لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د وژل شوؤ پولیسو یاد ورځ نمانځل کیږي


په خېبر پښتونخوا کې نن په څلورم اګست د ترهګرۍ ضد په جګړه کې د وژل شوؤ پوليسو په ياد کې ورځ نمانځل شوې ده، په صوبه کې په دې لړ کې بېلابیلې غونډې شوې چې پکې د پوليسو د قربانيو ستاينه شوې او د عقيدت پيرزوینې ورته وړاندې شوې دي۔

د ترهګرۍ په ضد جګړه کې اغېزمنې شوې کورنۍ وايي پښتنې مېندې بورې، ښځې کونډې او ماشومان يتيمان پاتې دي، بايد چې دې جګړې ته نور د پای ټکې کېښودل شي۔

د پولیسو د ورځې نمانځل کېدو په مهال په یوه دستوره کې د هغو پولیسو عکسونه لګول شوي وؤ چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې خپل ژوند د لاسه ورکړی .

ددغو عکسونو لیدلو ته د وژل شوؤ پولیسو د کورنیو غړي ورغلي وؤ، په ورغلو کې څه د پلار، ځینې د رور او بعضو د خپلو بچو عکسونو ته کتل اؤ په سترګو کې یې اوښکې اؤ په مخ یې د غم نخښې لیدل کیدې.

د صفيه بي بي دواړه پولیس عسکر ورونه هم په دې جګړه کې وژل شوي هغه وي او ای ډیوه ته وايي د مشر رور يتيمان بچي ورته پاتې دي او کشر رور يې واده نه و کړی او اوس يې کور کې يو سړې هم نه دې پاتې۔

هغه وایي "پښتنې مېندې، خوېندې د دې جګړو نه ډېرې زياتې تنګې دي او ډېرې تنګې شوې او زلمي دې خدائ نور داسې نه کوي څنګه چې زمونږ دا شو، خدائ دې په دوي خپلې ورديانې زړې کړي"

د وژل شوو پوليسو اهلکارو په ياد کې په صوبه کې ځايې په ځاېې غونډې راجوړې کړې شوې وې، چې ورته ځايې سياسي مشران، پوليس اهلکار او د وژل شوو عسکرو د کورنیو غړي رابلل شوي وو.

کډونوالو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې وژل شوو پوليسو ته د هغوي په قربانیو د عقيدت پيرزوینې وړاندې کړې.

د خېبر پښتونخوا پوليس وايي په صوبه کې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې يې دوو زرو نه زيات پوليس اهلکار وژل شوي دي، په دې کې شپږ اوياو اهلکارو سږکال ژوند د لاسه ورکړی دی۔

پوليس وايي دوي محدود وسایل لري خو بیا هم د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوليس په لومړي قطار کې ولاړ دي۔

د مردان ډویژن د پولیسو مشر یا ار پي او ښاغلی نجیب الله وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي"په بنيادي توګه که تاسو وګورئ نو په ښاري علاقو کې د ترهګرۍ مخه پوليس ښه نيولی شي۔ د دې وجه دا ده چې په دنيا کې پينځه نوي فيصده دا مسلې پوليس هوارې کړې دي د دې وجه دا وي چې دوي په عوامو کې اوسي او هغوي سره يې رابطې وي، نورې چې کومې امنيتي ادارې دي،د هغوي د عوامو سره دومره رابطې نه وي"

په پاکستان کې په ۲۲م جون د وزیراعظم لخوا د عزم استحکام په نوم د اعلان کړل شوؤ عملیاتو په اړه د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي چې دا عملیات به پوليس او سي ټي ډي د پوځ په ملاتړ ترسره کوي۔

خو څيړونکي وايي پوليس د ترهګرو مقابله کې د جديدې وسلې او تربيې د کمي ښکار دي خو صوبايي حکومت وايي دوي د پوليسو پياوړي کولو د پاره د فنډونو منظوري ورکړي ده۔

د هیواد صدر اصف علي زرداري د وژل شوؤ پولیسو د ورځې نمانځل کیدو په اړوند خپل یو بیان کې ویلي دي چې د ترهګرۍ په ضد د جګړې کامیابۍ کې د پولیس ځواک یو ځلنده کردار دی اؤ ټول قام د پولیسو په قربانیو اؤ خدماتو ویاړ کوي.

صدر زرداري ویلي چې پولیسو د ترهګرۍ اؤ جرمونو په ضد په فرنټ لاین یا اوله کرښه کې جګړه کې اؤ د خپلو سرونو قربانۍ یې ورکړي دي چې په دې قام هغوي ته پیرزوینې وړاندې کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سیف ډيوه سره خبرو کې وایي"د پوليس اهلکار د ترهګرۍ ضد او د جرمونو خلاف جګړه کې په لومړي صف کې ولاړ دي اؤ قربانۍ ورکوي.

هغه وایي د پولیسو لخوا د ورکړل کیدونکو قربانیو د اهميت په دې صوبه کې هر چاته احساس شته هم دغه وجه ده چې د پوليسو مضبوطولو د پاره او د دوي توان زياتولو د پاره په موجوده بجټ کې اووه اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي چې دا پيسې به د پولیسو په بیلابیلو څانګو کې خرچ کولی شي"

پوليس وايي دوي د ترهګرۍ ضد جګړه کې موثره رول لوبولی شي،روان کال يې هم يو ۱۴۸وسله وال وژل دي،او ۲۵۰ يې نيولي دي، او ددې ترڅنګ يې د يو شمېر وړو وسلوالو ډلې له مينځه وړې دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG