لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا تاریخي یونېورسټي د مالي مشکلاتو سره مخامخ ده


Peshawar University Journalism Department 2
Peshawar University Journalism Department 2

د خېبرپښتونخوا تر ټولو لوې او تاریخي پېښور پوهنتون، چې د یونېورسټي اف پشاور په نامه هم یادېږي، د مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او د چارواکو په وینا یونیورسټي دومره پېسې نلري چې د خپلو کارکوونکو ته د فرورۍ د میاشت معاشونه ورکړی شي.

ددې ستونزې د هواري لپاره د پوهنتون وایس چانسلر پروفیسر آصف خان د صوبې اعلا وزیر محمود خان ته یو خط لیکلی دی. ددغه لیک په حقله د لوړو زده کړو لپاره د وزیر اعلا صلاح کار خلیق الرحمان وي او ای ډیوه ته وویل د وایس چانسلر خط څو ورځې وړاندې صوبایي حکومت تر لاسه کړی دی او ډیر زر به په دې لړ کې یوه غونډه راوبلل شي.

خط کې لیکل شوي دي د پوهنتون په بېنک اکاونټ کې شپږ کروړه روپۍ پاتې دي او د هایر ایجوکیشن کمیش ( د لوړو زده کړو کمیسون) لخوا د ګرانټ څانګه کې ۱۳ کروړه روپۍ دي، یعني ټولې ۱۹ کروړه روپۍ پوهنتون سره په لاس دي خو پوهنتون له به نورې ۲۰ کروړه روپۍ پکار وي چې خپلو کارکوونکو ته د راروانې میاشتې معاشونه او پېنشنونه ورکړي.

د اعلا وزیر صلاح کار خلیق الرحمان وایي حکومت به په دې غور کوي چې دا ستونزه ولې پیدا شوه؟

زیاتره د زړو پوهنتونونو دا مسله ده ځکه چې هغې کې پېنشنونه راشي او په دوي اضافي مالي فشار راشي، بله دا چې دوي له د هایر ایجوکیشن کمیشن لخوا کومې پیسې راځي نو هغه هاغه حساب سره نه راځي. دې کې به صوبایي حکومت دوي سره کښیني، اول به ورسره حساب کتاب کول وي، د هغې نه پس به یوه طریقه جوړه کړی شي چې بیا بیا دا ستونزه نه پیدا کیږي.

خلیق الرحمان زیاتوي په یو ځل پیسو ورکولو دا مسله نه حل کیږي او د دوی کوشش به دا وي چې داسې یو پایداره حل ولټوي چې بیا پوهنتون کې مالي بحران پیدا نشي.

د پېښور پوهنتون سرچینې وایي د کال ۲۰۰۶م نه تر کال ۲۰۱۹م پورې کلیز ګرانټ کې ۱۱۳ فیصده اضافه شوې ده خو هم دې مودې کې د ملازمینو معاشونو کې ۲۷۰ فیصده او پنشنونو کې ۹۸۰فیصده اضافه شوې ده. یعني په دې حساب پیښور پوهنتون ته کال ۲۰۰۶م کې ۷۲ کروړه روپۍ شوې وې او ۲۰۱۹م دا پیسې ۱ ارب ۵۰ کروړو روپو ته جګې شوې، خو معاشونه ۱ ارب ۷۳ کروړو روپو ته او پنشنونه ۸ کروړو نه ۹۰ کروړو روپو ته ورسیدل.

د پوهنتون سرچینې وایي پیښور پوهنتون کې تر دوو زرو اتو سوو (۲۸۰۰) پورې کاروکونکي دي چې پکې شپږ سوه استاذان، سل د انتظامي چارو ملازمین او باقي مرستیاله عمله ده، خو ددې تر څنګ ۵۵۰ هاغه ملازمین هم دي کوم چې د تیرو لس دولس کالو نه په کنټریکټ کار کوي.

او د لوړو زده کړو صلاح کار خلیق الرحمان وایي پوهنتونونو کې د مالي بحران د نورو وجوهاتو تر څنګ دا هم یوه وجه ده چې بې ځایه برتیانې شوې دي او په دې به هم غور پکار وي.

په خېبر پښتونخوا کې دا مهال ٢٠ حکومتي پوهنتونونه په بیلا بیلو ښارونو کې موجود دي.

د پېښور تاریخي اسلامیه کالج بنسټ کال ۱۹۱۳م کې ایښودل شوی خو او بیا په ۲۰۰۸م کې ورته د پوهنتون درجه ورکړل شوه. خو د دې باجود پیښور پوهنتون د صوبې تر ټولو لوې او زوړ پوهنتون دی چې بنیاد یې په ۱۹۵۰م کې ایښودل شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG