لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کتابونو بنجاري په نوم ياد پښتون قام پاله شاعر اکمل لېونی په حق ورسېد


د کتابونو د بنجاري په نوم ياد پښتون قام پاله شاعر د ‏‎77‎‏ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، پښتانه شاعران، اديبان، پوهان او ‏سياستوال يې د پښتو ادب او قاموالۍ دپاره خدمات ستايي.‏

اکمل لېونی د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د کاټلنګ تحصيل په تاریخي شموزو کلي کې زېږېدلی. نمسي یې محمد انور وي او اې ډيوه ته وويل، د ‏نيکه خپل نوم یې اکمل خان وو، لېونی یې تخلص وو، په ‏‎1947‎‏ کې زېږېدلی، ژوند به یې په کلي کولو خواري مزدوري به یې کوله، بيا فالج وهلی او د هغې ‏وروسته به یې کتابونه خرڅول او په وروستيو کې بيا د پښتورګو په ناروغۍ اخته شوی وو.‏

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي صدر اېمل ولي خان د اکمل لېوني په مړينه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي، "اکمل لېونی د پښتو ادب او قامي ‏تحریک برخه وو، هغه د قلم سره سره عملي مبارزه کې برخه اخستې، د عبدالولي خان او اسفنديار ولي خان سیاسي همسفر وو، خدمات به تل ياد ساتلی ‏شي".‏

ښاغلی رحمت شاه سايل وايي د کچه ځوانۍ نه یې د اکمل ليوني سره اشنايي وه يو بل سره په سياسي ادبي سټېجونو پاتې شوي دي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په اکمل لېوني کې "ډېر صفتونه وو په طنز و مزاح یې عبور لره، ښه ښه شعرونه یې ویلي، په قامي شاعرۍ ‏کې یې د قامي سټېج دپاره ښه ښه نظمونه ويلي دي".‏

وايي، "اکمل ليوني يو نظم وويلو نو يو سړي وويل چې د بلا زوی دی، نو ولي خان (خان عبدالولي خان) چې د اکمل ليوني دغه نظم اورېدلی نو ويل یې چې ‏په دې ټولو پښتنو کې دا يو روغ دی نو هغه هم ليونی دی".‏

ښاغلي سايل زياته کړه، "اکمل ليونی ټول عمر کلک پښتون او کلک نظرياتي پاتې شوی او په هېره یې هم بل طرف ته نه دي کتلي". ‏

نوموړی وايي، "اکمل ليوني د کتابونو بنجاری وو، د غره نه به یې د لرګو ګېډی راوړو هغه به یې خرڅولو او په هغو پيسو به پروګرامونو له تللو، بيا یې ‏کتابونه پيدا کړه، جلسو او پروګرامونو ته به یې کتابونه وړه او خرڅول به یې، دغه یې بيا روزګار او ژوند شو. د شاعر په حېثيت که په قامي سټېج ولاړ دی ‏نو د خلک د بېدارۍ دپاره یې ښه شاعري کړې ده د خلکو د ترجمانۍ دپاره، که په ادبي سټېج راغلی نو هم یې ښه شاعري کړې ده او د طنز مزاح یې ډېره ‏شاعري مشهوره شوې ده".‏

ډاکټر اباسين يوسفزی وايي، "اکمل لېونی د پښتو يو داسې نابغه ی روزګار شاعر وو چې هغه سنجيده او مزاحيه شاعري هم د اعلا پای کړې ده، او دی ډېر ‏لوی قام پرست قام خوښی، وطن خوښی او ولس خوښی شاعر وو، په شاعرۍ کې یې د ولسي ژوند ډېرې ښې نندارې موجودې دي".‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، اکمل لېوني "زمونږ د رواياتو، اقدارو او ثقافت ډېر رنګونه په ټوقو ټقالو کې بيان کړي دي او زه دا ګڼم چې ‏زمونږه په شاعرانو کې په طنز و مزاح نګارانو کې د ده هومره بالغ نظر شاعر ما نه دی ليدلی، په طنز و مزاح کې تر ټولو بالغ نظره شاعر وو ، کتابونه به یې په ‏شا رابار کړي او د پښتونخوا په ګوټ ګوټ به یې ګرځول او خلکو ته رسول".‏

ښاغلی اباسين يوسفزی وايي، "اکمل زمونږه د پښتنو د کتابونو ګرځنده دوکان هم وو او زمونږه د ثقافت، اقدارو او رواياتو ګرځنده خزانه هم وه، هغه خود ‏داره انسان وو، د هغه هیڅ بدل نشته".‏

د نوموړي اباسين په خبره، "غالبا چې اجمل خټک به ورته د کتابونو بنجاری ويلي وي ځکه د هغه د خلې نه ما يو ځل دوه اورېدلي او د رحمان بابا په ‏مشاعره کې به اجمل خټک د اکمل لېوني سره د کتابونو په ډبه ناست وو مينه به یې ورسره کوله د هغه ډېر خوښ وو".‏

د اکمل ليوني يو کليوال مير کمن وايي، د وړوکوالي نه يو ځای اوسېدلي، يو ځای یې سکول ويلي، د کلي ژوند یې یو ځای کړی دی.‏

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "يو ځای به د کبانو ښکار له تله، دوه درې کاله مو يو ځای سکول ويلي، هغه ډېر ذهين وو".‏

هغه زیاته کړه، "د دوی په پلو کې هغه وخت خدای خدمتګار وو، مېجر عبدالرحيم، مولانا فضل الحق او نور داسې کسان وو، د هغو سره به جلسو له تلو د ‏هغې وخت نه یې شاعري او بيا به سياسي غونډو ته تلو، هغه ډېر عاجز خو خوداره او محفلي سړی وو".‏

د ارواښاد ليوني، نمسی وايي، هغه د درېو ټولګو پورې زده کړې کړې وې او هغه هم د دې دپاره چې ليکل پرې کولی شي او دغه ليک لوست یې هم ‏خواوشا د ‏‎18,19‎‏ کالو په عمر کې زده کړی وو، بيا یې نورې زده کړې نه دي کړي.‏

هغه کابل، قطر، دوبۍ او سعودي عرب ته سفرونه کړي او هلته به یې هم کتابونه وړل، ګڼ اېوارډونه ورته ورکړل شوي دي.‏

د شاعرۍ درې کتابونه یې (تورتم)، (لېونتوب) او (چپاوونه) چاپ دي. مېرمن، يو زوی او دوه لوڼه یې پاتې شو، نن مازيګر په پينځه بجې به په خپل کلي ‏شموزو کې خاورو ته سپارلی شي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG