امریکايي چارواکو د شورو، چارشنبې په ورځ ويلي، د دفاع وزير پيټ هېګسيټ د پوځ ځينو برخو ته لارښوونه کړې، داسې وړانديزونه دې وکړي چې په راتلونکو پينځو کلونو کې یې په لګښتونو کې په ممکنه توګه د اتو فيصدو پورې کمی وکړل شي.
خو د امريکې د دفاع وزیر په لارښونه کې نه ده واضحه کړل شوې چې د پوځ ټوله بوديجه یا بجټ کې به هم کمی راوستلی شي که نه شي.
د رویټرز ترمخه، په ياده موضوع خبر چارواکو ويلي، د دفاع وزير د 24مې فرورۍ پورې د لګښتونو کمولو وړانديزونه غوښتي دي.
د چارواکو په وينا، پوځ ته د لېږل شوې اعلاميې څخه داسې نه ښکاري چې پيټ هېګسيټ کوم غټ کموښت نه غواړي، خو داسې لګښتونه ټاکل غواړي چې د صدر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت لومړيتوبونو سره يو شان وي.
چارواکو دا هم ويلي، په امریکايي پوځ کې ځينې برخې داسې هم دي چې د لګښتونو کمولو څخه ورته استثا ورکړل شوې، په دغو کې انډو پېسفک کمانډ، د مېکسيکو په پوله د پوځ د اقداماتو دپاره د ټاکلې بوديجې سره سره ميزايل دفاع، او د انسانانو بغېر وسلو تیارول هم شامل دي.
خو امریکايي پوځ د يورپ، مينځني ختيځ او افريقې برخه ته د لګښتونو کمولو په وړاندیزونو کې استثنا نه ده ورکړې.
د امریکايي پوځ د کال بجټ د يو ټريلين، لس کربه ډالرو پورې رسېدلی دی.
پخواني صدر جوبايډن د روان کال مالي کال دپاره د پوځ 895 اربه ډالرو بجټ منظوري ورکړې کوم چې د روان کال ستمبر پورې ټاکل شوی دی.
امریکا کې مالي کال د لومړي اکتوبر څخه 30م ستمبر پورې وي.
د دفاع وزير ويلي، د پينټاګان ټوله توجه د امریکې په پولو خوندي کولو او چين څخه خطرو پله ده. هغه ويلي، امریکا نوره د يورپ په امنیت بنيادي توجه نه شي ورکولی.
امریکا کې حکومت د مرکزي انتظامیې کمولو هڅه کوي، او په دغه لړ کې د اېلن مسک په مشرۍ جوړې کړل شوې ادارې (ډيپارټمنټ اف ګورنمنټ اېفيشنسي) د پينټاګان څيړنه پيل کړې ده.
د امریکې د دفاع محکمې په لګښتونو په سياسي کچه نیوکې کيږي، خو په ملک کې د مخالفه ګوند ډېموکرېټک مشران داسې نيوکې هم کوي چې د اېلن مسک په مشرۍ اداره د پينټاګان په اړه تجربه نه لري، او داسې کومه هڅه د امریکې د پټ پروګرام ښکاره کولو اندېښنه لري.
د خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي
Forum