د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د نهې/ سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د خالي/شنبې تر ورځې پورې د حماس لخوا نیول شوي نور یرغمل خوشې نه شول، په غزه کې به د حماس سره اوربند پای ته ورسیږي او سخته جګړه به بیا پیل شي.
په ویډیویي پیغام کې نتانیاهو وویل، " پوځ به بیرته سختې جګړې ته راوګرځي. او تر هغې به جګړه وي، تر څو چې حماس مکمل ماتي نه وي خوړلي "
د حماس چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ په اسرايل د جنګ بندۍ د سرغړونې تور لګولی او ګواښ یې کړی د نورو يرغماليانو خوشي کول ځنډوي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، که د خالي د ورځې پورې پاتې ټول يرغمل خوشي نه شو ډېر بد انجام به یې وي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ واشنګټن کې وويل، که د خالي، شنبې د 12 بجو پورې پاتې يرغماليان خوشي نه شو، د جنګ بندۍ ختمېدو به اووايي.
د اسرايل او حماس جنګ بندي چې تېره مياشت شوې، تراوسه پورې حماس 21 يرغمل خوشي کړي او په بدل کې یې اسرايل 730 بنديان ازاد کړي دي.
د يرغمل او بنديانو تبادله د راتلونکي خالي، شنبې په ورځ ټاکل شوې، چې حماس به درې نور اسرايليان خوشي کوي او اسرايل به یې په بدل کې بندي په لسګونو فلسطينيان ازادوي.
حماس په اسرايل د بې کوره فلسطينيانو شمالي غزې ته بيرته ستنېدو په عمل کې د ځنډ اچولو تور لګوي، که څه هم د زرګونو په شمېره کې بيرته ستانه شوي دي.
حماس وايي، بېلابيلو برخو کې هوايي بريدونو او ډزو کې فلسطينيان په نخښه کول کيږي او حماس سیمې ته د بشري مرستو داخلېدو ته په اسانتياو برابرولو کې پاتې راغلی دی.
ملګري ملتونه وايي، د جنګ بندۍ وروسته غزه ته 12,600 امدادي ټرکونه تللي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د نهې/سه شنبې په ورځ، په حماس غږ وکړ چې په غزه کې د اوربند د تړون له مخې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه په خپلې ژمنې ودریږي.
ګوتېرش په ایکس کې په خپاره شوي یو پوسټ کې ویلي: "موږ باید په هر قیمت په غزه کې د جګړې له بیا پیل کېدلو مخنیوی وکړو ځکه چې دا به د یوې لویې غمیزې لامل شي."
هغه له حماس څخه غوښتي چې د پلان سره سم، د یرغملو شویو کسانو خوشې کولو ته دوام ورکړي. ګوټیرش زیاته کړې: "دواړه اړخونه باید د اوربند په تړون کې پر خپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي او جدي خبرې اترې بیا پیل کړي."
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له مخې چې د جنوري په ۱۹مه نافذ شوی، په غزه کې ۱۵ میاشتنۍ جګړه تر ډیره حده درېدلې ده او د اسرائیل له جیلونو څخه د سلګونو فلسطینیانو د خوشې کېدو په بدل کې، حماس په پنځو پړاوونو کې یرغمل کسان خوشې کړي دي.
بل اړخ ته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي غزه د اخیستلو دپاره د هغه د منصوبې د لاندې به فلسطینیان د سیمې نه بهر نامعلومه ځایونو ته انتقالولی شي او د ستنېدو حق به نه لري.
ټرمپ دغه خبرې فاکس ټېلې وېژن سره مرکه کې کړي دې. د مرکې څه برخه د ګل، دوشنبې، په ورځ نشر شوې ده. ټرمپ د بحیره روم په ساحل پرتې غزه تړانګې په اړه خپله منصوبه د مسقتبل د ابادۍ ترقیاتي منصوبه وبلله.
ټرمپ وویل غزه به د هغه ملکیت وي او د سیمې دوه اشاریه درې مېلین فلسطینیان به بهر لږ تر لږه شپږو مختلفو ځایونو ته منتقل کولی شي. فلسطینیانو، عرب ملکونو او د امریکې حریفانو او اتحادیان یو شان د ټرمپ دغه تجویز رد کړی دی.
په کال 2015م کې سیاست ته د راتګ نه مخکې ټرمپ د نیویارک د جایداد ارب پتي کاروباري تن وو. په مرکه کې د ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا فلسطینیان به غزه ته د ستنېدو حق لري، نو هغه وویل نا ځکه چې د هغه په قول فلسطینیان به ډېر زیات ښه کورونه لري.
ټرمپ وویل فلسطینیان دپاره د غزه نه بهر ښکلي کلي جوړوي.
امریکايي صدر دا لوظ تکرار کړو چې امریکا دې غزه واخلي او فلسطینیان دې بل ځای اباد کړی شي.
ټرمپ وویل ژمن دی چې غزه په پېسو واخلي، ملکیت يې رتلاسه کړي او تر څو چې يې د ابادولو خبره ده نو ممکنه ده د سیمې ځینې برخې د بیا ابادولو دپاره د منځني ختیځ نورو ملکونو ته ورکړي، خو نور خلک به يې د امریکې د سرپرستۍ دلاندې کوي.
ټرمپ ټینګار وکړو چې ژمنه لري چې غزه واخلي او ملکیت یې ترلاسه کړي، دا خبره یقیني کړي چې حماس سیمې ته بیا را نه شي، اوس هلته بېرته راتګ دپاره څه پاتې هم نه دي، ټول ځای ويجاړ شوی دی او چې څه پاتې دی هغه به هم ړنګ کړی شي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل او د حماس ډزبندي نوي مرحلې ته ورسېده او اسرایلي ځواکونه د تېزاریم راهدارۍ نه ووتل چې غزه يې په منځ تقسیم کړې ده. د دې په نتیجه کې نور فلسطینیان د سیمې شمالي برخې ته ستانه شول. د ۱۵ میاشتو په جنګ کې په دغه علاقه کې ودانۍ د ځمکې سره هوارې شوي دي.
د حماس ترجمان عبدالطیف وویل راهدارۍ نه د اسرایلي ځواکونو په شا کېدل ښيي چې حماس دښمن زمونږ مطالبې په منلو مجبور شو او د فتحې ترلاسه کولو په اړه يې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو تصور ګډ وډ کړو.
دا نه ده معلومه چې اسرایلي ځواکونه د راهدارۍ څخه چېرته په شا شول. غزه نه د اسرایلي ځواکونو په مکمله انخلا به د 42 ورځو د ډزبندۍ په وروستۍ مرحله کې خبرې کېږي.
بلخوا د صحت فلسطیني وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په مقبوضه وېسټ بېنک کې دوه 20 کلنې فلسطینۍ ښځې چې یوه د اتوو میاشتو په حمل وه، د اسرایلي ځواکونو په ډزو ووژل شوې. اسرایلي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو خلاف عملیات کوي.
د ډزبندۍ د شپږو هفتو په وړمبي پړاو کې به حماس 33 یرغمالان او اسرایل په فلسطیني قېدیان ازادوي. د معاهدې دلاندې په اسرایل د غزه نه خپل ځواکونه وباسي.
د ډزبندۍ په دویمه مرحله کې به باقې پاتې یرغمالان ازادوي خو د دوې پړاو تفصیلاتو ته لا حتمي شکل نه دی ورکړی شوی.
د دې نه مخکې ټرمپ د غزه د ملکیت په اړه خبره نېټن یاهو سره په وایټ هاوس کې تېره هفته د مشترکه خبري کانفرنس په موقع کړې وه. وروسته بیا ټرمپ ویلي وو چې غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته به دا سیمه اسرایل امریکې ته ورکړي.
حماس، عرب ملکونو، د امریکې اتحادیانو او مخالفینو یو شان د ټرمپ تجویز مسترد کړی دی خو نېټن یاهو يې هرکلی کړی دی.
د دې خبرې ځېني معلومات د اې پي، اې اېف پي او روېټرز نه اخستل شوي
Forum