د پاکستان د وزير اعظم سلا کار ويلي چې عمران خان به د افغان کشالې د هواري په لړ کې ډير زر د افغان طالبانو د مشر تابه سره وويني.
د پاکستان حکومتی ريډيو د عمران خان د سلاکار نعيم الحق له قوله ویلي افغان دولت هم په دې اړوند خپله رضا مندي ښودلې ده خو ځینې حکومتي ما مورينو د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډيوه ته وویل چې د وزير اعظم عمران خان د افغان طالبانو د مشر تابه سره د ملاقات خبره حتمي نه ده.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل هم په دې اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه خو د زيارت پنجشنبې، په ورځ یې یو اوونيز خبري کانفرنس کې وویل پاکستان تل د افغانستان د امن په بهیر کې مهم کردار ادای کړی دی خو د افغانستان د سولې حتمي فیصله د افغانانو په لاسونو کې ده.
هغه وویل پاکستان په تسلسل د افغانانو په مشرۍ او د هغوی د څار د لاندې د خبرو په اړتيا ټينګار کړی او هيله لري چې دا خبرې به بين الافغاني خبرو ته لاري هواره کړي.
څيړونکي واي که د وزير اعظم عمران خان د افغان طالبانو د مشر تابه سره د کيدونکې ملاقات خبرونه ريښتني وي نو دا به يو مهم پرمختګ وي.
پاکستان کې د امریکې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان وايي پاکستان که څه هم په افغان طالبانو د نيغ په نيغه اغيز نه انکار کوي خو په پاکستان کې د هغوي جالې اوس هم شتته او که پاکستان د افغان کشالې په امن ناکه هواري کې مخلصانه رول ولوبوي نو د سولې ګټې به پاکستان ته هم ور ورسي.
افغان او امریکايي چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې افغان طالبانو مشران په پاکستان کې میشته دي خو پاکستان دا خبره ردوي.
د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اخترمنصور په پاکستان کې د ډرون په حمله کې وژل شوی دی.
د خارجه دفتر وياند د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه د وزير اعظم عمران خان امريکا ته د سفر پخلې وکړو او واي چې هغه به د دې میاشت په ٢٢ نيټه امريکا ته ځي.
تيرکال جولايې کې د پاکستان تحريک انصاف په انتخاباتو کې د برياليتوب وروسته به دا د وزير اعظم عمران خان امريکې ته لمړې سفر وي.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان په داسې حال کې د امريکې سفر کوي چې هم پرون د امريکې حکومت د پاکستان د رياست پرضد وسله واله مبارزه کې بوخت بلوڅ ډله بلوچستان لبريشن ارمي د نړيوال ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده او د خارجه دفتر وياند واي دا ګام به د بي ايل اے د فعالييتونو دپاره ساهه تنگه کړي.