لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د افغانستان څخه راوړېدونکي درېو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


 Pak Afghan Border File Photo
Pak Afghan Border File Photo

د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان څخه درې ترهګرو د خېبرپښتونخوا دير ضلعې ته د راوړېدو هڅه کوله، امنيتي ځواکونه یې په حرکت خبر شوي، په ګېره کې یې اخستي او د سختو ډزو د تبادلې وروسته درې واړه ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ په بيان کې د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو او نور تفصیل نه دی ويل شوی، او نه د ډزو په تبادله کې پوځ ته د کوم تاوان اوښتو ويل شوي دي.

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.

پوځي بيان کې ويل شوي، پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د عبوري حکومت څخه غوښتنې کوي چې د پولې پورې غاړې ته دې د پولي انتظام برابر کړي.

په پوځي بيان کې د افغانستان د عبوري حکومت څخه تمه څرګنده شوې چې خپلې ژمنې به پوره کړي او د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته پرې نه ږدي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

پرون د جولايۍ په 22مه د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي، سږ کال د ترهګرۍ ضد عملياتو کې امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې 137 پوځي افسران او 398 ترهګر وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

د پوځ وياند د عزم استحکام عملياتو په اړه ويلي، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي، په 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د دې فيصله شوې، په دغه غونډه کې ټول حکومتي او پوځي مشران موجود وو.

هغه وویل، د عزم استحکام د ضرب عضب عملياتو سره موازنه يا پرتله کول سم نه دي، او زياته یې کړه د يوې بيانيې ترمخه د عزم استحکام لانجمنه کولو هڅه روانه ده.

د نوموړي په خبره، د 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د نېشنل اېکشن پلان په حواله جاج اخستل شوی، په هغه ورځ او بیا د هغې دوه ورځې وروسته د وزيراعظم د دفتر څخه بيانونه جاري شوي، خو بيا هم يوه مضبوطه لابي غواړي چې نېشنل اېکشن پلان او عزم استحکام مقصدونه ترلاسه نه شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG