لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندیل بلوچ څوک وه؟ د کوم ځای وه؟ پاکستانۍ خبریالې ددې او نورو پوښتنو جوابونه لټولي


صنم ماهر وايي خلکو اوسه پورې هاغه قندیل بلوچ لېدلي اؤ پېژندلي چی په سوشل ميډیا او په ټي وي ښکارېده او یا چي څنگه د مرگ نه پس وښو
صنم ماهر وايي خلکو اوسه پورې هاغه قندیل بلوچ لېدلي اؤ پېژندلي چی په سوشل ميډیا او په ټي وي ښکارېده او یا چي څنگه د مرگ نه پس وښو

قندیل بلوچ څوک وه؟ د لرې پرتې سیمې دغې مېرمن څه رنگ په شوسل میډیا شهرت ترلاسه کړو؟

خبریالې صنم ماهر د قندیل بلوچ په اړه ددې پوښتنو جوابونه په خپل کتاب کې لټولي دي. د کتاب عنوان دی: The Sensational Life & Death of Qandeel Baloch یعني د قندیل بلوچ مرگ او ژوند.

قندیل بلوچ په کال ٢٠١٦ کې خپل ورور د غیرت په نوم ووژله.

په کراچۍ کې میشته خبریالا صنم ماهر د وي او ای ډیوه خبریالې ثمینه احسن سره مرکه کې وویل چې خپل کتاب کې یې د قندیل بلوچ د ژوند هغو اړخونو ته د کتنې کوښښ کړی چې میډیا نه دي ښکاره شوي.

قندیل بلوچ څوک وه؟

که گېر چاپېره نظر وکړئ نو په لکونو خلک نه ېواځي په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کي په انټرنېټ د خپل سوچ اظهار په جدا جدا طریقو کوي خو بېا په قندیل بلوچ کي داسي کومه خبره وا چي خلک به د هغي د وډیوگانو په طمع وو؟ دهغي خبرو نه به يي خوند اخیستو او په سوشل مېډیا به يي هغه فالو کوله؟

صنم ماهر وايي کله چې قندیل بلوچ د غېرت په نوم د خپل ورور دلاسه ووژل شوه نو هم هغه خلکو چې د هغې وډیوگانې به یې کتلې د هغې پسې یې بد رد ویل پېل کړل.

په یو وډیو کې قندیل بلوچ د یو مذهبي مشر مفتي قوي سره لیدل کیږي.

صنم ماهر وايي د قندیل بلوچ اؤ مفتي قوي ترمېنځ ملاقات اؤ د دغې ملاقات خبر سره د تصویرونو اؤ وډیوگانو په ټوله میډیا خوریدل، داسي گړۍ وه چې د قندیل بلوچ ټول ژوند يي بدل کړو. هغه ډیره زیاته د خلکو اؤ د میډیا د توجه مرکز شوه اؤ بیا خلکو دا هم ولیدل چي څنگه د غیرت په نوم دهغې نه د ژوند اختیار واخیستې شو.

صنم ماهر وايي خلکو اوسه پورې هاغه قندیل بلوچ لېدلي اؤ پېژندلي چی په سوشل ميډیا او په ټي وي ښکارېده او یا چي څنگه د مرگ نه پس وښودلې شوه. خو د مېرمن ماهر ترمخه هغي په خپل کتاب کي د قندیل بلوچ هغه ژوند لټولې چي د خلکو د سترگو نه پناه دی. هغه څوک وه؟ د کوم ځايي نه راغلي وه؟ هغې د ژوند نه څه غوښتل؟ ولي هغه په سوشل میډیا ډېره زیاته اوپېژندل شوه؟ د تماش بین په حېثېت هغه خلکو څنگه ولیدله او ایا دا چې یاه کتونکو هم دهغې په انجام کي څه لاس لرلو؟

صنم ماهر په خپل کتاب کي دا پوښتنه هم لټوي چې فوزیه عظیم په قندیل بلوچ کې څنگه بدله شوه؟ هغې دغه سفر څه رنگ وکړ؟ صنم ماهر وايي ډیر خلک په خپل ژوند کي هغه مقام ته رسیدل غواړي چرته چي قندیل وه، یعنې خپله مخصوصه پېژندگلو جوړول غواړي خو ډیر لږ خلک په دومره کم وخت کې دغه ځای ته ورسیږي. فوزیه عظیم د قندیل بلوچ اصلي نوم و.

په دغه کتاب کي د قندیل د مرگ نه پس په پاکستان اؤ په عالمي کچه د غېرت په نوم دقتل پرضد راپارېدلي غبرگون هم خبره شوې. د پاکستان حکومت هم د قندیل بلوچ د قتل د پیښي او په دې راپارېدلي غبرگون په دې مجبورکړو چي د ناموسي یا د غیرت په نوم د قتلونو مخنیوی قانون نور سخت کړي.

د کتاب لیکواله صنم ماهر وايي، د قندیل بلوچ د ژوند په ډېرو اړخونو لا کار کول پاتي دی خو مېرمن ماهر وايي هر چا چې دا کتاب لوستلې نو يي ورته ويلي "د قندیل بلوچ نو خو وس خبر شوو".

د لیکوالي صنم ماهر سره وي او ای ډیوه خبریالې ثمینه احسن مرکه دلته لیدل کېدی شي:

قنديل بلوچ په سوشل میډیا څنگه مشهوره شوه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:22 0:00

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG