ددغو کسانو د را ستنولو پر ځای تاسې دوی ته ویزه ورکړئ چې دغه 1,100 کورنۍ له ستونځو وژغورل شي، هغه ډاډ راکړ چې دا کار به وکړي".

د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده ‏کوونکو ته وړيا اسانتياوې ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم له بېلابېلو ستونځو سره مخ دي او د هغوی د واپسۍ د پاره يې په ‏مشکله د ټکټ پېسې لېږلې دي.‏

اسحاق ډار نن د کرغزستان د پېښې د پلټنې لپاره یوه حکومتي کمېټۍ اعلان کړه، چې وایي د دې پېښې علتونه به معلوموي او دا کمېټۍ به په دوو اوونیو کې خپل رپوټ ورته وړاندې کوي چې له پېښې وروسته حکومت په بشکیک کې د زده کوونکو ږغ ته څومره ژر غبرګون ووایه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG