لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل وزیراعظم نن د امریکې کانګرس ته وېنا کوي


د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې نېټن یاهو د امریکې د کانګرس غونډې ته وېنا کوي
د کال ۲۰۱۵ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې نېټن یاهو د امریکې د کانګرس غونډې ته وېنا کوي

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس ته وېنا کوي او توقعو ده چې هغه به د حماس خلاف جنګ کې د اسرایل دپاره د ملاتړ غوښتنه کوي.

نېټن یاهو په داسې حال کې د واشنګټن دوره کوي چې په هېواد کې هغه د فشار سره مخامخ دی د حماس د ولکې نه اسرایلي یرغمالان دې ازاد کړي او په امریکا کې د نومبر د صدارتي انتخاب نه وړاندې سیاسي حالات د ېریقينۍ ښکار دي.

امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې کوښښونه کوي چې د اسرایل او حماس ترمنځ ډز بندي وکړی شي، اسرایلي یرغمالان ازاد کړی شي او غزه ته په انساني امداد کې اضافه وکړی شي.

تر اوسه دغه کوښښونه بې ثمره پاتې شوي، په غزه کې جنګ دوام لري، د اسرایل او د لبنان په سرحد هم انښتې کېږي او د یمن هوثي باغیانو په سور سمندر کې په سمندري جهازونو حملو ته دوام ورکړی دی.

نېټن یاهو ویلي هغه به کوښښ کوي چې د امریکې د دواړو پارټو، ريپبلېکنز او د ډېموکرېټېس، حمایت ترلاسه کړي. خو واشنګټن ته د هغه سفر د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافات هم راپارولي دي او د ډېموکرېټېک پارټۍ یو شمېر غړو ویلي کانګس ته د نېټن یاهو د تقریر بایکاټ به کوي.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز چې ريپبلېکن پارټي په کې اکثریت لري سپیکر مایک جانسن یې نېټن یاهو ته د وېنا دعوت ورکړی دی.

نایب صدر کاملا هېرېس د نېټن یاهو د تقریر په موقع موجود نه وي او جانسن د هغې په غېر حاضرۍ تنقید کړی دی.

سېنېټر جی ډي وېنس به هم غېر حاضر وي. وېنس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نایب صدارت امیدوار دی.

د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر برني سېنډرز ویلي د نېټن یاهو به تقریر کې په شرکت نه کوي. هغه په وېسټ بېنک او غزه کې د نېټن یاهو په تګلاره تنقید کړی دی.

ډېموکرېټېک سېنېټر ډېک ډربن ویلي که څه هم هغه د اسرایل ترڅنګ ولاړ دی خو د اسرایل موجوده وزیراعظم ته به لاس نه پړقوي.

ناقدین په غزه کې د جنګ په اړه د نېټن یاهو د حکومت په چلند تنقید کوي، وايي اسرایلي حکومت د فلسطینیانو ملکي خلکو د تحفظ او غزه ته د زیات انساني امداد دپاره مناسب ګامونه نه دي اخېستي.

اسرایل دا تنقید ردوي، وايي د حماس وسله وال د ملکي خلکو د ابادۍ د ځایونو څخه عملیات کوي چې له امله يې ملکي خلک د خطر سره مخامخ شي.

په واشنګټن کې د نېټن یاهو خلاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یو شمېر مظاهرو انتظام شوی دی. د نهې، سه شنبې، په ورځ د هغه هوټل نه بهر هم مظاهره وشوه چې اسرایلي وزیراعظم په کې استوګن دی او د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې هم مظاهره شوې ده.

په واشنګټن کې په نېشنل مال هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د حماس په ولکه کې د یرغمالانو د کورنیو غړو مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې نېټن یاهو دې ډزبندۍ ته راضي شي چې دا ډول یرغمالان کورونو ته ستانه شي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرایل حمله وکړه چې په کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او د۲۵۰ نه زیات کسان یرغمال نیول شوي دي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي د ۳۹۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG