لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وايي، د پاکستاني ترهګرو په وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي


د هند د پوځ مشر جنرال بېپېن روات د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، هند به د پاکستاني ترهګرو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي ځکه اسلام اباد ښايي د ۲۰۱۸ کال په اوړي کې د جمو او کشمیر د بې ثباتۍ لپاره له ترهګرو کار واخلي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼه د جنرال روات له خولې لیکلي:

" پاکستان به ارام پاتې نشي بلکه هڅه به وکړي دومره ترهګر ولیږي چې شوني وي خو مونږ به د ترهګرو په وړاندې د خپلې روانې جګړې له لیارې پاکستان دغې موخې ته پرې نه ږدو. "

ښاغلي روات زیاته کړه، د هند او چین ترمنځ پوله باندې حالات اوس تقریبا کابو شویدي.

د هند او پاکستان په لانجمنه پوله (لاین اف کنټرول) باندې د تیر کال راهیسې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شویدي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، یواځې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیاتې پېښې په دغې لانجمنې پولې باندې رامنځ ته شوې دي او په تېر ۲۰۱۷ کال کې دغه شمېره ۸۵۰ ته رسېده.

د هند پوځ اوس یواځې په دفاعي دریځ بسنه (کفایت) نه کوي بلکه د پاکستاني پوځیانو په هغو مورچلو باندې هم بریدونه کوي له کومو چې هندي کشمیر ته ترهګر لېږل کیږي.

هندي پوځ دعوا کوي، چې یواځې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په دغه ډول بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ پاکستاني پوځیان وژل شویدي.

هندي پوځ دا هم وايي، چې پاکستان د خپلو پوځیانو مرګ ژوبله له خپلو خلکو پټوي.

پاکستان د هند ددغو ادعاوو په ځواب کې وايي، هند په لاین اف کنټرول باندې ملکیان او پوځیان دواړه په نښه کوي او په وار وار یې په پوله باندې د ډزبندۍ تړونونه مات کړیدي.

پاکستان دا ادعا هم کوي چې په هندي کشمیر کې د خلکو په بشري حقونو باندې تیري هم کیږي خو هند دغه ټولې ادعاوې په کلکه ردوي.

دواړه هېوادونه کشمیر د خپلې خاورې یوه برخه بولي له همدې امله نیم کشمیر د هند او نیم د پاکستان تر ولکې لاندې پروت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ په هند او پاکستان دواړو باندې غږ کړی و چې خپلې شخړې دې د خبرو له لیارې حل کړي.

بل پلو د راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه د وسلو په زغل (سیالۍ) باندې بوخت دي.

د پاکستان سمندري ځواکونو (نې وي) د نهې یا سې شنبې په ورځ (مارچ شپږمه) یو توغندی ازمویلی.

په ورته وخت کې پاکستان تېره اونۍ د هندوستان لخوا د یو توغندي په ازمویلو باندې اندېښنه څرګنده کړې وه او دا یې په سیمه کې د وسلو د زغل او سیالۍ سبب ګڼلی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG