لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازه په څلورمه ورځ هم بنده وه، په زرګونو ټرکونه په پاک افغان پوله ایسار دي


د جنورۍ په ۱۲مه د شپې لس بجې پاکستاني چارواکو ډرايورانو سره د پاسپورټ او ويزې د نشتوالي له کبله د تورخم لار د مال وړونکو ګاډو د تګ او راتګ د پاره وتړله
د جنورۍ په ۱۲مه د شپې لس بجې پاکستاني چارواکو ډرايورانو سره د پاسپورټ او ويزې د نشتوالي له کبله د تورخم لار د مال وړونکو ګاډو د تګ او راتګ د پاره وتړله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د ګل، دوشنبې، په ورځ په څلورمه ورځ هم تړل شوي وه او مال وړونکي يو ګاډي ته هم پاکستان او افغانستان ته د تګ اجازه نه وه او په سلګونو ډک ګاډي په سرحد ولاړ وو.

ډرايوران وايي که په وخت تورخم لاره خلاصه نه شوه نو د ډېر تاوان سره به مخامخامخ شي او ستونزې به يې نورې زیاتې شي.

د تورخم لار د خالي، شنبې، د ورځ راهسې بنده شوې ده او د لارې خلاصېدو په اړه په تورخم کې پاکستاني چارواکي او افغان طالبان نه دي صلاح شوي.

ډرايوران وايي وړاندې نه يې روزګارخراب شوی او لارې د بیا بندېدو سره به يې ستونزې او مالي مشکل نور زیات شي.

عجب خان په تورخم ولاړ د یو ټرک ډرایور دی، وايي اته نهه ورځې وړاندې یې پېښور نه تجارتي شیان په ټرک کې بار کړي دي په دروازه افغانستان ته اوړېدو کې به يې هسې هم وخت ډیر لګېدو او "اوس مونږ نه ويزه او پاسپورټونه غواړي او يو ډرايور سره هم نه پاسپورټ کې وخت شته او نه ويزه شته."

هغه وايي په پاسپورټ نوي کولو د ډرایورانو وخت لګي.

د جنورۍ په ۱۲مه د شپې لس بجې پاکستاني چارواکو ډرايورانو سره د پاسپورټ او ويزې د نشتوالي له کبله د تورخم لار د مال وړونکو ګاډو د تګ او راتګ د پاره وتړله.

په تورخم کې موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي پولې د تړل کېدو نه پس د خالي شنبې او ګل په ورځ هم په تورخم کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ناسته شوې خو د لارې خلاصېدو په اړه نه دي صلاح شوي.

یو بل ټرک ډرایوار الله داد وايي په تورخم پوله يې سفر اسان نه و."مشکل سره مخ يو او نن مو نهمه ورځ ده چې دلته ودرېدلي يو او کله سکينر خراب وي، کله په کې هغې غاړې ته کانټا خرابه وي او اوس يې په کې بل مشکل د ويزې رايستلی دی."

تورخم پوله د تجارت د پاره په داسې حال کې تړل شوې چې د پاکستان برامدات يا اېکسپورټ افغانستان ته کم شوي او د دواړو ملکونو د تجارت کچه د يو ارب ډالر نه هم ښکته شوې ده.

اقتصاد پوهانو په روستيو کې ويلي ؤ د تورخم لارې د تړل کېدو له قبله د افغانستان ترڅنګ مرکزي ايشيايي هېوادونو سره هم تجارت اغېزمن کېږي او سوداګرو ته زيان رسيږي.











د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره د ګل، دوشنبې، په ورځ په څلورمه ورځ هم تړل شوي وه او مال وړونکي يو ګاډي ته هم د پاکستان او افغانستان د تګ اجازه نه وه او په سلګونو ډک ګاډي په سرحد ولاړ وو.

ډرايوران وايي که په وخت تورخم لاره خلاصه نه شوه نو د ډېر تاوان سره به مخامخامخ شي او ستونزې به يې نورې زیاتې شي.
د تورخم لار د خالي، شنبې، د ورځ راهسې بنده شوې ده او د لارې خلاصېدو په اړه په تورخم کې پاکستاني چارواکي او افغان طالبان نه دي صلاح شوي.
ډرايوران وايي وړاندې نه يې روزګارخراب شوی او لارې د بیا بندېدو سره به يې ستونزې او مالي مشکل نور زیات شي.

عجب خان په تورخم ولاړ د یو ټرک ډرایور دی، وايي اته نهه ورځې وړاندې یې پېښور نه تجارتي شیان په ټرک کې بار کړي دي، وايي په دروازه افغانستان ته اوړېدو کې به يې هسې هم وخت ډیر لګېدو او اوس مونږ نه ويزه او پاسپورټونه غواړي او يو ډرايور سره هم نه پاسپورټ کې وخت شته او نه ويزه شته

هغه وايي په پاسپورټ نوي کولو د ډرایورانو وخت لګي



د جنورۍ په ۱۲مه شپې لس بجې پاکستاني چارواکو ډرايورانو سره د پاسپورټ او ويزې د نشتوالي له کبله د تورخم لار د مال وړونکو ګاډو تګ او راتګ د پاره وتړله

په تورخم کې موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي د تورخم پولې د تړل کېدو نه پس د خالي شنبې او ګل په ورځ هم په تورخم کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ناسته شوې خو د لارې خلاصېدو په اړه نه دي صلاح شوي

ډرايوران وايي په ګاډو کې يې د ۵۰ او ۶۰ ټنه مالونه بار دي او ده ګاډي ودرېدو له قبله يې په ټايرونو زور زيات شوی دی
یو بل ټرک ډرایوار الله داد وايي په پوله سفر اسان نه و.
مشکل سره مخ يو او نن مو نهمه ورځ ده چې دلته ودرېدلي يو او کله سکينر خراب وي، کله په کې هغې غاړې ته کانټا خرابه وي او اوس يې په کې بل مشکل د ويزې رايستلی دی


تورخم پوله د تجارت د پاره په داسې حال کې تړل شوې چې د پاکستان برامدات يا اېکسپورټ افغانستان ته کم شوي او د دواړو ملکونو د تجارت کچه د يو ارب ډالر نه هم ښکته شوې ده
اقتصاد پوهانو په روستيو کې ويلي ؤ د تورخم لارې د تړل کېدو له قبله د افغانستان ترڅنګ مرکزي ايشيايي هېوادونو سره هم تجارت اغېزمن کېږي او سوداګرو ته زيان رسيږي

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG