لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پولیسو د مذهب په سپکاوي تورن تن له قهرېدلو مظاهرینو ژوندی ژغورلی


په پېښور کې پولیسو هغه تن د قهرېدلو مظاهرینو له منګولو ژوندی ژغورلی چې د قران پاک د بې حرمتۍ تورونه پرې لګول شوي .

پولیسو د نهې یا سه شنبې په ورځ د پېښور د کلیوالې سیمې خزانې څخه د همایون الله په نوم دغه ملزم ګرفتار کړی دی.

د قران پاک د سپکاوي د تورونو د اطلاع مخې ته له راتلو وروسته خزانه سیمه کې په جوماتونو کې خلکو ته اعلانونه شوي وؤ چې د دې پېښې خلاف باید د احتجاج لپاره له کورنو راوځي.

له دغو اعلانونو وروسته د خزانې اؤ خواو شاو سیمو په سلګونو کسان د پولیس تاڼې مخې ته راجمع شوي وو اؤ غوښتنه یې کوله چې پولیس دې تورن تن هغوي ته وسپاري چې پخپله سزا ورکړي.

ددې پېښې بیلا بیلې ویډيوګانې هم په سوشل میډیا خپرې شوې چې پکې لیدل کیږي، خلکو د پولیسو د تاڼې مخې ته اورونه بل کړي اؤ تاڼه په کاڼو وولي.

په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د یو هجوم په منځ کې یو زلموټي هلک یو پولیس افسر ته وایي" دا به څه نوکري وي ورشه په تاڼه کې یې ووله چې نیغ جنت ته لاړ شې اؤ که ته یې نه وولې نو ماله دا تمانچه راکړه زه یې وولم"

همدا شان دغو پاریدلو مظاهره چیانو تر ډيره وخته د احتجاج په ډول د پېښور اؤ چارسدې تر منځ غځېدلی سړک هم تړلی ؤ اؤ داسې اطلاعات هم شته د پولیسو اؤ مظاهره چینو تر منځ ډزې هم شوې دي خو په دې ډزو کې د مرګ ژوبلې کومه اطلاع مخې ته نه ده راغلې.

د اې پي خبري شبکې د رپورټ له مخې پولیس افسر ناصر خان ویلي چې د همایون الله په نوم دا تن د قران د سپکاوي په تورونو د خزانې سیمې څخه نیول شوی.

هغه ویلي پولیسو دا تن هغه وخت نیولی چې په سیمه کې پاریدلو څه کسانو د هغه د نیولو هڅه کوله.

ناصر خان ویلي په نیول شوي تن تورونه دي چې پخپل کور کې یې د خپل ورور سره د جګړې په مهال له خولې د قران شریف په اړه د سپکاوي ډک ټکي له خولې وتلي دي.

هغه ویلي کله چې پولیسو دا تن ونیولو نو په سوونو قاریدلي خلک د تاڼې مخې ته راټول شول اؤ په تاڼه يې د کاڼو ورولو تر څنګ ګواښ وکړو چې که پولیس یاد تن پولیسو ته ونه سپاري نو دوي به ټوله تاڼه وسوځوي.

وروسته د سیمې سیاسي اؤ ولسي مشران اؤ د پارلیمان غړي هم دغه موقعې ته ورغلل د پولیس افسرانو سره مذاکرات وکړل اؤ پولیسو مظاهره چیانو ته باور ورکړو چې د یاد تن خلاف به د مذهب د سپکاوي سخته مقدمه درج کوي اؤ هغه ته د عدالت له لوري سزا ورکوي .

د پولیسو په دغه یقین دهانۍ پاریدلو مظاهره چیانو وروسته سړک پرانستو.

په پاکستان کې د قانون له مخې د مزګ د سپکاوي د جرم ثابتېدو سزا تېزندي ده خو تر اوسه په دې جرم کې هیڅوک نه دی تېزندي کړل شوی.

اکثره چې پاکستان کې په چا د مذهب د سپکاوي تورونه ولګي نو پاریدلي خلک یې د عدالت تر شا پخپل سر وژني.

سږکال د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټ سیمې سوات ته د سېل لپاره ورغلی سلیمان نومې تن په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی و چې وایي هغه د قران سپکاوی ‏کړی و.‏

په دغه موقعه پارېدلو مظاهره چیانو د پولیس تاڼه هم سوځولې وه.

په نومبر کال2021م کې د قران د سپکاوي د تورونو په ضد پاریدلو خلکو چارسده چې یوه پولیس تاڼه اؤ څلور پولیس څوکۍ سوځولې وې

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG