لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالی وزیرستان کې وسلوالو دوه عسکر او ځايي تن د جاسوسۍ په تور وژلی


د یوت اف وزیرستان، یا د وزیرستان ځوانان، نومې تحریک په مېرعلي کې د هدفي وژنو خلاف احتجاجونه کړې دي
د یوت اف وزیرستان، یا د وزیرستان ځوانان، نومې تحریک په مېرعلي کې د هدفي وژنو خلاف احتجاجونه کړې دي

په شمالي وزیرستان کې د اتحادالمجادین نومې ډلې په امنیتي ځواکونو حمله کې دوه عسکر وژلي او یو ځايي تن یې د جاسوسۍ په تور په خپل کور کې وژلی دی.

په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ د سېمي مرکزي ښار میران شاه سره نژدې په کم سروبي علاقه کې وشوه.

په سیمه کې د حکومتي چارواکو ترمخه، د امنیتي ځواکونو د یو موټر سره خوا کې په ځمکه کې ښخ بم وچلول شو. د چاودنې په نتیجه کې دوه عسکر ووژل شو.

چارواکو وویل د چاودنې ورسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړل.

د شمالي وزیرستان د تشدد په بله پېښه کې د گل، دوشنبې، په شپه مسلح کسان په میرعلي کې د یو تن په کور ته ورغلل او هغه یې په ډزو ووژلو.

د اتحاد المجاهدین نومې ډلې ترجمان چې د ځان پېژندگلو د خلیل وزیرستاني په نوم کوي، مطبوعاتو ته یې د ټېلې د لارې د تشدد د دواړو پېښو ذمه واري ومنله.

په مير علي کې په کور د وژل شوي تن په اړه وزیرستاني وویل څوک چې د پاکستاني فوج دپاره جاسوسي کوي دغه به یې انجام وي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي د تېرو شا او خوا دریو میاشتو راهسې په سیمه کې په هدفي حملو کې خلک وژل کیږي.

ځايي چارواکي وايي د گل، دوشنبې، د ورځ پېښه ١٧ مه هدفي وژنه وه.

د سېمې دخلکو یو غورځنگ چې ځان د یوت اف وزیرستان یا د وزیرستان د ځوانانو په نوم پېژندگلو کوي، د هدفي وژنو خلاف یې احتجاجونه کړې دي. د غورځنگ د مظاهرو په بدل کې ورته حکومتي انتظاميي د تحفظ یقین ورکړی دی.

فرید اصغر، د یوت اف وزیرستان، یو فعاله غړی دی، وي او ای ډیوه ته یې وویل حکومت ورسره لوظ کړی و چې مکمل امن پرځای کړی شوی دی، د ځايي خلکونه وسله اخیستل شوې ده خو اوس حکومت هم خلکو ته تحفظ کې ناکامه شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG