لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په ډېره اسماعيل خان کې د ترهګر د وژلو دعوه کړې


پوځ د مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي، دغه عملیات د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ د اطلاع ترلاسه کېدو وروسته شوي دي
پوځ د مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي، دغه عملیات د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ د اطلاع ترلاسه کېدو وروسته شوي دي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ډيره اسماعیل خان کې یې د وسله والو پرضد د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کړي او امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

پوځ د مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي، دغه عملیات د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ د اطلاع ترلاسه کېدو وروسته شوي دي.

د پوځ په بیان کې دوژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده څرګنده کړی شوې خو وېل شوي، دوی په وروستیو ورځو کې په امنیتي ځواکونو حملو، په هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوي دي.

په سمدستي توګه نه ده معلومه چې ایا په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هم څه زیان رسیدلی دی او که نا؟ پوځ هم په دغه حواله څه نه دي ويلي.

پوځ دا هم وویل په عملیاتو کې يې وسله ترلاسه کړې او په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او وسله والو وخت په وخت یو بل ته د نقصان رسوولو خبرونه مطبوعاتو ته ورکوي خو په ازاده توګه يې تصدیق ممکن نه وي.

ډیره اسماعیل خان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې د وسله وال د وژنې دا دعوه په داسې حال شوې چې تیره ورځ هم د په کلاچي سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې یو پخوانی پولیس عسکر وژل شوی وو. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

په دې وروستیو کې د پاکستان بیلا بیلو سیمو او په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې او وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

دڅېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي او ورپسې په دوهم نمبر بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر حکومتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ وايي د ترهګرو تنظیمونو پرضد يې ګڼ شمېر عملیات کړي دي او څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده.

په هېواد کې د ترهګرۍ د وروستۍ لړۍ وروسته، پاکستاني چارواکو ویلي د دې ترهګرۍ په شا په افغانستان کې موجود وسله وال دي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي دا خبره ردوي او وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG