لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان قامي اسمبلۍ دصحابه کرامو د سپکاوي خلاف قانون کې دسزاګانو زیاتولو منظوري ورکړې ده


د صحابه کرامو د سپکاوې خلاف قانون کال ۲۰۲۰ د ترمیم د پاره دجماعت اسلامي دپارلیماني غړي مولانا عبدالاکبر چترالي له اړخه دنهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوی و
د صحابه کرامو د سپکاوې خلاف قانون کال ۲۰۲۰ د ترمیم د پاره دجماعت اسلامي دپارلیماني غړي مولانا عبدالاکبر چترالي له اړخه دنهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوی و

د پاکستان قامي اسمبلۍ دصحابه کرامو د سپکاوي خلاف قانون کې د سزا زیاتولو دقانوني مسودې منظوري ورکړې چې ترمخه یې د پیغمبراسلام د ملګرو یا اصحابو په سپکاوي تورن تن د پاره سزا لږ تر لږه لس کلن بند او لسو لکو روپو جرمانې ته زیاته کړی شوې ده.

د بشرې حقونو کارمندان دا ګام دحکومت سیاسې مقصد ګرځوي او اندیښنې څرکندوي چې دغه قانون د مذهب د سپکاوې د قانون په څېر د خپلو دشمنیو د پاره په غلطه توګه کارول کیدای شي.

د صحابه کرامو د سپکاوې خلاف قانون کال ۲۰۲۰ د ترمیم د پاره دجماعت اسلامي دپارلیماني غړي مولانا عبدالاکبر چترالي له اړخه دنهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوی و.

په دغه مهال مولانا عبدالاکبر چترالي وويل دا مهال دصحابه کرامو په شان کې د سپکاوي دجزم سزا درې کاله بند دی او د پارلیمان د یو غړې د سپکاوي سزا پینځه کاله بند ټاکل شوې ده، نو له همدې امله ددغه قانون له مخې د صحابه کرامو د سپکاوي سزا دې زیاته کړی شي.

د قانون وفاقي وزير د بل مخالفت ونه كړو چې ورسته يې دا بل ايوان ته وړاندې كړو او ايوان د بل منظوري وركړه۔

د ترمیم شوې قانون ترمخه به اوس د صحابه کرامو دسپکاوي په جرم کې ککړ تن ته د لس کاله بند او لسو لکو روپو دجرمانې سزا اورول کیدای شي.

په پاکستان کې د بشرې حقونو کارمندان او دلږکیو ډلو سره تعلق لرونکې کسان په داسې حال کې ددغه قانون په غلطه توګه د کارولو ویرې څرګندوي چې په هیواد کې وړاندې څخه د مذهب د سپکاوې قانون نه دناسمې استفادې په پسر نیوکې روانې دي.

د پاکستان د بشرې حقونو د کمیشن پخوانۍ مشره زهرا یوسف وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایی، دغه رقم قانون کې ډیر ګنجايش وی چې په ناسمه توګه د چا سره د دشمنۍ یا بدل د پاره وکاورل شي.

میرمن یوسف زیاتوي په هیواد کې موجود دمذهب د قانون د غلط استعمال له امله په زرګونو خلک په زندانونو کې دی او تر اوسه د ۷۰ څخه زیات خلک د نورو خلکو له اړه په تشدد وژل شوي.

زهرا یوسف وایي د پنجاب اسمبلۍ او بیا د وفاق له اړخه بیلا بیل قوانین د څه سوچ او فکر پرته د سیاسې مقصدونه ترلاسه کولو د پاره مخې ته راوړل کیږي چې په راتلونکي وخت کې یې خطرناکې پایلې مخې ته راتلی شي.

د لږکیو د حقونو کارمند او د سینټر فار سوشل جسټس مشر پیټر جیکب په دې اړه وی او ای ډیوه ته وایي" داسې ښکاري چې د پخوانې امرانه رویې لاندې یو قانون وړاندې کړی شو او بیا ددې په اغیزو او نتیجو له بحث کولو پرته منظور کړې شو"

نوموړی زیاتوي د مقدس هستیو د سپکاوي یو مذهب هم اجازه نه وکوي او نه څوک داسې څه کولی شی خو ددغه رقم قانون د ناسم استعمال له امله په سلګولو خلک په زندانونو کې پراته دي چې په ضد یې مقدمې هم نه چلول کیږي.

دوې هیله څرکنده کړه چې سینیټ به ددغه قانون اغیزو ته بیا کتنه وکړي او د قامي اسمبلې سپیکر به هم د دوئ په نه شتون کې دمنظور شوي دې قانون جاج واخلي.

دبشري حقونو کارمندان وايي په پاکستان کې د وړاندې څخه د مذهب د سپکاوي خلاف د قانون غلط استعمال یوه لویه ستونزه ده. فعالان وخت په وخت په دغه قانون کې د بدلون غوښتنې کوي.

هیومن رایټس واچ خپل نړیوال رپوټ کال ۲۰۲۳ کې ویلي د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي خلاف په قانون کې ترمیم کولو کې پاتې راغلی چې د مذهبي لږکیو په وړاندې تاوتریخوالی رامینځته کوي.

د رپوټ ترمخه د احمدیانو دمذهبي ټولنې غړي د سپکاوي د قانون او همدارنګه د احمدي ضد ځانګړو قوانینو له امله یو ستر هدف دی.

دغه رپوټ چې پکې د کال ۲۰۲۱ شمیرې ښودل شوي، وایي د کال ۲۰۲۱م دجنورۍ په میاشت کې د سایبر جرمونو ضد محکمې عنیقہ عتیق ته د مرګ سزا واوروله ځکه چې هغې په واټس اپ په مبينه توګه "توهین آمیز مواد" شریک کړي وؤ.

د فرورۍ په میاشت کې د پنجاب په خانیوال کې، مشتاق احمد، چې ذهنې ناروغه و، یوې ډلې د قرآن کریم د مبینه سپکاوي په تور په ډبرو ووهلو.

هم دغه کال د مارچ په میاشت کې د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې یوه ۲۱ کلنه ښځه د دریوؤ ښځو له خوا په دې تور ووژل شوه چې د پولیسو د تحقیقاتو له مخې، یوه 13 کلنې انجلۍ هغه په خوب کې لیدلې وه چې د مذهب سپکاوې یې کړې و.

د اګست په میاشت کې، په پنجاب کې چارواکو په ټویټر کې د ویډیو د پوسټ کولو له امله خبریال وقار سیټي باندې هم د سپکاوي تور ولګاوه.

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې سینټر فار سوشل جسټس د شمیرو تر مخه ، په پاکستان کې کال ۱۹۸۷ څخه فرورۍ کال ۲۰۲۱ پورې لږترلږه ۱۸۵۵ کسان د مذهب د سپکاوې د قانون له مخې تورن شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG