لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان فرینکفرټ کې پخپله کونسلګرۍ شوی برید غندلی، جرمني نه یې د پلټنو اؤ د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې


پاکستان د جرمني فرینکفرټ ښار کې پخپله کونسلګرۍ شوی برید په سختو ټکو غندلی اؤ د جرمني حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې باید د ویانا کنونشنونو په اساس خپلې ذمه وارۍ سرته ورسوي.

د اتوار په ورځ په سوشل میډیا داسې ویډیوګانې وایرل شوي چې پکې لیدل کیږي ګڼ شمیر کسان چې د افغانستان بېرغونه یې په لاسونو کې نیولي په فرنکفرټ کې د پاکستان د کونسلګرۍ ودانۍ ته ورننوځي اؤ ددغه هیواد ملي بیرغ د کونسلګرۍ څخه راکوزوي اؤ د پښو لاندې یې راکاږي.

پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې د پاکستان په کونسلګرۍ دا برید جرمني کې میشت افغانانو کړی دی خو د جرمني چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ډان نیوز له مخې د جرمني چارواکو ددې ویډیوګانو له وایرل کیدو سمدستي وروسته کارروایي کړې اؤ ګڼ کسان یې نیولي چې پلټنې ترې روانې دي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ پخپل یو بیان کې ددې پېښې په سختو ټکو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې فرینکفرټ کې د پاکستان د کونسلکرۍ امنیت په خطره کې اچول شوی د قونسلګرۍ د مامورینو ژوند ته ګواښونه راولاړ شوي دي.

ویاندې ویلي چې د ډپلوماټانو امنیت باوري جوړول د کوربه هیواد ذمه واري ده اؤ باید د جرمني حکومت د ویانان کنونشنونو په اساس خپلې ذمه وارۍ پوره کړي اؤ په پېښه کې ککړ کسان دې په سمدستي توګه ونیسي.

د پاکستان سفارتي چارواکو په دې پېښه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته احتجاج کړی اؤ د پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې د جرمني چارواکو د پاکستان سفارتي چارواکو ته باور ورکړی چې د پېښې بشپړه پلټنې به کوي.

په جرمني کې د پاکستان د سفارتخانې له لوري خپور شوي یو بیان کې هم دغه پېښه په سختو ټکو کې غندل شوې اؤ ویل شوي چې د پاکستان سفارتخانه د پېښې په اړوند د جرمني چارواکو سره په تماس کې ده.

د سفارت خانې بیان کې ویل شوي دا خبره به باوري کولی شي چې داسې وضعیت باید بیا رامخې ته نه شي.

بیان کې ویل شوي چې شرخوښي به د قانوني نتیجو سره مخ کیږي اؤ جرمني کې په میشت پاکستانیانو غږ شوی چې د صبر اؤ زغم نه کار واخلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG