لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیاسي بحران له امله دپاکستاني روپۍ بیعه ریکارډ کچې ته غورځېدلې


پاکستان کی د روان اییني بحران له امله ددې هیواد اقتصاد دسختو چیلنجونو سره مخ دی اؤ د پاکستاني روپۍ بیعه په ریکارډ کچه غورځېدلې ده ،دامهال پاکستان کې یو امریکایي ډالر په 185 پاکستاني روپو تبادله کیږي.

په روان وضعیت کې دپاکستان تجارتي خساره 70فیصدي زیاته شوې او دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپاکستان خبرې اترې دځنډ ښکار شوي خو د خزانې وزارت وینا ده چې د پور اخستو او اقتصادي اصلاحاتو په حواله خبرې روانې دي.

د اقتصاد ماهر او خبریال مهتاب حیدر وایې د ايي ایم ایف سره که خبرې مکمل نه شي نو دپاکستان اقتصاد به دسختو مشکلاتو سره مخ پاتې شي.

"د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د اووم قسط ترلاسه کولو خبرې نه دي مکمل شوې او اداره وایي د نوي حکومت سره به خبرې کوي نو په دې کې به کم نه کم درې میاشتې لګي او دا هم غیر یقیني ده چې حکومت بحال کیږی که ټول ټاکنو ته ځي او په دې وخت کې به پاکستان د دوه اربه ډالرو نه محرومه شي او په راتلونکی بجټ او دپیسو په واپسۍ کی به هم مشکلات راځي"

دهغه په وینا دایي ایم ایف پروګرام په دې وجه هم ډیر ضروري دی چې په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د بهرنی ادائیګو دپاره د 35 اربو ډالره ضرورت دی.

پاکستاني مطبوعاتو دایي ایم ایف په حواله ویلي چې دغه داره به پاکستان سره مرستې کوي اؤ دراتلونکي نوي حکومت سره به جوړې تګلارې پرمخ بیایي.

د پاکستان دخزانې وزارت د سوشل میډیا د لارې ویلي د ایي ایم ایف سره د پور اخستو او اقتصادي اصلاحاتو دپاره خبرې روانې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د توانایۍ بیعې راکمې کړې وې او په صنعتي څانګه کې یې د بخښنې سکيم معرفي کړی ؤ چې په هغې وروسته مالیاتي ادارې تحفظات ښکاره کړي وؤ.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د سیاسي کړکېچ او اییني بحران له امله نیغ په نیغه په اقتصاد اغیزې کیږي.

"ددې سېاسي بې یقینۍ له امله په اقتصاد بدې اغیزې کیږې اوس به نړی وال بینک هم خپل فنډونه ودروي د ايي ایم ایف سره چې کومه د اصلاحاتو لوظنامه شوې هغه به هم ودریږي زمونږه د زرمبادله ذخیره 12اربه ډالره ته راکوزه شوې چې د دوو میاشتو د درامدي بل هم نه پوره کیږي"

د پاکستان مرکزي بینک وایي روان مالي کال په نهو میاشتو کې تجارتي خساره 70فیصدي زیاته شوې او د 60اربو ډالرو درامداتو کې 35 اربه ډالره خساره ریکارډ کړی شوې ده.

تیره اوونۍ موډیز په خپل رپوړټ کې ویلي وؤ چې پاکستان په اقتصادي درجو کی دB نه C ته تللی او په دغه هیوادونو کې شامل ملکونه د پیسو په بېرته ستنولو کې مشکلاتو سره مخ دي.

مرکزي بینک وایي د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کمه شوې او د تجارتي او مالیاتي خسارې له امله پاکستاني روپې د فشار سره مخ ده او په ګرانۍ کې اضافه کیږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG