لاس رسیدونکی لینک

 
د چېمپینز ټرافۍ په مهمه سیالۍ کې نن پاکستان او هند یو بل ته مخامخ کیږي
تازه خبر

د چېمپینز ټرافۍ په مهمه سیالۍ کې نن پاکستان او هند یو بل ته مخامخ کیږي


د آي سي سي چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې نن دوه تر ټولو ستر ګاونډي روایتي حریفان پاکستان اؤ هند یو بل ته مخ کیږي، چې ټاکل شوې ده دا مهمه سیالي د اتوار په ماسپېښین د پاکستان په وخت دوه بجې د دوبۍ په سټېډیم کې پېل شي.

تر سیالۍ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشري هم پغاړه لري، هیله ښکاره کړې ده چې د هیواد لوبډله به یې په دې مهمه سیالۍ کې هند ته ماتې ورکړي.

د چیمپنیز ټرافۍ په سیالیو کې د ګروپ اې د لوبډلو تر منځ دا دریمه مقابله ده ، تر دې وړاندې پاکستان له نیوزي لینډ څخه ماتې خوړلې ده اؤ هند د بنګله دېش لوبډلې ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ورځ دوبۍ کې خبریالانو ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر اؤ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د پاکستان لوبډله دې سیالۍ ته بشپړه تیاري لري اؤ هغه هیله لري چې بریا به د پاکستان په برخه شي.

چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان او هند ترمنځ تاریخي سیالۍ

د چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې پاکستان او هند تر اوسه 5 ځله مخامخ شوي، چې پکې 3 ځل پاکستان بریالی شوی او 2 ځل هند لوبې ګټلې دي.

پاکستان او هند د لومړي ځل لپاره د 2004 چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې یو بل ته مخامخ شوي وؤ. دا لوبه د انګلستان په برمنګهم کې شوې وه، چې پکې د انضمام الحق په مشرۍ پاکستاني لوبډلې هند ته په 3 ویکټو ماتې ورکړې وه.

په دغه سیالۍ کې هند لومړی بیټینګ کړی ؤ او په 50 اورونو کې یې 200 منډې جوړې کړې وې خو پاکستان دا هدف د 7 ویکټو په زیان 4 باله مخکې پوره کړی ؤ.

په دویم ځل پاکستان او هند د 2009 چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې یو بل ته د سویلي افریقا په سنچورین ښار کې مخامخ شوي وؤ.

په دغه موقعه د یونس خان په کپتانۍ کې د پاکستان لوبډلې لومړی بیټینګ کړی ؤ او 302 منډې یې جوړې کړې وې، هند د 45 اورونو په لوبولو سره 248 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې سوځېدلې وه.

په دریم ځل د 2013م چیمپینز ټرافۍ سیالیو کې، چې د انګلستان په برمنګهم کې ترسره شوې وې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د مصباح الحق په کپتانۍ کې د پاکستان لوبډلې165 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې په 40 اورونو کې سوځېدلې وه. هند د 19.1 اورونو تر لوبولو وروسته 102 منډې کړې وې، چې باران راغی او د DLS میتود له مخې هند ته بریا ورکړل شوه.

د چیمپینز ټرافۍ 2017 سیالیو کې چې بیا هم برمنګهم کې ترسره شوې وې، هند یو ځل بیا پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په دغه سیالۍ کې هند لومړی بیټینګ کړی ؤ او د 48 اورونو په لوبولو سره یې 319 منډې جوړې کړې وې. پاکستان یوازې 164 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې په 34 اورونو کې سوځېدلې وه.

په پینځم ځل ترسره شوې چیمپینز ټرافۍ کې پاکستان د سرفراز احمد په مشرۍ کې هند ته ماتې ورکړې وه.

په دغه سیالۍ پاکستان لومړی بیټینګ کړی ؤ او د 4 ویکټو په زیان یې 338 منډې جوړې کړې وې. د هند ټوله لوبډله په 31 اورونو کې یواځې په 158 منډو سوځېدلې وه.

نن چې یو وارې بیا دواړه روایتي حریفې لوبډلې یو بل ته مخ کیږي نو د کرکټ تجزیه نګاران وایي چې د هند لوبډله په نفسیاتي توګه په پاکستان زیات فشار لري خو دا به په ګراونډ کې ثابته شي چې بریا د چا په برخه کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG