د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سېنېټ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ ته ویلي، دا وخت 23,456 پاکستانيان په بهرنيو ملکونو کې په زندانونوکې بندي دي، چې زياتره یې په عرب هيوادونو کې دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، په سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشر سېنېټر وليد اقبال په مشرۍ غونډه شوې او نوموړي په دغه اړه د يوې کوټلې پاليسۍ جوړولو لارښوونه کړې چې د حکومت نه یې منظوري واخلي.
وليد اقبال ويلي، داسې کومه پاليسي نشته کومه چې د حکومت اييني زمه واري ده چې خپلو وګړو ته په هر ځای کې قانوني تحفظ ورکړي.
نوموړي د سېنېټ کمېټۍ ته ويلي، چې د لاهور هايکورټ په کال 2017م کې د عاصمه شفيع په قضيه کې د دغه پاليسۍ جوړولو لارښوونه کړې وه.
د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، په 23,456 بندي پاکستانيانو کې زياتره، په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، عراق، بحرېن، عمان، قطر، هند او چين کې په زندانونو کې دي، په دوی کې 15,587 ته سزاګانې اورول شوي او د 7,869 بنديانو قضيې روانې دي.
په رپورټ کې دا نه دي ويل شوي چې دغه پاکستانيان په بهرنيو هيوادونو کې په کومو تورونو بندي دي، خو عرب هيوادونو او په ځانګړي ډول سعودي عرب ته خلک مزدورو له ځي او د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نيول کيږي.
په دوی کې په زياترو د غېر قانونه کارونو تورونه هم لګي، چې پکې قاچاق او نور جرمونه شامل وي.
د رپورټونو ترمخه، قايمه کمېټۍ ته ويل شوي، تر ټولو زيات 12,156 بنديان په سعودي عرب کې، او 5,292 په متحده عرب اماراتو کې په زندانونو کې دي، ويل شوي په برتانيه، امریکا، ترکي، عراق، يونان او افغانستان کې هم پاکستانيان په جېلونو کې دي.
د رپورټ ترمخه، سېنېټر مشاهد حسېن سيد د بهرنيو چارو د وزارت نه د هغو د 2,100 پاکستانيانو په اړه هم پوښتنه کړې د کومو چې د تحریک انصاف په حکومت کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان د سفر په مهال د خوشي کولو اعلان کړی وو.
د 2019م کال د فرورۍ په مياشت کې د پاکستان د سفر په وخت شهزاده سلمان د پاکستاني قيديانو د خوشي کولو اعلان کړى وو.
د پاکستان د هغه وخت حکومت د شهزاده سلمان د دغه لوظ په بنیاد د قيديانو د خوشي کېدو دعوه کړې وه او د باندنيو چارو وزارت له خوا لاهور هايکورټ ته ورکړى شوي يو رپورټ کې هم دا خبره تایید شوې وه.
خو د قيديانو د حقونو لپاره د کارکوونکي جسټس پراجيکټ آف پاکستان کارمند محمد شعېب په حکومتي دعوو بې باوري ښودلې او ويلي يې وو، "د شهزاده سلمان د حکم وروسته یواځې 89 قيديان خوشي کړى شوي وو".
د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي، پاکستان د 11 هيوادونو سره د بنديانو د تبادلې تړون لري.
د رپورټ ترمخه، د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته پاکستان کې د ښځو د حيثیت د قامي کمېشن لخوا ويل شوي، چې دا وخت د پاکستان په جېلونو کې 13,065 ښځې بندي دي په دوی کې د 12,258 قضیې روانې دي، 767 سزاوارې شوي او 40 ته پکې د مرګ سزا اورول شوې ده، ویل شوي په ښځو بنديوانو کې 60 فيصده د پنجاب صوبې په زندانونو کې دي.
Forum