لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ د مشر په ګډون د 2.7 میلینه پاکستاني وګړو شخصي معلومات افشا او غلا شوي


د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په ګډون د شاوخوا 27 لکه پاکستانیانو د ژوند شخصي معلومات افشا شوي یا "غلا" شوي دي چې پکې بایو مېټرک معلومات هم شامل دي. څېړونکي دا سنجیده مسئله ګڼي او وایي دا به ډېرې سنګینې نتیجې ولري.

د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو د رسوا کېدو د شکایتونو په اړه د پلټنو ګډې ډلې «جې ای ټي» په دې اړه خپل رپوټ روانه اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

د رپوټ له مخې له 2019م تر 2023م کال پورې د شاوخوا 2.7 میلینه پاکستاني‌ وګړو شخصي معلومات د شناختي کارډ جوړولو له مرکزي ادارې نادرا څخه غلا شوي دي.

رپوټ وایي‌ دا ډېټا د ادارې د ملتان، پېښور او کراچۍ له مرکزونو وخت په وخت ایستل شوې ده او د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خبر له مخې دا معلومات بیا دوبۍ ته لېږدول شوي او بیا په ارجنټاین او روامانیا کې خرڅ کړل شوي دي.

جې ای ټي په خپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د نادرا د هغو افسرانو خلاف دې قانوني ګامونه واخیستل شي چې د خلکو د شخصي معلوماتو په رسوا کولو کې لاس لري.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وایي د پاکستان پبلک اکاونټس کمېټۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د مواصلاتو د مرکزي ادارې (پي ټي اې)، مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) او پوځي استخباراتي ادارې په هکارۍ دې له نادرا څخه د معلوماتو د افشا کېدو په اړه پلټنه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په کوم رپوټ کې چارواکو په منظمه توګه د خلکو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو اعتراف کړی دی.

تر دې وړاندې د 2020م کال په اپرېل کې هم انفارمېشن سیکیورټي کمپني په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د موبایل ټیلیفون کاروونکو شاوخوا 115 میلینه یا یوولس نیم کروړه پاکستانیانو معلومات پر «ډارک ویب» یا توره ویبپاڼه پلورل شوي او وایي په دې کې ممکن د ټیلیکام کمپنیو ځینې ملازمین لاس ولري.

خو د 2021م کال په نومبر کې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د سایبر جرمونو د څانګې یو افسر د قومي اسمبلۍ د انفارمېشن ټیکنالوجۍ د چارو کمېټۍ ته انکشاف وکړ چې د نادرا معلومات په پراخه پیمانه هېک شوي دي.

د کمېټۍ تر هغې غونډې سمدستي وروسته ایف ای اې او خپله د نادرا چارواکو د ډېټا د افشا کېدو خبره رد کړه.

خو وروسته د چارواکو له خوا د ډېټا افشا کېدو په اړه کله د اقرار او کله د انکار په منځ کې تېر کال دا انکشاف وشو چې د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر او د هغه د پلار د نادرا معلوماتو ته نه یواځې د غیرقانوني لاسرسي هڅه شوې.

د پوځ د مشر له شناختي کارډه دا هم معلومه کړل شوې وه چې د هغه پاسپورټ کله جوړ شوی دی او دا هڅه هم شوې وه چې د هغه د سفرونو او جایداد په اړه هم معلومات تر لاسه کړي.

د دې معاملې د پلټنو په نتیجه کې چې د پاکستان د پوځ د مشر شخصي معلوماتو ته غیرقانوني لاسرسی ثابت شو، په دې تور د نادرا شپږ افسران له خپلو نوکریو وایستل شول او له ځینو افسرانو استعفی وغوښتل شوه.

څرګنده دې وي چې د پوځ د مشر په ګډون د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو شکایتونه په وروستیو کې ډېر زیات شوي وو او بیا د تېر نګران حکومت په دې اړه د پلټنو ډله جې ای ټي جوړه کړې وه.

د شخصي معلوماتو افشا کېدو زیانونه:

په لندن کې مېشت د سایبر امنیت ماهر او پر دې موضوع د څو کتابونو لیکوال رافع بلوچ وایي، د نادرا ډېټا د پاکستاني‌ وګړو د شخصي معلوماتو تر ټولو لویه ذخیره ده او حساسه هم ده.

رافع بلوچ وي او اې ته وویل که د خلکو په افشا شویو معلوماتو کې بایومېټرک معلومات هم شامل وي نو دا د اندېښنې خبره ده، ځکه چې وایي بایومېټرک معلومات نه بدلیږي او په کارولو سره یې د موبایل سیم را ایستل کېدای شي، جایداد منتقل کېدای شي او ډېر نور غیرقانوني کارونه ترې اخیستل کېدای شي.

رافع بلوچ وایي اوس چې د لکونو خلکو شخصي معلومات افشا یا غلا شوي او اوس پکې څه بدلون هم نه شي کېدای، نو دا امکان شته چې سایبر مجرمان یې معلومات استعمال کړي او دوی بلیک مېل کړي.

بلوچ وایي د دوی د ډېټا له لارې د سوشل مېډیا او نور اکاونټونه جوړېدای شي او د دغو خلکو د شناخت د غلا کېدو کېسونه هم مخې ته راتلای شي چې ملومات یې غلا شوي دي.

هغه دا اندېښنه هم ښکاره کړه چې کېدای شي د معلوماتو د افشا کېدو دغه پېښه له سایبر جرم یا مالي فراډ او ټګۍ سره تړلې وي، ځکه چې وایي دا ډول ډېټا په عمومي توګه پر «ډارک ویب» خرڅیږي او دا یو لوی کاروبار دی.

رافع بلوچ وایي ډېرې کمپنۍ د خلکو پر شخصي معلوماتو یا ډېټا باندې کار کوي او په نړۍ کې د ډېرو ملکونو له امنیتي ادارو سره هم داسې معلومات وي چې هغوی یې کله هم کارولای او د کوم تن په اړه پلټنې کولای شي.

د بلوچ په وینا په پاکستان کې تر اوسه د خلکو معلومات په بشپړه توګه ډیجیټل شوي نه دي خو وایي د وخت په تېرېدو چې څومره ډېټا ډیجیټل کیږي، خطرونه به هم ورسره زیاتیږي، ځکه نو وایي په دې اړه امنیتي اوزارو ته په کتو کار کول پکار دي.

د رافع بلوچ په وینا د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه تر اوسه په پاکستان کې هیڅ قوانین نه شته، ځکه نو د ډېټا د ساتلو ذمه واري پر نادرا، ټیلیکام کمپنیو او نورو اړوندو ادارو باندې ده.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو له ویبپاڼې ژباړل شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG