لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په پېښور کې د اټلي ۲۸ کلن تن ځان وژلی


د پېښور د ورسک روډ ډويژن اېس پي ارشد خان وي او ای ډيوه ته ويلي تراوسه پورې چې کومې نخښې نخښانې ته ترلاسه شوي نو داسې لګي چې دغه سېلګري په خپله ځان مړ کړی دې
د پېښور د ورسک روډ ډويژن اېس پي ارشد خان وي او ای ډيوه ته ويلي تراوسه پورې چې کومې نخښې نخښانې ته ترلاسه شوي نو داسې لګي چې دغه سېلګري په خپله ځان مړ کړی دې

پولیس ویلي د اټلي ۲۸ کلن شهري جاشوا ورګس د پېښور په یو فلېټ کې ځان وژلی دی. وېل کېږي چې هغه په انګریزۍ ژبه کې په لاس لیکل شوی وصیت هم پرېښودی دی.

د پېښور د ناصرباغ علاقې د تهاڼې مشر يا اېس اېچ او شېررحمان د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او اې ډيوه ته وویل چې د ورګس مړی د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ناصر باغ په یو فلېټ کې وموندل شو.

پولیس ویلي د ورګاس په بدن د تشدد څه نخښې نخښانې نه وې او د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوسټ مارټم رپورټ به د هغه د مرګ اصل سبب وښښي.

د پېښور د ورسک روډ ډويژن اېس پي ارشد خان وي او ای ډيوه ته ويلي تراوسه پورې چې کومې نخښې نخښانې ته ترلاسه شوي نو داسې لګي چې دغه سېلګري په خپله ځان مړ کړی دې۔

ارشد خان وايي هغه د ځان د وژنې په اړه ليکل هم پرېښودي دي خو د هغه په بدن د تشدد او ظلم هيڅ نخښې نه وې او پولیس به پوسټ مارټم رپورټ سبا ترلاسه کړي نو بيا به پته لګي چې دې څنګه مړ شوی دې۔

هغه وايي تراوسه پورې داسې لګي چې د اټلي اوسېدونکي خپل ځان په خپله وژلی دی. هغه زیاته کړه د پولیس تحقیقات دوام لري.

د ناصر باغ تاڼې اېس اېچ او وویل د هغه د مالوماتو په اساس جوشوا ورګاس په خپله ځان وژلی دی ولې چې هرڅه يې وړاندې نه ځان ته برابر کړي ؤ او بيا يې خپل ځان وژلی دی.

شېررحمان وايي جوشوا ورګاس د اکتوبر مياشت کې پېښور ته راغلئ ؤ او هغه يو سېلګری ؤ او پېښور ته د زمين ډاټ کام د لارې راغلئ ؤ او پراپرټۍ واله دا فلېټ ورکړئ ؤ۔

د يوې پښتنې په ځواب کې هغه ووېل چې عثمان خان په نوم هلک هم هغه سره د زمين ډاټ کام د لارې ملګرۍ شوئ ؤ نو ځکه يې په خط کې هم هغه نوم ياد کړی دی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG