لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وايي ډېجېټل ترهګر پوځ په هدف کوي، څېړونکي په یوه اداره تنقید ترهګري نه بلي


د پاکستان د پوخ مشر جنرل عاضم منیر د پوځي افسرانو د یوې غونډې مشري کوي
د پاکستان د پوخ مشر جنرل عاضم منیر د پوځي افسرانو د یوې غونډې مشري کوي

د پاکستان پوځ ویلي د غلطو او جعلي خبرونو دلارې ځينې خلک ډیجیټل ترهګري کوي او د ډیجیټل ترهګرو هدف پوځ په نخښه کول دي.

څیړونکي وایې په يوې ادارې تنقید ترهګري نه ده خو د پوځ دا بیان اشاره کوي چې په راتلونکې کې پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګېدی شي.

د پاکستان د پوځ وياند لېفټيننټ جنرل احمد شريف چودري تيره ورځ مطبوعاتي غونډې ته ویلي چې ډیجيټل ترهګر د پاکستان په پوځ د جعلي خبرونو له لارې بریدونه کوي او مقصد یې د پوځ او د ولس اړيکې خرابول دي.

نوموړي ويلي، څنګه چې ترهګر د ټوپک په زور خپله خبره کوي دغه شان ډیجيټل ترهګر د موبایل، کمپیوټر او غلطو خبرونو له لارې انتشار يا اړی ګړی خورول غواړي.

د ډيجيټل حقونو کارپوه هارون بلوڅ وايي، "څوک چې د ادارو په تګلارو تنقید کوي نو هغوي ته دا حق د پاکستان دستور ورکړی دی او يو جايز تنقید کله هم ډیجيټل ترهګري نه شي کیدې، له بدمرغه پاکستان يو خوا نړۍ ته ښايي چې دلته جمهوریت دی خو بیا په حقیقت کې دلته خلکو ته جمهوري حقونه نه دي ترلاسه او هر حکومت د اسټبلشمنټ په ژبه خبرې کوي او دغه شان اوس په ټولنیزو رسنیو د بندیز مقصد د خلکو آزاد اوازونه غلي کول دي".

د پوځ بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د جولايۍ په 22مه د اسلام آباد پولیسو د پاکستان تحریک انصاف په مرکزي دفتر چهاپه وهلې او د ګوند ترجمان او ځینې نور غړي یې نیولي او د دفتر کمپيوټرونه يې هم په قبضه کې اخیستې دي.

د دې وروسته د کورنيو چارو وزارت ويلي، تحریک انصاف ګوند د رياست پرضد پروپېګنډا کوي.

د پوځ وياند ادارې د مشر لخوا د ډیجيټل ترهګرۍ په اصطلاح کارولو پاکستان تحریک انصاف په خپل غبرګون کې ویلي چې کله دوی دا تپوس کوي چې خلاف یې د قانون غلط استمال ولې کیږي نو دوي ته ډیجيټل ترهګري وايي ايا دلته چا سره دا حق هم نشته چې تپوس يا سوال وکړي؟

د ډيجيټل حقونو کارپوه انيس قرېشي وايي، "په يو تن يا ادارې تنقید کیدې شي خو بیا د بدمرغه پاکستان کې اکثر له تنقید بې ځایه شورو شي لکه يو مثال یې دا دې چې موجوده وخت د پاکستان پوځ سرلښکر عکس په ټولنیز رسنیو خپريږي او ورسره د ډېرو غلطو ټکو استمال کیږي نو بیا داسې کارونه حکومت ته هم جواز ورکوي چې داسې قوانین جوړ کړي چې د ټولنیزو رسنیو استمال کم شي."

پاکستان کې د وړاندې نه د ټولنیزو رسنیو په ځینو پاڼو لکه په اېکس (پخواني ټویټر) بندیز دی. خو د پاکستان هر يو حکومت بيا دعوه کوي،چې په هيواد کې مطبوعاتو ته مکمله ازادي ترلاسه ده.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG