اسلام اباد هايکورټ د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ضد د نااهلۍ خواست خارج کړی، د نوموړي پرضد عدالت ته خواست شوی وو چې خپله مبينه لور ټېرن وايټ یې د نامزدګۍ په کاغذاتو کې نه وه ښکاره کړې يا يې پټه کړې وه.
د عمران خان ضد دغه خواست دپاره د اسلام اباد هايکورټ د جسټس طارق محمود جهانګیري په مشرۍ د درېو ججانو نوی لارجر بنچ جوړ کړل شوی، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت پکې شامل وو.
يو کال وروسته په دغه خواست پرون اورېدنه شوې ده.
عدالت د خواست خارجولو پرېکړه د درېو ججانو د مخکني بنچ په فېصله باندې اورولې چې دغه خواست وړاندې خارج کړل شوی وو.
په فېصله کې ويل شوي د تېر کال په لسمه مې په درېو کې دوه ججانو د خواست خارجولو فېصله کړې وه.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د فېصلې هر کلی کړی دی.
د عمران خان د نااهلۍ دپاره محمد ساجد محمود نومې تن خواست کړی او په خواست کې ويل شوي وو، عمران خان د ټېرن وايټ د ساتنې دپاره په برتانیه کې انتظامات کړي خو د نامزدګۍ په کاغذونو کې یې يادګېرنه نه وه کړې.
له دې وړاندې هم درېو ججانو د دې قضيې اورېدنه کوله، جسټس محسن اختر کیاني او جسټس ارباب محمد طاهر په دغه بنچ کې شامل وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان تور لګول شوی چې د هغه د امريکا د کېليفورنيا ریاست د سيتا وايټ نومې ښځې نه يوه لور (ټېرن وايټ) ده، خو عمران دا نه مني. سيتا وايټ په 2004م کال کې مړه شوې وه.
خواوشا 32 کلنه ټېرن وايټ د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال 1997م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو ويل کيږي په دغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی وو.
د عدالتي اورېدنې وروسته عمران خان امريکايي رسنيو ته ويلي وو هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت فېصله به مني او زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.
Forum