لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قومي اسمبلۍ په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې انتخاباتو دپاره فنډ د نه جاري کولو قرارداد منظور کړو


پارلېمنټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې سپریم کورټ د سټیټټ بینک موقتې ګورنر او د خزانې وزارت ته امر کړی و چې د اپرېل د ۱۸ نېټې پورې عدالت انتخاباتو دپاره د پېسو نه خبر کړي
پارلېمنټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې سپریم کورټ د سټیټټ بینک موقتې ګورنر او د خزانې وزارت ته امر کړی و چې د اپرېل د ۱۸ نېټې پورې عدالت انتخاباتو دپاره د پېسو نه خبر کړي

د پاکستان د پارلېمنټ لاندني اېوان قامي اسمبلې په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې انتخاباتو دپاره د ۲۱ اربه روپو فند نه جاري کولو قرارداد یو وارې بیا د رایو په اکثریت منظور کړی دی.

پارلېمنټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې سپریم کورټ د سټیټټ بینک موقتې ګورنر او د خزانې وزارت ته امر کړی و چې د اپرېل د ۱۸ نېټې پورې عدالت انتخاباتو دپاره د پېسو نه خبر کړي.

په قومي اسمبلۍ کې د قرارداد څخه وړاندې د سټيټ بينک مواقتې مشرې سيما کامل د اسمبلۍ د خزانې قایمه کميټۍ ته ویلي وو چې سپريم کورټ د پنجاب صوبې د انتخاباتو لپاره سټيټ بينک ته د ۲۱ اربه روپو فنډ جارې کولو هدایت کړې او مرکزې بینک عدالت ته بارو ورکړې چې د انتخاباتو د پاره به فنډ مختص کوي.

د کمیټې د چیرمین تر مخه سټیټټ بینک فنډ مختص کولی شې خو د پارلېمنټ د اجازې بغیر دغه فنډ نه شې جاري کولی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خزانې په اړه د قامي اسمبلۍ د قايمه كمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ غړي قيصر احمد شېخ په مشرۍ كې وشوه، چې په کې د کمیټۍ د غړو تر څنګ، د قانون وفاقي وزير، اعظم نذير تارړ، د خزانې وزيرې عایشه غوث پاشا او د سټېټ بینک مرستيالې ګورنرې سيما كامل ګډون وكړو.

د خزانې وفاقي وزيرې عايشه غوث پاشا د قايمه كمېټۍ غړو ته په دې اړه د بريفنګ په مهال وويل چې سټېټ بینک د پارليمان له منظورۍ پرته د فنډ جاري کولو اختيار نه لري.

د غونډې ورسته د وې او اې ډیوه سره خبرو کې د خزانې د کمېټۍ چیرمېن قېصر احمد شیخ وویل د قانون له مخې یوازې قامي اسمبلي دغه فنډ جاري کولو اجازه ورکولی شي.

هغه وویل، په کمېټۍ کې متفقه پریکړه شوې چې دغه معامله د خزانې وزارت له اړخه کابینه کې وړاندې کولو وروسته، بیا پارلیمان ته ولېږل شي.

د ګل، دوشنبې، په ماښام قيصر احمد شېخ په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې انتخاباتو دپاره د فنډونو په اړه قرارداد قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړو چې په اکثریت منظور کړی شو او فېصله وشوه چې فنډونه به نه شي جاري کولی.

د کورنیو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله تېره ورځ ويلي وو که سټېټ بېنک د سپريم کورټ په حکم الېکشن کمېشن ته ۲۱ اربه روپۍ جاري کړي نو هغه خلقو نه، چا چې پيسې جارې کړي دغه پیسې به ترې واپس اخستلی شي.

د پاکستان تحریک انصاف چې د سپریم کورټ د دغه پریکړې په حق کې دی او خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د ټاکنو د پاره د فنډ نه جاري کولو پر ضد یې سپریم کورټ ته خواست هم کړی دی.

د ګوند يو مشر فواد چودري په یو ټویټ کې ويلي، هيله من دی چې سټېټ بېنک به د سپريم کورټ په حکم عمل وکړي او د انتخاباتو لپاره پېسې به د آيين لاندې الېکشن کمېشن ته ورکړي.

هغه ويلي، که داسې ونه شول نو د سټېټ بينک ګورنر به د عدالت په سپکاوي کې برطرفه شي، خو ويلي یې دي سپريم کورټ بايد شهباز شريف هم برطرفه کړي.

قانون پوه او د اسلام اباد هايکورټ وکیل عبدالرحیم وزیر وې او اې ډیوه سره خبرو کې وويل، مرکزي بېنک دا وخت د ستونزو سره مخ دی. حکومت داسې ښکاري چې په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو د پاره فنډ نه ورکول غواړي او په داسې حال کې که سټېټ بېنک د سپریم کورټ حکم نه ومني نو د توهین عدالت پرې لګیدلی شي.

دوې دا امکان هم څرګند کړو چې د کال ۲۰۲۱ د پارلیمان له اړخه منظورې شوې د قانون لاندې اسټېټ بېنک د سپریم کورټ د حکم نه منلو څخه بچ کېدو د پاره فنډ جاري کولی شي. د دغه قانون تر مخه اسټېټ بېنک ته اختیار ورکړی شوی چې خپلې پریکړې په خپله کولی شي.

د پارلیمان ګډې غونډې د دې څخه وړاندې د روانې میاشتې په شپږمه نېټه هم په متفقه توګه د فنډ نه جاري کولو او په ټولو هیواد کې پر یو وخت د انتخاباتو کولو قرار دار منظور کړی وو.

د دې میاشې په ۱۳مه نېټه یوې غونډې وروسته جارې شوې اعلامیه کې د ایتلافې ګوندونو مشرانو ویلي وو، که هرڅوک د پارلیمان اختیار اخلي مخالفت به یې کیږي.

د اپرېل په ۱۴مه د سپريم کورټ درې کسيزه بینچ سټيټ بينک ته امر کړی وو چې د انتخاباتو لپاره الېکشن کمېشن ته ۲۱ اربه روپۍ جاري کړي.

سپریم کورټ په دې اړه د اسټیټ بینګ ګورنر ته د اپرېل په ۱۸مه نېټه عدالت کې د رپوټ جمع کولو امر هم کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG