لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مدیرانو مطبوعاتو دپاره د خاص عدالتونو حکومتي تجویز رد کړو


حکومت د ميډيا عدالتونو د جوړولو دا وړانديز پداسې حال کې کړی چې وزير اعظم عمران خان د امریکې د دورې په مهال په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو تاېر رد کړی. هغه وویل په پاکستان کې ميډيا د ضرورت نه زياته ازادي لري اوپکار ده چې د څارنې د لارې پرې قابو وموندل شي
حکومت د ميډيا عدالتونو د جوړولو دا وړانديز پداسې حال کې کړی چې وزير اعظم عمران خان د امریکې د دورې په مهال په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو تاېر رد کړی. هغه وویل په پاکستان کې ميډيا د ضرورت نه زياته ازادي لري اوپکار ده چې د څارنې د لارې پرې قابو وموندل شي

په پاکستان کې د ورځپاڼو د مديرانو تنظيم کونسل اف پاکستان نيوز پيپرز ايډيټرز د حکومت دا اعلان رد کړی چې د ميډيا د صنعت مسلې هوارولو دپاره دې خصوصي عدالتونو جوړ کړی شي. تنظیم انديښنه څرگنده کړې چې حکومت د نويو ضابطو او قوانینو د لارې مطبوعات په خپل قابو کې راوستل غواړي.

د مطبوعاتو دپاره د مجوزه عدالتونو اعلان د وزیراعظم د اطلاعاتو مشېرې فردوس عاشق اعوان کړی دی او په کراچۍ کې د مديرانو سره په ليدنه کې یې ویلي د دغو عدالتونو مقصد مطبوعاتي ادارو ته په سمدستي ډول د انصاف رسد یقیني کول دي.

پاکستان نيوز پيپرز ايډيټرز په خپل بیان کې د حکومت دغه وړانديز رد کړی او تشویش یې څرگندې کړی دی.

د کونسل اف پاکستان نيوز پيپرز ايډيټرز جنل سکرټري ډاکټر جبار خټک د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل تحريک انصاف گوند په حکومت کې د راتگ راهسې هڅه کوي چې د نویو ضابطو او قانونو د لارې ميډيا قابو کړي.

هغه وویل بېلا بېل عناصر په اخباري او نشرياتي ادارو فشار اچوي او مطبوعات د يو داسې ناوړه سسنرشپ سره مخامخ دي چې د تير وختونو په پوځي امريتونو کې یې هم مثال نه موندل کيږي.

حکومت د ميډيا عدالتونو د جوړولو دا وړانديز پداسې حال کې کړی چې وزير اعظم عمران خان د امریکې د دورې په مهال په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو تاېر رد کړی. هغه وویل په پاکستان کې ميډيا د ضرورت نه زياته ازادي لري اوپکار ده چې د څارنې د لارې پرې قابو وموندل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG