لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان تجارتي خساره سېوا شوې، خو د ونډو بازار په بره روان شوی


د پاکستان د ونډو بازار نن د کاروبارۍ اوونۍ په درېمه ورځ 79،552 پواينټونو پيل شوی، او د وروستيو اطلاعاتو پورې د ونډو بازار 80,233 پواينټونو ته رسېدلی وو، او په دې کې 650 پواينټونه زيات شوي دي
د پاکستان د ونډو بازار نن د کاروبارۍ اوونۍ په درېمه ورځ 79،552 پواينټونو پيل شوی، او د وروستيو اطلاعاتو پورې د ونډو بازار 80,233 پواينټونو ته رسېدلی وو، او په دې کې 650 پواينټونه زيات شوي دي

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، د جون په میاشت کې په کليز بنيادونو تجارتي خساره د 30 فيصدو څخه زيات شوې ده، خو د جون په 12مه نېټه د کال 2024-25م دپاره د قامي بجټ وروسته د پاکستان د ونډو بازار په بره روان شوی اود شورو، چهارشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د ونډو بازار د 80,000 پواينټونو څخه بره ختلی و.

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي، د تېر مالي کال 2023-24م د جولايۍ نه تر جون پورې د برامداتو او درامداتو ترمنځه فرق 24 اربه ډالره ريکارډ شوی دی.

د ادارې ترمخه، دا فرق په کال 2022-23م کې 27 اربه ډالره وو، خو د تېرې جون (2024م) په مياشت کې تجارتي خساره د 30 فيصده اضافې سره 2.39 اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

له دې وړاندې د تېر مالي کال د جون په مياشت کې دا خساره 1.83 ډالره وه.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، د جون په مياشت کې درامدات (واردات) ځکه سېوا شوي، چې د بجټ نه وړاندې په خلکو کې ويره وه چې په درامداتو به ټېکسونه ولګي ځلکو یې ډېر څيزونه راغوښتي او درامدات 17 فيصده شوي وو.

د وي او اې ډیوه سره ه په خبرو کې نوموړي وويل، د درامداتو سېوا کېدو سره تجارتي خساره سېوا شوې ده.

د شمارياتو اداره وايي، په مالي کال 2023-24م کې له دغې په وړانديني کال کې 55.19 اربه ډالرو په مقابله کې 54.73 اربه ډالره درامدات شوي، او په روان مالي کال 2024-25م کې د درامداتو هدف 57.30 اربه ډالره مقرر کېدو اټکل شوی دی.

اداره وايي، تېر مالي کال د 30.64 اربه ډالرو برامدات شوي وو چې د کال 2022-23 د 27.72 اربه ډالرو په مقابله کې لس فيصده زيات دي.

خو اقتصاد پوهان وايي، په قامي بجټ کې حکومت د 1700 اربه روپو نه زيات ټېکسونه لګولي او امکان لري چې دې سره د پاکستان برامدات (صادرات) د روپۍ قدر او اقتصادي پرمختيا اغېزمنه شي.

اقصتاد پوه خبريال طاهر امين وايي، حکومت په درامداتو بندېزونه لګوي، او که پاکستان نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته ځي نو د ادارې دا شرط دی چې د درامداتو څخه بندېزونه لرې کړي، او حکومت په بجټ کې نوي ټېکسونه ولګول، د توانايۍ بيعې یې زياتې کړي او په پيداوار خرڅونه زيات شوي دي.

وي او اې ډيوسره خبرو کې هغه وويل په داسې کولو سره به برامدات به اغېزمن شي او پاکستانۍ روپۍ به د فشار لاندې راشي.

د پاکستان د ونډو بازار نن د کاروبارۍ اوونۍ په درېمه ورځ 79،552 پواينټونو پيل شوی، او د وروستيو اطلاعاتو پورې د ونډو بازار 80,233 پواينټونو ته رسېدلی وو، او په دې کې 650 پواينټونه زيات شوي دي.

اقتصاد پوه جبران سرفراز وايي، پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره خبرې روانې دي او حکومت وايي، د آی اېم اېف ټول شرطونه یې پوره کړي، ځکه دا يو ښه خبر دی، بل دا چې پاکستان ځينې شعبې خرڅوي لکه د پاکستان هوايي شرکت (پي آی اې) او نورې په تاوان کې روانې ادارې، ويل کيږي هغه په شخصي سېکټر خرڅوي (اوټ سورس) کوي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، په قامي بجټ کې ټېکسونه لګېدلي خو بيا هم په ځينو سېکټرو لکه د سيمنټ شېرز يا حصص زيات خرڅ شوی او د ونډو بازار د هغې سره په بره ختلی دی.

اقتصاد پوهان وايي، په اوسني قامي بجټ کې د ونډو په بازار کې په کاربارونو د نورو ټېکسونو په ځای کم ټېکسونه لګول شوي، يو دغه علت هم دی چې پانګه والو د ونډو بازار ته زياتې پېسې راوړي او اعتماد يې پرې بحال شوی دی، ځکه د ونډو بازار په بره روان دی.

د اقتصاد پوهانو په وينا، د پاکستان په روان قامي بجټ کې مرکزي حکومت دعوه کړې چې د ټېکسونو شرحه به د قامي امدنۍ 13 فيصدو ته ورسوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG