لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: په تورخم پوله د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو په یو بل ډزو کې دوه پاکستان عسکر زخمیان شوي


د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې د ګل، دوشنبې، په مازیګر شروع شوې او تر ماښام پورې يې دوام لرلو. د چارواکي په قول ډزې درنې وې
د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې د ګل، دوشنبې، په مازیګر شروع شوې او تر ماښام پورې يې دوام لرلو. د چارواکي په قول ډزې درنې وې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په سرحدي لار د ګل، دوشنبې، په ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو او د افغانستان طالبانو په یو بل ډزې وکړې او یو چارواکي وویل د ډزو په تبادله کې دوه پاکستانی امنیتي عسکر زخميان شوي دي.

یو پاکستاني حکومتي چارواکي وي او ای ډیوه ته وویل شخړه پس له دې شروع شوه چې طالبانو په پوله څه تعمیراتي کار کولو او پاکستاني چارواکو طالبان منع کول.

د چارواکي ترمخه، د دواړو خواو ډزې د ګل، دوشنبې، په مازیګر شروع شوې او تر ماښام پورې يې دوام لرلو. د چارواکي په قول ډزې درنې وې.

د ډزو په نتیجه کې د تورخم په باچا مېنه سیمه کې مېشت ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلي او محفوظو ځایونو ته منتقل شوي دي.

ناتایده رپورټونه وايي د ډزو په تبادله کې افغان لوري ته یو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی خو طالب چارواکو په رسمي ډول د دې خبر تصدیق نه دی کړی.

د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ په پوله تازه جګړه په داسې حال کې شوې چې په تورخم کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په درېمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر د عارضي اسنادو يا ټېمپرري اېډمېشن ډاکومنټس، ټېډ، په ضد د ټرانسپورټرانو، کسټم کليئرنګ ايجنټانو، سوداګرو او د ډرايورانو احتجاجي پرلت دوام لرلو.

پرلت والو په تورخم کې د هغو ګاډو په وړاندې لاره تړلې وه چې د پاکستان څخه افغانستان ته صادرات او د ټرانزټ تجارت شیان وړي.

په تورخم کې احتجاج کوونکو ټرانسپوټرانو او سوداګرو وويل د ټېډ په نوم اسنادو د لاسه پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی او د يوې نه بلې ورځې ته پکې ستونزې سېوا کيږي.

ټرانسپوټران وايي احتجاجي پرلت به ترهغې روان وي ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.

په تورخم کې د حکومتي ادارو چارواکي وايي دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت روان دی او اسناد لرونکي ډرايوران تګ او راتګ کولی شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG