لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه ښار ته د فلسطینیانو د ستنېدو لړۍ دوام لرلو


بې کوره فلسطینیان زیاتره په پښو مزل کوي او په هغو سیمو تېرېږي چې د اسرایل او د حماس د ۱۵ میاشتو جنګ ويجاړې کړي او په کنډرو کې يې بدلې کړي دي
بې کوره فلسطینیان زیاتره په پښو مزل کوي او په هغو سیمو تېرېږي چې د اسرایل او د حماس د ۱۵ میاشتو جنګ ويجاړې کړي او په کنډرو کې يې بدلې کړي دي

د غزه ښار او د غزه شمالي برخو ته د فلسطینیانو د ستنېدو لړۍ د نهې، سه شنبې، په ورځ هم دوام لرلو. د دې نه مخکې اسرایل په لارو چېک پوسټونه پرانېستل او فلسطینیانو ته يې د بېرته تګ اجازت وکړو.

بې کوره فلسطینیان زیاتره په پښو مزل کوي او په هغو سیمو تېرېږي چې د اسرایل او د حماس د ۱۵ میاشتو جنګ ويجاړې کړي او په کنډرو کې يې بدلې کړي دي.

په غزه کې د حماس چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ ناوخته وویل د دریو لکو نه زیات خلک د غزه شمالي برخو ته ستانه شوي دي.

د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په میاشت کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي چارواکو قریباً یو مېلن خلکو ته د غزه د شمالي برخو نه د وتلو هدایات جاري کړي وو.

فلسطینیان په داسې حال کې په اجتماعي توګه هجرت کوي چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپل دې لانجمن تجویز ولاړ دی چې د غزه څخه فلسطینیان دې په لویه شمېره کې مصر او اردن ته ولېږل شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ټرمپ د هغه سره په اېرفورس ون نومې هوايي جهاز سفر شریک خبریالانو ته وویل که غزه ته وکتل شي نو د څو کلونو راهسې د دوزخ په شان دی او خلک نورو ارامه، محفوظه او بهتره ځایونو ته لېږدول کېدی شي.

ټرمپ د خالي، شنبې، په ورځ په وړمبي خل دا خبره کړې وه چې د غزه د صفا کولو په لړ کې غواړي چې مصر او اردن نورو بې کوره شویو خلکو ته ځای ورکړي.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د کابينې د غونډې مشري کوي. په غوڼده کې اتمر بېن ګورېر هم دی چې په تصویر کې دښي لاس ته وړمبی تن دی
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د کابينې د غونډې مشري کوي. په غوڼده کې اتمر بېن ګورېر هم دی چې په تصویر کې دښي لاس ته وړمبی تن دی

حماس چې امریکې او ځینو نورو ملکونو ترهګرتنظیم ټاکلی دی، وویل د فلسطینیانو ستنېدل ښيي چې دوی د ملک بدرۍ مخالفت کوي.

د حماس ترجمان عبدالطیف اقنو د ګل، دوشنبې، په ورځ په انټرنېټ شایع شوي یو بیان کې وویل د فلسطینیانو د ستنېدو مناظر قبضه کوونکو ته د مزاحمت پېغام دی چې د بې ځایه کولو مخالفت به کوي.

فلسطینیان د اسرایل او د حماس ترمنځ د شپږو هفتو د جنګ بندۍ د وړمبي پړاو په مهال ستنېږي. د اور بند په وړمبۍ مرحله کې حماس د اسرایل اووه یرغمالان او اسرایل ۳۰۰ فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.

د اسرایل او د حماس ترمنځ ډزبندي د امریکې د مخکني صدر جوبایډن د حکومت په اخيري ورځو کې شوې خو اوس يې انتظام د ټرمپ حکومت کوي. د منځني ختیځ دپاره د ټرمپ استازی سټیو وېکوف به دا هفته اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره د ډزبندۍ په وړمبۍ مرحله او د دویمې مرحلې په اړه د مذاکراتو په باره کې خبرې اترې
کوي.

یو امریکايي چارواکي وویل اسرایل ته د تګ نه مخکې په وېټکوف د نهې، سه شنبې، په ورځ سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کوي.

فلسطینیانو او د مصر او اردن په شمول عرب ملکونو د ټرمپ دا خبره مسترد کړې چې فلسطینیان دې مصر او اردن ته ولېږل شي.

خو تېره هفته په ټېلې فون د مصر صدر عبدالفاتح السیسي او د اردن شاه عبدالله سره د خبرو اترو وروسته ټرمپ د دې امید اظهار وکړو چې دواړه ملکونه به فلسطینیان ځای کړي.

ټرمپ وویل په دې موضوع به زر د اسرایلي وزیراعظم سره خبرې کوي. امریکايي چارواکو دا امکان څرګند کړی دی چې ممکنه ده نېټن یاهو اینده هفته د واشنګټن دوره وکړي.

نېټن یاهو او د هغه د انتهايي ښي لاس اتحادیان د فلسطیني ریاست د قیام مخالفت کوي. نېټن یاهو د دې دباو سره هم مخامخ دی چې په غزه کې د یهودي ابادیو د بیا جوړېدو اجازت دې ورکړي. اسرایلي حکومت په ۲۰۰۵ کې د غزه په زرګونو یهودي ابادکاران وویستل.

په حکومت کې د نېټن یاهو اتحادیان چې په کې بېزلېل سماټرېک او بېن ګوېر شامل دي، د ټرمپ د تجویز حمایت کوي.
فلسطینیان دوه ځله په هغو سیمو کې د خپلو کورونو څخه ویستل شوي دي چې اوس په اسرایل کې شاملې دي. د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې چې اسرایل وېسټ بېنک او د غزه پټۍ ونیوله نو تر دریو لکو پورې فلسطینیانو اردن ته هجرت وکړو. د اسرایل د جوړېدو په مهال د ۱۹۴۸ په جنګ کې قریباً ۷۰۰۰۰۰ فلسطینیان د خپلو کورونو نه وتلي وو. فلسطینیان دا هجرت د النکبه یا د لوی تباهۍ په نامه یادوي.

په کال ۲۰۰۸ کې د امریکې پخواني صدر جورج ډبلیو بش چې سیاسي تړون يې د ريپبلېکن پارټۍ سره و، د اسرایل ترڅنګ يې فلسطیني ریاست د قیام حمایت وکړو. د دې وروسته د بایډن په شمول د امریکې د ډېموکرېټېک او دريپبلېکن پارټۍ صدرانو د دوو ریاستونو حمایت کړی دی.

په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت په وړمبۍ دوره کې ټرمپ په منځني ختیځ کې د امن منصوبه شروع کړه چې زیات حمایت د اسرایل کوي او فلسطینیان به خپل ریاست د جوړولو نه محرومه کړي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې لږ تر لږه ۴۷۳۰۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایلي پوځ وايي په غزه کې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم وژل شوي دي.

وېل کېږي چې حماس تر ۶۰ پورې یرغمالان او د ۳۰ یرغمالانو جسدونه نیولي دي. د ډزبندۍ د شرایطو لاندې د سلګونو فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې به حماس ۳۳ یرغمالان ازادوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG