لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریال خلیل افریدي ولې نیول شوی دی؟


د خېبر اېجنسۍ سره تعلق لرونکي خبریال خلیل افریدي او د لنډي کوتل پریس کلب د یو کارکونکي د ازادۍ دپاره په پېښور کې خبریالانو مظاهر وکړه.

د گل، دوشنبې، په ورځ شوي احتجاج کې د پېښور او د خېبراېجنسۍ سره تلعق لرونکو خبریالانو گډون وکړو.

حکومتي چارواکو د خلیل افریدي په شمول پنځه خبریالان د جمعې په ورځ په لنډي کوتل کې په داسې مهال ونیول چې د پخوانو موټرو د نندارتون په موقع د خلیل افریدي موټر سره خبریالانو یو بم تړلی ولیدلو. په نیول شوو خبریالانو کې هغه صحافیان هم شامل وو چې حکومتي مامورینو ته یې د بم اطلاع ورکړې وه. د صحافیانو ترڅنگ د لنډي کوتل پریس کلب یو کارکونکی حسین علي هم ونیول شو.

که څه هم نور خبریالان د جمعې په ماسخوتن ازاد کړی شول او خلیل افریدي او حسین علي تروسه د چارواکو په ولکه کې دي او خبریالان یې دی ازادۍ غوښتنه کوي.

حکومتي مامورینو په سمدستي توگه د خلیل افریدي د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي او نه دا معلومه ده چې هغه د څه په بنیاد بندي دی.

په پښېور کې د په مظآهره کې شاملو خبریالانو کې د خېبر اېجنسۍ صحافي ابورز افریدي هم و چې وې ویل خلیل افریدي ته بم هم ایښودل شوی و او خبریال وه هم نیول شو.

د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د تحفظ دپار کارکونکي نړې والې ادارې پاکستان او په خصوصي توگه قبایلي سېمې خطرناکې علاقې گڼي چرته چې خبریالان د حکومت او د تندلارو ډلو د طرفه د خطراتو سره مخامخ وي او خبریالانو پکې په ازاده توگه خپله دنده سر ته نشي رسولی.

د پېښور د مظاهرې په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG