لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ اؤ ټي ټي پي‌ د می میاشت کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي


د پاکستان پوځ وایي د می په مياشت کې یې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په عملياتو کې ګڼ شمېر ترهګر وژلي او عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده۔

تحریک طالبان پاکستان هم دعوه کړې ده چې د مئ میاشت کې یې په پاکستاني عسکرو 98 بریدونه کړي چې دې کې یې تر ټولو زیات 36 بریدونه د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې کړي دي.

څيړونکي وايي دلته وسله وال بيا رايوځای شوي او په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا کې يې عمليات زيات کړي دي۔

پوځ ويلي په دويمه مئ يې په ټانک ضلع کې په عملياتو کې 3 ترهګر وژلي، په 4مه می يې يې په شمالي وزيرستان کې 6 ،په8 مئ یې په ډيره اسماعیل خان او شمالي وزيرستان کې په عملياتو کې 7 ترهګر وژلي دي.

دغسې په بلوچستان کې په 14 می باندې يو د پوځ مېجر وژل شوی و، پوځ په 22 می ويلي وو د بلوچستان ژوب سيمه کې د مئ په مياشت کې په عملياتو کې 29 ترهګر وژل شوي دي.

او دغسې په 26 او 27 مئ پوځ د 30 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه، په دغه عملياتو کې يې د 5 پوځي عسکرو وژل هم تايد کړي وو۔

دا هغه شمېرې دي چې د پوځ د عامه اړیکو څانګې آي ايس ي ار په خپله وېب پاڼه خپرې کړي دي۔

څيړونکي وايي وسله وال په دې روستيو کې زیات منظم شوي او امنيتي ادارې په نخښه کوي۔

خبریال اؤ‌څېړونکی ناصر داوړ ډيوه سره خبرو کې ویلي"په امنيتي ځواکونو بريدونه ځکه سېوا شوي چې ددې خلکو (ټې ټي پي) د اپريشن ضرب عضب له وجې نېټ ورک مات شوی وو، يو خوا بلخوا يا افغانستان ته تللي وو خو اوس بيا رابهر شول"

‏‎‎‏ په اوومه می د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13 زره 135 عمليات ترسره کړي دي اؤ په دې عملياتو کې يې 239 وسله وال وژلي او 396 يې نيولي دي۔

د پوځي ویاند په وینا په دغه عملياتو کې 39 وسله نيول شوي هم دي۔ روان کال په دغو عملياتو کې دوه پوځي افسران او 60 پوځي افسران وژل شوي دي۔

څيړونکي وايي کله چې وسله والو ته د مذاکراتو په شکل کې وخت او د کوم بل هېواد نه ملاتړ ترلاسه شي نو د بريدونو توان يې پياوړی کيږي۔

د خېبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی افسر اؤ د امنیتي چارو کار پوهه سید اختر علي شاه ډیوه ته وایي" کله چې (د ټي ټي پي سره د سولې) معاهده وشوه، نو دلته يوه خوشبيني وه چې افغانستان کې طالبان راغلل او دلته به حالات ښه شي، نو مونږ په کراره شو، او هغه دوران کې (وسله والو) ته وخت ترلاسه شو، هغوي نوره وده وکړه، او هلته هغوي (ټي ټي پي) وزګار هم شو چې نېټو لاړله، ځکه چې هغوي د افغان طالبانو سره يو ځای جنګېدل او بيا زياتې حملې دلته شرع شوې"

په عین حال کې تحریک طالبان پاکستان هم د مئ په میاشت کې په امنیتي ځواکونو د شوؤ بریدونو تفصیلات رسنیو سره شریک کړي اؤ وایي په دغه میاشت کې یې ټول 98 بریدونه کړي چې دې کې یې تر ټولو زیات 36 بریدونه د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې کړي دي.

ټي ټي پي دعوه کړې ده چې دې بریدونو کې ټول 90 عسکر وژل شوي اؤ 124 نور ژوبل شوي چې هغې کې 103 پوځيان،65 پولیس ،38 د ایف سي عسکر اؤ 8 تنه د امن کمیټیو غړي وؤ.

د اسلام اباد سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز نومې ادارې ترمخه د کال 2023م د لومړيو دريوؤ مياشو په مقابله کې د کال 2024م هم دومره موده کې د ترهګرۍ پېښې17 فيصدي سېوا شوي دي۔

رپورټ کې ويلي شوي په 245 بريدونو او پوځي عملياتو کې 432 څلور سوه او32 کسان وژل شوي او 370 ژوبل شوي دي۔

د رپورټ ترمخه په دغه پېښو کې دوه نوي فيصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔ په رپورټ کې د نورو صوبو په اړه څه نه دي ويل شوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG