لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په پوځ بمي چاودنه اؤ وسله وال برید کې 7 عسکر وژل شوي، څلور ژوبل


د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا جګړه ځپلې قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په پوځي قافله بمي چاودنه اؤ وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه پوځیان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي او نه د دې پېښو ذمه داري په سمدستي توګه کومې وسله والې ډلې منلې ده .

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي بمي چاودنه د خالي یا شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په حسن خېل سیمه کې په پوځي فاقله شوې ده.

دته خېل د افغانستان پولې ته جوخته سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې د مشر حافظ ګل بهادر اؤ د هغه د زیاتره وسله والو پلارنۍ ټاټوبی ګڼل کیږي.

د سرچینو په وینا بارودي توکي د سړک پغاړه ښخ کړل شوي وؤ او د پاکستان د پوځ قافله چې کله په دغه سړک تېریده نو چاودنه پرې شوې ده چې پایله کې یې یو پوځي ګاډی په بشپړه توګه زیانمن شوی او د پاکستان د پوځ پینځه عسکر په ځای وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل دې برید سره سمدستي نور امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي او د وسله وال پرضد یې عملیات کړي دي.

سرچینې وویل چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې هم وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو لا کره شمیره یې نه ده په ډاګه شوې.

سرچینه وایي په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل عسکر د هیلي کاپټرو د لارې بنو سیمه کې فوځي روغتون ته رسول شوي دي هغه ټوله سیمه په ګیره کې اخستل شوې او د لټونې عملیات دوام لري.

د سیمې نه امنیتي سرچینې وایي چې د شمالي وزیرستان په خدري اؤ سیمان سیمه کې هم وسله والو په پوځ برید کړی چې دوه پوځيان پکې وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا له دغه برید وروسته په خدري اؤ سیمان سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل شوي اؤ د خلکو د غنمو ولاړ فصلونه هم سوځول شوي دي.

امنیتي سرچینو اؤ ځایي انتظامیې هم سیمه کې د پوځي علمیاتو د پیل کیدو تصدیق کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځ دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې د ځېنو رسنیو لخوا نن د خالي په ورځ د وزیرستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستان د ډرون الوتکو په بریدونو کې د طالب وسله والو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلل .

رسنۍ دعوه کوي چې په نهم مئ د وزیرستان سره په پوله پروت د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستان بې پایلوټو الوتکو د وسله والو مرکزونه په هدف کړي چې پکې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي.

په شمالي وزیرستان کې یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل خپل نوم څرګند کړي،‌ ډیوه ته وویل په نهم مئ دوی ته د افغانستان پکتیکا ولایت څخه د لسو نه نیولي تر د پینځلسو پورې د وسله والو شمالي وزیرستان ته د دننه کېدو اطلاع شوې وه چې دلته د ناامنۍ منصوبه جوړوي.

وایي کله چې دوی د شمالي وزیرستان منګړوتۍ سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په ازغن تار پاکستان ته دننه کېدل پرضد یې کاروايي شوې چې پکې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوړېدلې خو لا یې کره شمیره نه ده ترلاسه شوې.

دغه امنیتي چارواکي وویل په سیمه کې د رامنځته شوؤ دې پېښو په اړه به نور مالومات د پوځ د عامو اطلاعاتو څانګه آي ایس پي ار شریک کړي .

وي او ای ډیوه د واټس ایپ د لارې په لیکلې بڼه د آي ایس پي ار نه ددې پېښو د جذیاتو په اړه پوښتنه وکړه خو د رپورټ د جوړیدو تر وخت د پوځ ویاندې ادارې د ډیوه پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

په شمالي وزیرستان کې په پوځ د شوؤ بریدونو ذمه واري تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو زیاتره وخت د پاکستان په پوځ په شمالي وزیرستان کې د کیدونکو بریدونو زمه داري د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډله پغاړه اخلي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG