لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتنیاهو په غزه کې د جګړې دفاع وکړه او د کانګرس له ودانۍ بهر احتجاجونه یې وغندل


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو امریکا ته په سفر کې د کانګرس ګډې غونډې ته په وینا کې په غزه کې د خپلې روانې جګړې دفاع وکړه او د کانګرس له ودانۍ بهر یې د غزې د جګړې خلاف د امریکایي وګړو د احتجاج غندنه وکړه.

نتنیاهو د چارشنبې- شورو په ورځ ماسپښین د کانګرس ودانۍ ته ننووت چې که څه هم د کانګرس غړو یې تود هرکلی وکړ، خو بهر زرګونو احتجاج کوونکو د هغه په مخالفت کې نعرې وهلې چې له کبله یې د کانګرس ځینو غړو د نتیاهو د وینا بایکاټ وکړ.

په غزه کې له روانې جګړې نهه میاشتې وروسته نتنیاهو د امریکې کانګرس ته په خپله څلورمه وینا کې په ټینګار سره وویل، تر "بشپړې بریا" پورې به جګړې ته دوام ورکړي. هغه د حماس او نورو ایران پلوه وسلوالو ډلو خلاف د خپل هیواد په جګړه کې د امریکې د ملاتړ د پیاوړتیا هڅه هم وکړه.

نتیاهو د امریکې کانګرس ته په خپله وینا کې وویل، "په غزه کې جنګ د تهذیبونو ترمنځ جنګ نه دی بلکې دا د تهذیب او وحشت تر منځ جګړه ده". نوموړي وویل امریکا او اسرایل باید یو ځای ودریږي چې دا جګړه وګټي.

د اسرایل وزیراعظم زیاته کړه تر هغه وخته پورې به په ارامه نه کښېني چې تر څو پورې یې په اووم اکتوبر د حماس توندروه ډلې یرغمل کړي کسان را خوشي کړي نه وي.‌

د نتنیاهو د وینا په وخت په کانګرس ودانۍ کې هغه اسرایلي پوځیان هم موجود وو چې د اکتوبر پر اوومه یې د حماس د برید په وخت د اسرایل دفاع کړې وه، اسرایلي وزیراعظم هغوی وستایل او د کانګرس غړو ورته چکچکې وکړې.

په غونډه کې ځینې هغه کسان او د هغوی د کورنۍ غړي هم وو چې حماس ډلې یرغمل کړي او یا د هغوی په بند کې وژل شوي دي.

وزیراعظم نتنیاهو وویل، په غزه کې د حماس خلاف جګړه سبا ختمېدای شي خو وایي شرط دا دی چې حماس ډله تسلیم شي، ځانونه بې وسلې کړي او یرغمل کړي ټول کسان را خوشي کړي، خو وایي که داسې نه کوي اسرایل به یې تر هغو خلاف جنګیږي چې حماس یې په بشپړه توګه ختمه کړې او یرغمل کسان یې را خوشي کړي نه وي.

نتنیاهو وویل، له هغې ورځې چې اسرایل حماس ته ماتې ورکړي یوه نوې غزه به را څرګنده شي، وایي د ده نظر دا دی چې غزه بې وسلې او له توندروۍ پاکه شي:

"اسرایل د غزې د بیا ابادکارۍ هڅه نه کوي، خو د نیزدې راتلونکي لپاره موږ باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره هلته پراخ امنیتي کنټرول وساتو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې غزه به بیا هیڅکله د اسرایل لپاره خطر نه وي".

74 کلن نتنياهو پر امریکا ږغ وکړ هېواد ته دې یې د پوځي مرستو په ورکولو کې بیړه وکړه چې اسرایل وکولای شي په غزه کې جګړه ختمه کړي، ځکه چې وایي اسرایل نه یواځې د ځان دفاع کوي بلکې د امریکې دفاع هم کوي:

"زموږ دښمنان ستاسو دښمنان دي، زموږ جګړه ستاسو جګړه ده او زموږ کامیابي به ستاسو کامیابي‌ وي".

د اسرایل وزیراعظم د کانګرس ګډې غونډې ته په وینا کې په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې او په مجموعي توګه د امریکا په ملاتړ د زړه له تله خوښي ښکاره کړه او ویې ویل:

"دا وخت یو استثنایي حالت دی. د امریکا په مرستو کې بیړه به په غزه کې د جګړې د زر تر زره ختمولو او د منځني ختیځ نورو سیمو ته د جګړې د غزېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي."

په غزه کې د روانې جګړې خلاف نه یواځې په امریکا کې خلکو احتجاجونه کړي بلکې د حماس ډلې له خوا د اسرایلي یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره پر هغه باندې په اسرایل کې دننه هم فشارونه زیات شوي دي.

نتنیاهو د خپلې وینا په وخت د خپلې سینې پر کیڼ اړخ د اسرایل او امریکا بیرغونه ټومبلي وو او پر ښي اړخ یې ژیړه نخښه ټومبلې وه چې مقصد یې له یرغلو اسرایلي وګړو سره پیوستون ښکاره کول.

د حماس یوه اعلی چارواکي سمیع ابو زهري د چارشنبې- شورو په ورځ رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د هر ګوند اتحاد "د شهیدانو له وینې سره خیانت" دی.

نتنیاهو د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، امریکا او اسرایل کولای شي په منځني ختیځ کې د ایران د "خطر" د مخنیوي لپاره یو امنیتي اتحاد جوړ کړي او ویې ویل ټول هغه هیوادونه باید په دغه اتحاد کې شامل شي چې له اسرایل سره سوله کوي.

په کانګرس کې د امریکې د دواړو ګوندونو غړو پرله پسې د اسرایلي وزیراعظم پر وینا چکچکې کولې او د ستاینې لپاره یې څو شېبې پاڅېدل، خو امنیتي کسانو په ګېلرۍ کې هغه مظاهره چیان بهر وایستل چې د داسې ټي شرټونو نمایش یې کاوه چې پرې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو نعرې لیکل شوې وې.

د نتنیاهو پر حکومت تنقید کوونکي په غزه کې د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کوي. دوی وایي د اسرایل حکومت د فلسطیني ملکي وګړو په ساتنه او غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې پاتې راغلی دی.

خو اسرایل دا نیوکې نه مني او وایي دا د حماس سخت دریځه ډله ده چې د استوګنې په سیمو کې فعالیت کوي او د فلسطیني ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي‌ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG