لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان د آی اېم اېف نه د شپږ اربه ډالرو نور قرض اخیستل غواړي



د آی اېم اېف څخه د پور ترلاسه کولو وړاندې پاکستان د نړیوالې ادارې د يو شمېر غوښتنو دپاره ګامونه پورته کړي چې پکې بجټ يا بوديجې ته بيا کتنه، د شرحه سود سېوا کول او بجلۍ او ګېس په قيمتونو کې زياتوالی شامل وو.
د آی اېم اېف څخه د پور ترلاسه کولو وړاندې پاکستان د نړیوالې ادارې د يو شمېر غوښتنو دپاره ګامونه پورته کړي چې پکې بجټ يا بوديجې ته بيا کتنه، د شرحه سود سېوا کول او بجلۍ او ګېس په قيمتونو کې زياتوالی شامل وو.

پاکستاني چارواکو ويلي هېواد يې د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف څخه د شپږ اربه ډالرو د پور/قرض ترلاسه کولو اراده لري چې روان کال یې په قرضونو کې ورکړي.

دغه خبر روېټرز خبري ادارې د بلومبرګ نومې خبري ادارې د رپورټ په بنیاد ورکړی دی.

په خبر کې ويل شوي، پاکستان به د آی اېم اېف سره د پور د پروګرام د پراخولو په سر خبرې کوي او تمه څرګنده کړل شوې ده دغه خبرې اترې به د مارچ يا اپرېل په میاشت کې پيل شي.

د خبر ترمخه، پاکستان په تېر اوړي کې د آی اېم اېف نه د لنډې مودي دپاره پور ترلاسه کړی او د ديوالیه کېدو څخه وتلی وو، خو دغه پروګرام چې راتلونکې مياشت پای ته رسي، او نوي حکومت ته به د 350 اربه ډالرو د اقتصاد د ثبات په ځای ساتلو دپاره د اوږدې مودې په انتظام خبرې کول وي.

د آی اېم اېف څخه د پور ترلاسه کولو وړاندې پاکستان د نړیوالې ادارې د يو شمېر غوښتنو دپاره ګامونه پورته کړي چې پکې بجټ يا بوديجې ته بيا کتنه، د شرحه سود سېوا کول او بجلۍ او ګېس په قيمتونو کې زياتوالی شامل وو.

په خبر کې ويل شوي، د آی اېم اېف يو وياند ويلي، د پاکستاني چارواکو سره د اوږدې مودې په اصلاحاتو خبرې کوي او که د پاکستان نوي حکومت ته د ورپېښو چېلنجونو په لړ کې نوې تګلاره وړاندې کوي او آی اېم اېف ته د پور دپاره خواست کوي نو د هغې دپاره فنډ شته دی.

د پاکستان د خزانې وزات د بلومبرګ خبر ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.

د پاکستان د آی اېم اېف څخه د نور پور د ترلاسه کولو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، عمران خان به نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته خط ليکي او به پرې واضحه کوي، پاکستان سره د څه ډول خبرو دپاره دې دا شرط کيږدي چې په انتخاباتو کې کومه درغلي شوې د هغې دې ازادې پلټنې وشي.

مسلم ليګ ن د تحريک انصاف ګوند دغه خط ته د پاکستان په اقتصاد حمله ويلې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر بېرسټر علي ظفر ویلي، "عمران خان ورته ويلي چې هغه آي اېم اېف ته خط ليکي، آی اېم اېف، يورپي يونين او نورې ادارې هغوی خپل يو چارټر لري او هغه چارټر وايي چې په ملک کې به هغه وخت کار کوي او قرض به ورکوي، شرط یې دی چې په ملک کې ښه حکومتداري وي او ښه حکومتداري هغه وي چې په کوم ملک کې جمهوریت وي".

د رپورټونو ترمخه، د آی اېم اېف د رابطو د څانګې مشرې جولي کوزيک په يوه خبري غونډه کې د عمران خان د ممکنه خط د پوښتنې په ځواب کې ويلي، هغه د پاکستان په سياسي پرمختګ تبصره نه کول غواړي او نه ورسره په دغه حواله د ويلو څه شته.

خو ويلي، د پاکستان سره د دغه هيواد د ټولو وګړو د خوشالۍ يقيني کولو او ملکی اقتصاد باثباته ساتلو دپاره د نوي حکومت سره کار کولو ته په تمه دي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ ترسره شوو انتخاباتو باندې په ملک کې دنننه سیاسي ګوندونه د درغليو تورونه لګوي او په نړیواله کچه پرې امريکې، برتانيې او يورپي يونين پرې اندېښنې هم څرګندې کړي خو د پاکستان حکومت او الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG