لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا د نویو ضلعو په انتخاباتو کې دې د مېرمنو شرکت یقیني کړی شی، یو چارواکی وايي


په پخوانۍ فاټا کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د تاریخ دا لومړۍ ټاکنې په داسې حال کې کېدونکي دي چې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نمایندگان، محسن داوړ او علي وزیر، چې د پښتونو ژغورني غورځنگ مشران هم دي، دا وخت په زندان کې دي
په پخوانۍ فاټا کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د تاریخ دا لومړۍ ټاکنې په داسې حال کې کېدونکي دي چې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نمایندگان، محسن داوړ او علي وزیر، چې د پښتونو ژغورني غورځنگ مشران هم دي، دا وخت په زندان کې دي

د خېبر پښتونخوا په نویو ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره کېدونکو انتخاباتو نه وړاندې د پاکستان د الېکشن کمېشن یو چارواکي ویلی په ووټونو کې د مېرمنو د برخه اخیستلو حوصله افزايي دې وکړی شي او که چېرې په یوه حلقه کې د ښځو د ووټونه شرح د ١٠ فیصد نه کمه وه نو په دغه حلقه به بیا ټاکنې کولی شي.

د جنوبي وزیرستان ضلعې دپاره د پاکستان الېکشن کمېشن رابطه کار اصف خټک د وي او ای ډیوه سره په یوه مرکه کې وویل په انتخاباتو کې ولاړ امیدواران دې په ووټونو کې د مېرمنو د شرکت حوصله افزايي وکړي.

ښاغلي خټک وویل "او نه به مونږ دا اجازت ورکوو چې یوه پارټي یا یو سیاسي امیدوار ته چې هغوی دې خپلو کې دا فیصله وکړي چې یره زمونږ زنانه چې دي هغه به ووټ نه اچوي."

هغه وویل په کومه حقله کې چې د مېرمنو ووټونه د شرح د مجموعي ووټونو نه ١٠ فیصد کمه وه په دغه حلقه کې به بیا انتخابات کولی شي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د باجوړ ضلعې د دریو، مومندو ضلعې د دوو، خېبر د دریو، کرم د دوو، اورکزۍ د یوې، د شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو د دوو دوو او د پخواني ایف رېجنز د یوې چوکۍ دپاره انتخابات د جولايي د میاشت په ٢٠ نېټه کېدونکي دي.

په پخوانۍ فاټا کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د تاریخ دا لومړۍ ټاکنې په داسې حال کې کېدونکي دي چې د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نمایندگان، محسن داوړ او علي وزیر، چې د پښتونو ژغورني غورځنگ مشران هم دي، دا وخت په زندان کې دي او د صوبايي انتخاباتو نه وړاندې دوه انتخابي امیدواران هم نیول شوي وو او په دواړو ضلعو کې په ولسي غونډو پابندي لگول شوي وه.

د صوبايي اسمبلۍ امیدواران د پاکستان الیکشن کمېشن په امر ازاد کړی شوي دي او د جنوبي وزیرستان دپاره د کمېشن رابطه کار اصف خټک وویل په ضلع کې د قانون ١۴۴ دفعه لرې کړی شوې دي. د دغه قانون دلاندې په ولسي غونډو پابندي وي.

ښاغلي خټک وویل په جنوبي زیرستان کې د انتخاباتو تیار مکمل شوی دی، انتخابي مواد سیمې ته رسول شوي دي او د انتخابي عملې د تربيي کار روان دی.

د اصف خټک تفصیلي خبرې دلته اورېدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG