لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د قانون وزیر وایي حکومت سره په تحریک انصاف د بندیز لګولو لپاره ثبوتونه شته


د پاکستان د قانون مرکزي وزیر ښاغلی اعظم نذیر تارړ وایي حکومت سره په پاکستان تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو لپاره ثبوتونه شته.

د چارشنبې- شورو په ورځ د پارلیمان ودانۍ کې خبریالانو سره خبرو کې د قانون وزیر ویلي چې وفاقي حکومت په تحریک انصاف د بندیز لګولو په معامله په سنجیدګۍ سره غور کوي .

نوموړي ویلي په تحریک انصاف د بندیز لګولو لپاره د ریفرنس دایر کولو نه وړاندې به حکومت خپل ایتلافیان په اعتماد کې اخلي اؤ ټولو سیاسي اؤ قانوني اړخونو ته له کتلو وروسته به ریفرنس سپریم کورټ کې دایروي.

روانه میاشت د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وؤ حکومت په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو اؤ ددغه ګوند د باني عمران خان، د پخواني صدر ډاکټر عارف علوي اؤ د پخواني سپیکر قاسم سوري په ضد د غدارۍ د مقدمې چلولو پرېکړه کړې ده.

د حکومت له دغې پرېکړې سره د پاکستان دننه اؤ بهر سخت مخالفتونه ښودل شوي اؤ دا د جمهوریت په ضد ګام بلل شوی دی.

په پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو تر څنګ امریکې هم په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی.

په ۱۶م جون د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند په تحریک انصاف ګوند د بندیز لګولو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړې ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې دې لړ کې یې حکومتي بیانونه لیدلي اؤ داسي ښکاري چې دا د یو پېچلي سیاسي عمل اغاز یا پیل دی.

تېره ورځ د امریکې د استازو د ایوان غونډه کې د یوې اوریدنې په مهال هم د کانګریس غړي بریډ شرمین د پاکستان د حکومت له لوري په تحریک انصاف ګوند د بندیزونو لګولو په اړه پوښتنې راپورته کړې وې اؤ ویلي یې وؤ د پاکستان وزیرانو ویلي چې په پي ټي آي بندیز لګول غواړي.

هغه وویل د پاکستان وزیرانو دا هم ویلي چې حکومت به په بهرنیو هیوادونو کې د میشت هغو پاکستانیانو شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه منسوخوي چې په حکومت نیوکې کوي.

بریډ شرمین ویلي وؤ دا د شهریانو اؤ ګرین کارډ لرونکو په حقونو حمله ده، مونږ وینو چې د پي ټي آي دفتر هم تړل شوی دی اؤ د هغوي ګڼ شمیر ښځینه اؤ نارینه مشران نیول شوي .

هغه ویلي وؤ مونږ سره د جمهوریت په پلوۍ د ودرېدو موقعه په لاس کې ده اؤ زیاته کړې یې وه چې پي ټي آي امریکا پلوه ګوند نه دی خو هغه د پاکستان تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی اؤ مشر یې په زندان کې اچول شوی.

نوموړي ټینګار کړی ؤ چې باید پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم عمران خان سره ملاقات لپاره جېل ته ولېږلی شي.

د پاکستان حکومت لا د بریډ شرمین تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی.

خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو یوې ادارې چې خپل رپورټ کې د عمران خان نیول اؤ زندان ته اچول د بشري قوانینو په ضد بللي وؤ اؤ هغه ته یې د تاوان یا هرجانې ورکولو غوښتنه کړې وه نو پاکستان د ملګرو ملتونو دغه رپورټ غیر ضروري اؤ بې ځایه بللی و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG