لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

درې لسیزو وروسته، په پاکستان کې د کرکټ لوی نړیوال ټورنمنټ ترسره کیږي


پاکستان کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کرکټ چیمپینز ټرافۍ مقابلې پیل کیږي. د سند صوبې په کراچۍ ښار کې به لومړی میچ د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ وي.

درې لسیزو وروسته، دا لومړي ځل دی چې په یاد هیواد کې د کرکټ لوی نړیوال ټورنمنټ یا مقابلې ترسره کیږي.

پاکستان په وروستی ځل په ۱۹۹۶م کال کې د کرکټ نړیوال جام/ورلډ کپ کوربه‌توب کړی و.

پاکستان په تېرو میاشتو کې د کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ ګراونډونه/سټډیومونه د دې ټورنمنټ لپاره د میلیونونو ډالرو په لګښت نوي کړي دي.

په چمپینز ټرافي کې د اسټریلیا، بنګله‌دېش، انګلستان، هند، نیوزیلینډ، افغانستان، پاکستان او سویلي افریقا لوبډلې برخه اخلي.

ټولې لوبډلې، پرته له هند څخه، به د پاکستان په دریو سټډیومونو/ګراونډونو کې لوبې وکړي. د هند کرکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله خپلې لوبډلې ته اجازه نه ده ورکړې چې پاکستان ته لاړه شي، له همدې امله د هند ټولې سیالۍ به په دوبۍ، متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د چمپینز ټرافۍ فاینل/پایلوبه به په پاکستان کې ترسره شي، خو که هند وروستۍ لوبې/ فاینل ته ورسېږي، نو بیا به فاینل په دوبۍ کې وي.فاینل یې د مارچ په ۹مه ټاکل شوې دی.

په پاکستان کې د دې ټورنامنټ میچونه به په کراچۍ ، لاهور او راولپنډۍ ښارونو کې کیږی ، خو په پېښور او کوټه کې به د دغه ټورنامنټ هيڅ میچونه نه کیږي.

یاده دې وي د چمپیز ټرافۍ له پیل کیدو مخکې د انګلستان او سویلي افریقا یو شمېر سیاستوالو غوښتنه وکړه چې د دې هیوادونو کرکټ بورډونه دې د افغان طالبانو د حکومت لخوا په ښځو د سختو محدودیتونو له امله د افغانستان پر وړاندې لوبې ونه کړي. خو د کرکټ نړیوالې شوره لوبه د سیاست نه لرې بللي.

د اوږدې مودې انتظار:

په ۲۰۰۹ کال کې، د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې په بس برید وشو، چې له امله یې شپږ لوبغاړي ټپیان شول، او شپږ پاکستاني پولیس او دوه ملکي وګړي پکې ووژل شول. له دې پېښې وروسته، پاکستان کې نړیوال کرکټ وځنډېد، او د ۲۰۰۹ چمپینز ټرافي او ۲۰۱۱ نړیوال کپ کوربه‌توب یي هم د لاسه ورکړو.

په ۲۰۱۵ کال کې، زمبابوی، لومړۍ نړیواله لوبډله وه چې پاکستان ته یې سفر وکړو. خو د ۲۰۱۹ کال راهیسې، یو شمېر مهمې نړیوالې لوبډلې پاکستان ته تللې دي.

کلک امنیتي تدابیر:

په پاکستان کې امنیتي وضعیت، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې خراب دی. نږدې هره ورځ پکې مرګونې وسله وال بریدونه کیږي. خو بیا ، د هیواد په پآتي دوو صوبو سند او پنجاب کې امنیتي حالات ښه دي. چیرې چې د چمپینز ټرافۍ سیالۍ به ترسره کیږي.

پاکستان د لوبو د امنیت لپاره په کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ کې نږدې ۲۰ زره پولیس ځای پر ځای کړي دي، او سرتېري به د ګراونډونو شاوخوا د ودانیو پر بامونو ځای پر ځای وي.

لوبغاړو ته د دولتي مېلمنو په کچه امنیت برابر شوی، د هغوی د اوسېدو ځایونه کلک امنیتي تدابیر لري، او د سفر پر مهال به یې ټولې لارې له ټرافیک څخه پاکې ساتل کېږي.

د پاکستان نړیوال شهرت:

که څه هم د هند لوبډلې پاکستان ته نه تګ، په یاد هیواد کې د کرکټ مینه‌والو لپاره یو څه مایوسوونکی دی، خو د نورو مهمو کرکټ لوبډلو ورتګ د پاکستان لپاره یو مثبت پرمختګ ګڼل کیږي.

د کرکټ څیړونکي وايي، که څه هم د بهرنیو مینه‌والو لپاره د ویزو د شمېر کره معلومات نشته، دا ټورنمنټ به د پاکستان نړیوال شهرت ته ګټه ورسوي، ځکه چې دا هیواد له نړیوالو سیالیو لیرې پاتې و.

د پاکستان پخواني کرکټر، مشتاق احمد، چې اوس د بنګله‌دېش د سپین بالینګ روزونکی دی، وایي: زه ډېر هیله‌من یم چې دا به پاکستان ته د نړیوال کرکټ بیا راتګ زیاتې دروازې پرانیزي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG