لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویانده:پاکستان کې هر چاته مذهبي ازادي ترلاسه ده،د امریکې رپورټ‌ له حقیقتونو لرې دی


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهره بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهره بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې له لوري پاکستان کې د مذهبي ازادیو په اړه خپور کرل شوی رپورټ له حقیقتونو لرې بللی اؤ ویلي یې دي، پاکستان کې هر تن ته مذهبي ازادي ترلاسه ده.

د زیارت په ورځ رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې رپورټ هم غیر ضروري دی اؤ دا چې په پاکستان کې جمهوریت فعاله دی.

تېره اوونۍ د امریکې خارجه محکمې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلنی رپورټ خپور کړی ؤ چې پکې پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودل شوې وه.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په تېر کال ۲۰۲۳م کې پاکستان کې ۱۶کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي اؤ هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ۳۲۹ کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

دغه رپورټ ته پخپل غبرګون کې ممتاز زهره بلوچ وویل ، د امریکې دغه رپورټ تر نیمایي زیات ناسم اؤ بې تحقیقه دی اؤ پاکستان کې هر تن مذهبي ازادي لري.

د خارجه محکمې ویاندې وویل پاکستان کې د هر تن د مذهبي ازاۍ د لرلو دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټه سوات ته د سېل لپاره ورغلی تن په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی و چې وایي هغه د قران سپکاوی ‏کړی ؤ.‏

پولیسو پخپل ابتدایي رپورټ کې ویلي وؤ وژل شوي تن ورته ویلي، هغه قران نه دی سوځولی اؤ ناحقه تور پرې لګول شوی.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ترسره شوؤ مذاکراتو په اړوند د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې وویل،دغه غونډه کې د پاکستان په استازیتوب افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ پاکستاني پلاوي ګډون کړی ؤ اؤ اصف دراني د افغان طالب چارواکو سره هم لیدنه کړې ده.

هغه وویل طالب چارواکو سره لیدنه کې د پاکستان استازي هغوي د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې په کېدونکې ترهګرۍ اؤ د افغان خاورې نه د استفادې په اړوند له خپلو اندېښنو خبر کړي اؤ ټي ټي پي ته د افغانستان له خاورې څخه په ورکړل کېدونکې سپورټ یا همکارۍ یې خبر کړي دي.

ویاندې وویل پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرو په کېدونکي سپورټ یا همکارۍ اندېښنې لري اؤ دوحه کې هم په دې اندېښنو طالب چارواکو سره خبرې شوې دي.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه د پاکستان خلاف ترهګري کوي.

په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا د پاکستان دا نیوکې ردوي اؤ وایي د‌ پاکستان لخوا د داسې رقم تورونه مقصد د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو اؤ د مشروعیت نه موندلو هڅه ده .

څېړ‎ونکی وایي د افغانستان په اړوند د دوحې د دریمې غونډې په څنډه کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو د پلاوي ترمنځه لیدنه کولی شي په دې ورستیو کې د دواړ‎و ھېوادونو ترمنځه راپورته شوی تاؤ تریخوالی سوړ‎ کړ‎ي خو وایي افغان طالبان به د پاکستان په وینا په ټي ټي پي فشار را نه وړي.

څیړ‎ونکی او خبریال مشتاق یوسفزي وي او ای ډیوه ته ویلي، پاکستان دا ګڼي چې د ترھه ګرۍ مسله په پاکستان کې دہ خو حل یې په افغانستان کې دی۔

مشتاق یوسفزی وایی،افغان طالبان پرون په حکومت کې راغلي دي، پاکستاني طالبان د ھغوي ملګري دي، ھغوی سرہ یې په شریکه جنګونه کړ‎ی دي، که هغوي غواړ‎ی هم خو په دې وخت کې ھغوی د ټي ټي پي خلاف څه نه شي کولی.

د مشتاق یوسفزي په وینا "وجه یې دا دہ چې یو خو هغوی(افغان طالبانو) ته د داعش مسلہ دہ، بل د هغوي اقتصاد دومرہ مضبوط نه دی، بل هغوی سرہ ھغه شان ارمي نشته، نه د ھغوی لا اینډ فورسمنټ ایجنسۍ دومرہ مضبوطې دي بیا د پاکستاني طالبانو طاقت ډیر زیات دی که ھغوی غواړ‎ی هم زما په خیال نو و به نه شي کړ‎ی او غواړي به هم نه ځکه چې دا به دوی دپارہ غټ چیلنج وي."

څېړ‎ونکي وایي پاکستان کې پرله پسې راتلونکي حکومتونه هم د ترھګرۍ د مخنیوي او د وسلوالو خلاف د قوي جګړ‎ی یا د مذاکراتو په اړ‎ہ دوامدارہ تګ لارې نه لري چې له دې امله پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ ستونزې په شدت سره سر راپورته کړی دی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG