لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائیجیریا کې ځانمرگي حملو او بم ٢٧ کسان وژلې


په نائیجیریا کې د خپلې خوښې اسلامي قانون پرځائې کولو لپاره د شپږو کالو راهسې جاري خپل کمپائن
کې بوکو حرام تندي راوستې دې او دا جگړه اوس گاونډي هیوادونو چاډ، نیجراو کیمرون ته غزیدلې ده
په نائیجیریا کې د خپلې خوښې اسلامي قانون پرځائې کولو لپاره د شپږو کالو راهسې جاري خپل کمپائن کې بوکو حرام تندي راوستې دې او دا جگړه اوس گاونډي هیوادونو چاډ، نیجراو کیمرون ته غزیدلې ده

د نائېجیریا په دواو مختلفو ښارونو کې د دواو بم چاودنو په نتیجه کې لږ تر لږه ٢٧ کسان وژل شوي او گڼ شمیر نور زخمیان دي.

ورستۍ چاودنه ځانمرگي حمله وه چې د کانو ښار د بسونو په اډه کې وشوه. حمله کې لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل شو.

د نائیجیریا ډیلي ټرسټ نومي ورځپانړې ترمخه دواو حمله کونکو یو بس ته د ختو لږ وخت وروستو ځان پورې تړلې بارودي مواد وچلول.

د غبرگو ځانمرگي حملو نه څو گنټې وړاندې د پوټیسکم نومي کلی د بسونو په اډه بم چاودنه کې ١٧ کسان ووژل شو.

د عیني شاهدینو د وینا ترمخه د نهې یا سه شنبې په سحر شوې دې برید کې یو شمیر نور کسان زخمیان شوي هم دي.

چارواکو ویلي په سمدستي توگه دا لا نه ده واضح چې چاودنه ځانمرگي حملې کونکې کړې دا او که دا یا بارودي مواد په سامان کې پټ کړی شوي وو.

سېمه کې په روانه هفته کې دا دویمه بم چاودنه وه.

د تیر اتوار په ورځ یوې جینۍ د پوټیسکم په یو مارکیټ کې ځان مرگي برید کړې وو چې لاقبله يي پنځه کسان ووژل شو. عینی شاهدینو ویلي دي چې د بریدکونکي عمر د ٨ کالو نه سیوا نه وو.

د دې دړاندې بریدونو ذمه واري چا نه دا قبوله کړې.

په نائیجیریا کې د خپلې خوښې اسلامي قانون پرځائې کولو لپاره د شپږو کالو راهسې جاري خپل کمپائن

کې بوکو حرام تندي راوستې دې او دا جگړه اوس گاونډي هیوادونو چاډ، نیجراو کیمرون ته غزیدلې ده.

د نائیجیریا صدر گډلک جانتهن دا میاشت ویلي دي چې دې طمع لري چې نوې ترلاسه شوې وسلې او دې ډلې پرضد جنگ کې د گاونډي هیوادونو مرستو په نتیجه کې به په یو څو هفتو کې دننه بوکو حرام ته ماتې ورکړي.

د نائیجیریا الیکشن کمیشن د روانې میاشت په ١۴ مه نیټه کیدونکي ټاکنې تر ٦ هفتو ځنډولې دي، دا گام يي د هیواد شمال شرقي برخه کې د پوځ لخوا شروع کړې شوې عملیاتو وروستو اخستل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG