لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دسېلابونو له امله به یې د اقتصادي پرمختیا کچه دوه فیصدي ته راکوزه شي


ایشیایې ترقیاتي بینک ویلي چې روان مالي کال کې به د پرمختیا کچه 3.5 فیصدي وي خو اقتصادي پوهان وایي د سیلابونو له امله په غټه کچه زراعتو ته نقصان رسیدلی او دې سره به نه یوازې زرعي پیداوار متاثره شي بلکې په صنعتي پرمختیا به هم اثرات پریوځي
ایشیایې ترقیاتي بینک ویلي چې روان مالي کال کې به د پرمختیا کچه 3.5 فیصدي وي خو اقتصادي پوهان وایي د سیلابونو له امله په غټه کچه زراعتو ته نقصان رسیدلی او دې سره به نه یوازې زرعي پیداوار متاثره شي بلکې په صنعتي پرمختیا به هم اثرات پریوځي

د پاکستان دپلان جوړونې وزارت ویلي روان مالي کال کې امکان لري چې هیواد کې د راغلو سیلابونو له امله داقتصادي پرمختیا کچه 2 فیصدي ته راکوزه شي،

تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي بینک د پرمختیا د کچې اندازه 2.4 فیصدي لګولی وه .

ایشیایې ترقیاتي بینک ویلي چې روان مالي کال کې به د پرمختیا کچه 3.5 فیصدي وي خو اقتصادي پوهان وایي د سیلابونو له امله په غټه کچه زراعتو ته نقصان رسیدلی او دې سره به نه یوازې زرعي پیداوار متاثره شي بلکې په صنعتي پرمختیا به هم اثرات پریوځي .

پوهان ویرې څرګندوي چې په زرعي څانګه کې به د پرمختیا کچه صفر ته راشي.

پاکستان دمنصوبه بندۍ مرکزي سکتر سید ظفر علی شاه په پاکستان کې د سیلاب نه د بیا بحالۍ او ودانۍ په حواله ویلي چې روان مالي کال به د حکومت له خوا د پرمختیا تړلی شوی هدف پوره نه شي او امکان لري د پرمختیا شرحه د 2.2 فیصدي نه تر 2.3 فیصدي پورې پاتې شي.

روان مالي کال مرکزي حکومت په قامي بجټ کې د اقتصادي پرمختیا کچه 5 فیصدي ټاکلې ده او تیر کال مرکزي حکومت مجموعي د پرمختیا شرحه 5.9 فیصدي ښودلې وه .

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر معراج الحق وي او ای ډیوه ته وایي تر دې وړاندې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د شوي تړون نه هم دا امکان څرګند و چې په بجټ کې تړلی شوی د پرمختیا هدف به پوره نه شي او مالیاتي ادارې هم دا غوښتل چې پاکستان داقتصادي پرمختیا هدف راکم کړي او کرنټ او تجارتي خساره کمه کړي .

خو دوي بیا وایي د وروستیو سیلابونو له وجې په غټه کچه زراعتو، څاروؤ,بنیادې اډانې او مواصلاتو ته نقصان رسیدلی او امکان لري چې اقتصادی پرمختیا 2 فیصدي ته راکمه شي.

"په سیند صوبه کې اوس هم زمکه د اوبو لاندې ده او هلته په زراعتو باندې بد اثر پریوتی دی، ولاړ فصلونه او څاروي اوبو وړي دي بنیادي اډانه او سپلایي لاین ته نقصان رسیدلی، دې سره به د پاکستان صنعت هم متاثره شي او اقتصادي پرمختیا به 2 فیصدي پورې وي"

تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي بینک د اقتصادي پرمختیا دکچې اندازه 2.4 فیصدي لګولې وه او ایشیایي ترقیاتي بینک هم ویلی وؤ روان مالی کال کې به د پاکستان اقتصادي پرمختيا 3.5 فیصدي پورې وي خو اقتصادي پوهان وایي دا اندازه د سیلاب نه په وړاندی صورت حال کې لګول شوې وه.

د منصوبه بندۍ وزارت وایي په پاکستان کې د سیلاب نه وروسته د بیا ودانۍ دپاره ترقیاتیاتي شراکت دارۍ، قرضو او نورو مالي مرستو ته اړتیا لري .

د وزارت وینا ده د سیلابونو له وجې 30اربه ډالره تاوان شوی او د ملګرو ملتونو له خوا شوي د امداد اپیل 16 کروړو ډالرو نه زیات ضروری دی.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د منصوبه بندۍ وزارت له خوا 2 فیصده دپرمختیا هدف به هم پوره نه شي ځکه چې دا وخت په سیند صوبه کې د غنمو کرونده شروع کیږي او هلته زمکې د اوبو لاندې دي.

"د زراعتو څانګې ته په غټه کچه تاوان رسیدلی، مالوچ تباه شوي او اوس د غنمو کرونده شروع کیږي او د غنمو کر وځنډیږي ځکه چې پټي د اوبو لاندې دي اؤ ددې اوبو په کښېناستو به وخت لګي، په لکونو څاروي مړه شوې او زما دا خیال دی چی د منصوبه بندۍ د وزارت له خوا 2 فیصدي د پرمختیا اندازه به هم پوره نه شي او د زراعتو په څانګه کې دا به صفر ته راکوزه شي "

د پاکستان د افتونو په وخت د انتظام مرکزي اداره این ډي ایم ای وایي په ټول هېواد کې د سیلابونو له وجې 33 ملينه خلک متاثره شوي او په سیند او بلوچستان صوبو کې 73 فیصدي ابادۍ ته اوبه ختلې دي.

دخوراک نړیواله اداره وایي یوازې په سیند صوبه کی 12 لکه هیکټره زمکه د سیلابونو نه اغیزمنه ده او په بلوچستان صوبه کې د حکومت په وینا 61 فیصدي څاروي په اوبو کې مړه شوي .

د پاکستان حکومت وایي د ملګرو ملتونو سره په ګډه هڅې کوي چې راتلونکو 6 میاشتو کې 173 میلينه ډالره 15لکو کورنیو ته دمرستې په توګه ورکړي .

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG