د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي له هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت اندېښنې ته په جواب کې ویلي، چې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لړۍ له 2023م کال راهیسې پیل شوې او وایي تمه لري د طالبانو حکومت به هغوی ته د ژوند مناسب چاپېریال برابر کړي.
په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان یو ځل بیا له خپله هېواده خصوصاً له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو په سلګونو افغان کډوال خپل وطن ته ستانه کړي دي او د کډوالو دا ډول ناڅاپي ایستلو د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت تر منځ خرابې اړیکې لا له خطر سره مخ کړې دي.
د پاکستان خارجه وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په خپل یو بیان کې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفیر پر څرګندونو سخت غبرګون څرګند کړی او وایي د هغه دا څرګندونې بې ځایه دي چې ګواکې له افغانانو سره په پاکستان کې ناوړه چلند کېږي.
د وزارت ویاند شفقت علي په خپل بیان کې ویلي، "زه غواړم هغه ته یادونه وکړم چې پاکستان له لسیزو راهیسې په درناوي او عزت سره د میلینونو افغانانو کوربتوب او روایتي مېلمه پالنه کړې او د محدودو نړیوالو مرستو باوجود یې هغوی ته د تعلیم، علاج او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي."
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د چاشنبې- شورو په ورځ پر خپل ایکس په یو بیان کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې په نیزدې راتلونکي کې "له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی".
د طالبانو د سفارت په بیان کې له افغان کډوالو سره د "ناوړه چلند" ذکر نه دی شوی، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي اسلام اباد په 2023م کال کې د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان (ای ایف آر پي) پیل کړی:
"داسې مناسب مېکنېزمونه مو عملي کړي چې د بیرته ستنېدو په بهیر کې له هیچا سره ناوړه چلند یا ځورونه نه کېږي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر بیان مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت په خپل بیان کې لیکلي، "پاکستاني چارواکو په رسمي توګه له سفارت سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هېڅ معلومات نه دي شریک کړي."
سفارت په بیان کې دعوه کړې چې په دې وروستیو کې په اسلام آباد او راولپینډۍ کې پولیس افغان وګړي نیسي، پلټنې ترې کوي او وایي ورته ویل کیږي چې له دغو ښارونو دې ووځي د پاکستان نورو برخو ته دې منتقل شي:
"د افغانانو د نیولو دغه پروسه چې په نااعلان شوي شکل پیل شوې، په دې هکله دغه سفارت د پاکستان اړونده اداراتو او چارواکو سره متعددې غونډې وکړې چې د موضوع په اړه وضاحت وشي؛ که چرته انفرادي عمل وي چې مخه یې ونیول شي او که پالیسي وي باید عامه او ټولو ته ورسول شي".
که څه هم د طالبانو سفارت وایي چې په دې اړه ورسره هیڅ معلومات نه دي شریک شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل بیان کې وایي، دوی له د طالبانو د حکومت له چارواکو سره پراخې خبرې کړې دي، چې د افغان کډوالو د ورستنېدو پروسه اسانه وي. وزارت وایي:
"پاکستان هغه څه کړي چې کولای یې شي، موږ تمه لرو د افغانستان لنډمهاله چارواکي به په افغانستان کې مناسب حالات ورته کړي، چې ورستنیدونکي خلک په بشپړ ډول په افغان ټولنه کې ضم شي. د افغان چارواکو اصل امتحان به دا وي چې په افغانستان کې د دغو خلکو د حقونو د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړي".
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت یا په کابل کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه بیان ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو سفارت یې وایي یاده موضوع یې له کابل سره شریکه کړې، چې د خپلو وطنوالو د باعزته ور ستنېدو او په دې برخه کې د موجودو چېلنجونو په اړه غور وشي.
په پاکستان کې دا مهال شاوخوا 1.4 میلینه هغه افغان کډوال دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو این ایچ سي آر) سره رجسټر دي او پاکستان یې په هېواد کې د اوسېدو موده د روان کال د جون تر اخره غزولې ده.
یو این ایچ سي آر د فرورۍ په 18مه د پاکستاني چارواکو له خولې وویل، "ټول افغانان پرته له هغو چې معتبرې ویزې لري، باید د 2025م کال د فرورۍ تر وروستۍ نېټې له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو ووځي."
په دغو کسانو کې تقریباً نهه لکه رجسټر شوي اقتصادي کډوال دي چې د افغانستان د شهریت کارډ (اې سي سي) لري او اټکل کیږي 40,000 هغه افغانان دي چې په امریکا یا نورو لویدیځو هیوادونو کې د مېشتېدو په تمه په اسلام اباد کې اوسېږي.
د طالبانو سفارت د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، پاکستاني چارواکو ورته خبر ورکړی چې یواځې هغه افغان وګړي په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د اوسېدو اجازه لري چې د اعتبار وړ قانوني ویزې لري.
Forum