لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د پوليو ضد کېمپېنونو په مهال د کډوالو ماشومانو ته وېکسين رسوول لویه مسله وي



په کوټه کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر مینځ پر لويه لار پوليو کارکوونکی نصیر احمد وي او اې ډیوه ته وویل چې دوی هغه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسين ورکوي چې په خپلو سیمو کې نه وي ورکول شوي
په کوټه کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر مینځ پر لويه لار پوليو کارکوونکی نصیر احمد وي او اې ډیوه ته وویل چې دوی هغه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسين ورکوي چې په خپلو سیمو کې نه وي ورکول شوي

بلوچستان د افغانستان ترڅنګ له جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان او جنوبي پنجاب سره پولې لري او په افغانستان کې د پوليو وروستیو مثبتو کېسونو د بلوچستان د روغتيايي چارواکو اندېښنې زياتې کړې دي.

د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي چې د دوی لپاره لوی مشکل د خلکو د سرحدي سيمو ترمنځ تګ راتګ دی.

د ږوب او کوټې تر منځ په لويه لار جوړ پر ټرانزټ پواينټ يا د ويکسين پر مرکز هغه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي، چې له کوټې پېښور، اسلام اباد او پنجاب ته سفر کوي.

په کوټه کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر مینځ پر لويه لار پوليو کارکوونکی نصیر احمد وي او اې ډیوه ته وویل چې دوی هغه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسين ورکوي چې په خپلو سیمو کې نه وي ورکول شوي.

نصیر احمد وايي ” موږ په سختي ګرمي کې ځکه دې کار ته غاړه ايښې، چې ماشومان مو له پوليو ناروغۍ خوندي شي.“

د سرحدي سيمې ږوب روغتيايي چارواکي وايي، چې د دوی لپاره تر ټولو لوی مشکل د کوچيانو ماشومان وېکسين کول دی، ځکه چې کډوال له يوې بلې سيمې ته سفر کوي، او کوچيان د پوليو وايرس زيات وړونکي خلک بلل کېږي.

د پوليو د ويکسين مرکزمسول محمد اسماعيل واي چې د بلوچستان سیمه په افغانستان پوري ته زکه د مثبت کیسونو امکانات زیات دي.

اسماعیل وايي ”موږ له افغانستان سره اووه سوه کيلوميټره ګډه پوله لري. پر پوله د خلکو تګ راتګ زيات وي، ځکه نو قوي امکان دی، چې د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته منتقل شي. دا مهمه ده، چې پوليو کيمپېنونو پرله پسې ترسره شي.“

په پاکستان کې سږ کال د پوليو مثبت کېس په بنو کې رپوټ شوی دی.

په بلوچستان کې له دوه زره يويشت راهيسې د پوليو کېس نه دی رپوټ شوی. د دې ترڅنګ له تېرو دوو کلونو راهيسې له چاپيريال په اخيستل شوو نمونو کې هم د پوليو وايرس نه دی موندل شوی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG