لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان څلور کاله مخکې د بې درکه شوي تن مړی وموندل شو


د ورکو بلوڅانو سا زمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز نصرالله بلوڅ په کوټه کي وو يل چې د هغه د کورنۍ غړو ډیر ځله د بلوڅو ورک شوي کسانو په کيمپ کې د حسني په اړه غږ پورته کړي او د دوی خوندي روغتیا غوښتنه کړي و
د ورکو بلوڅانو سا زمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز نصرالله بلوڅ په کوټه کي وو يل چې د هغه د کورنۍ غړو ډیر ځله د بلوڅو ورک شوي کسانو په کيمپ کې د حسني په اړه غږ پورته کړي او د دوی خوندي روغتیا غوښتنه کړي و

څلور کاله وړاندې په بلوچستان کې د بې درکه شوي یو تن مړی د افغانستان او ایران پولې ته نږدې د چاغي د پل چوټو سیمه کې وموندل شو.

وژل شوی حفیظ الله محمد حسني شاوخوا څلور کاله دمخه په دالبندین کې بې درکه شوی.

د دالبندين تحصیلدار سعید زہری وو يل د حسني مړی خاورو ته سپارل شوی و. د نږدې کلي اوسيدونکو په سيمه کې د يوه ناپيژندل شوي تن د مړي په اړه لیویز ته خبر ورکړ چې په باران کې دهغه هډوکي څرګند شوي وو. په هغه ځای کې د مور دوه د کیمیکل جوړ غاښونو نه مړی و پیژندلو چې وروسته ددالبندين شهزاده فهد روغتون ته ولېږدول شو.

د شهزاده فهد روغتون ډاکټر اقبال بلوچ وویل چې دغه تن شاوخوا درې کاله وړاندې وژل شوی دی. هغه وویل د حسني کورنۍ غړو هغه په جامو باندې د هغه دوه مصنوعي غاښونه او بوټان هم دکورنۍ سره د هغه په پیژندلو کې مرسته وکړه.

د ډاکټر بلوڅ په وینا ، دمړی د طبي معاینې پرمهال د هغه په سینه باندې د درې د ډزو نښې او یوه یې په پښه وموندل شوه.

د ورکو بلوڅانو سا زمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز نصرالله بلوڅ په کوټه کي وو يل چې د هغه د کورنۍ غړو ډیر ځله د بلوڅو ورک شوي کسانو په کيمپ کې د حسني په اړه غږ پورته کړي او د دوی خوندي روغتیا غوښتنه کړي و .

نصرالله بلوڅ د هغه مور او لور د معصوم مقدس انځور موږ ته وشوي د حفیظ الله یوه وړه لورد خپل پلار عکس نیولۍ و .

د حفیظ الله کشر ورور نعمت الله د هغه له ورکیدو څلور کاله وروسته د اګست په شلمه په کویټه کې یوې خبري کانفرنس ته وویل چې د هغه ورور د اګست په 30 په 2016 کې د امنیتي ځواکونو د یوه جګپوړي لخوا ، هغه په کلې قاسم کې له خپل کور یوړل شوی و.

د کورنۍ غړو فکر کاوه چې ممکن د هغه ورور د پوښتنو لپاره وړل شوی وي او د تحقیقاتو د بشپړیدو وروسته به خوشې شي کله چې د هغه ورور د ډیر وخت وروسته کور ته نه و راغلی د کورنۍ اندیښنه زیاته شوې.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG