لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې د پرونۍ پېښې خلاف پرلت: پښتونخوا او بلوچستان کې وکیلانو له قضایي چارو بایکاټ کړی


د پښتونخوا په بنو کې د امن په ولسي پاڅون شوو پرونیو ډزو کې د اوښتې مرګ ژوبلې خلاف نن د خالي یا شنبې په ورځ د بنو پولیس لاین مخې ته تاجرانو اؤ ځایي خلکو احتجاجي پرلت وهلی اؤ په پښتونخوا او بلوچستان کې وکيلانو د قضایي چارو یا عدالتي کاروايۍ نه بایکاټ کړی دی.

د خېبر پښتونخوا صوبي وزيراعلا علي امين ګنډا پور د بنو د پېښې د هر اړخيزه پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی.

تېره ورځ په بنو کې زرګونه خلک د امن د غوښتنې لپاره سړکونو ته راوتلي وو او احتجاجي لاریون یې کولو چې په دغه د احتجاج په برخه والو ډزې شوې وې اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د احتجاج ګډون والو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تور لګولی چې په لاریون کوونکو پوځ نېغ په نیغه ډزې کړي خو پوځ لا په دې هکله څه هم نه دي ویلي.

د پاکستان د بشري حقونو له کمیشن وروسته د بشري حقونو یوه نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل هم ویلي، په بنو کې په پرامنه احتجاج کوونکو "د افسرانو ډزې" د بشري حقونو د نړیوال قانون او د پاکستان د خپل آیین سرغړونه ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل د جولای پر 19مه پر خپل ایکس په یوه تفصیلي پوسټ کې ویلي، د سوله ییز احتجاج خلاف له وژونکي زوره کار اخیستل غیرقانوني دي او د ملګرو ملتونو د بنیادي اصولو خلاف کار دی:

"په بنو کې د موبایل او انټرنیټ بندول د خلکو د را غونډېدو وړتیا کموي، د بیړني حالت په وخت کې د غلطو معلوماتو د خپرېدو امکان زیاتوي او ویره خپروي".

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي‌ د پاکستان حکومت په پرله پسې ډول د پرامنه غونډو د جوړېدو په وخت د احتجاج کوونکو د خوندیتوب په ډاډمنولو کې پاته راغلی دی. وایي حکومت باید زر تر زره د بنو د برید په اړه پلټنه وکړي او ذمه وار کسان ونیسي.

د دغه پېښې په ضد نن د خالي په ورځ د پښتونخوا بار کونسل په غږ په ټوله صوبه کې وکيلانو د عدالتي کارروایۍ بايکاټ وکړو او د بنو پېښه یې په سختو ټکو کې وغندله.

وکيلان وایي د پاکستان اساسي قانون هيڅ يوي رياستي اداري ته دا حق نه ورکوي چې د چا ژوند واخلي بلکي دستور هر وګړي ته د احتجاج او بيان د ازادۍ حق ورکړی دی۔

په بلوچستان کې هم نن د بنو د پېښې په ضد د وکيلانو تنظيمونو له عدالتي کاروایي څخه بايکاټ کړى او د پښتنو سیاسي ګوندونو د احتجاج اعلان کړی دی.

د وکيلانو اتحاد بلوچستان بار کونسل او د بلوچستان هایکورټ بار اېسوسي اېشن په غوښتنه د ګډې اعلاميې په ترڅ کې دغه کاربنديز شوی او وکيلان عدالتونو ته نه دي حاضر شوي، چې له سوبه یې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې.

د وکيلانو اتحاد مشرانو وويل، د خلکو د ژوند او مال ساتنه د حکومت لومړۍ ذمه وارى ده، د دوى په خبره په بنو کې پر سوله ييز لاريون بريد کول، د اندېښنې وړ خبره ده. دوى د عدالتي کمېشن په وسیله د بنو د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د سپریم کورټ وکیل محمد ارشد يوسفزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل د کال ۱۹۷۳م ایین د پاکستان هر وګړي ته دا حق ورکوي چې خپل پرامنه احتجاج وکړي اؤ خپلې غوښتنې مخې ته راوړي.

قانون پوهان وايي بنو کې رياستي ادارو د خپلو اییني ذمه واریو څخه تجاويز کړی بايد چې مقامي انتظامیې د احتجاج کوونکو سره مذاکرات کړي وؤ.

د سپریم کورټ یو بل وکیل ښاغلی ممتاز احمد ډيوه سره خبرو کې وایي ایین اؤ قانون دا اختیار هیچا له نه دی ورکړی چې د حکومت اؤ یا د کومې ادارې خلاف څوک احتجاج کوي نو هغه دې نیغ په نیغه په ګولیو وویشتل شي.

هغه وایي "د هغي دپاره د پوليس محکمه ده ،هغوي دي رامخې ته کړی شي ،د هغوي سره دي مذاکرات وکړی شي، خبرو کې دې سول ايډمينسټريشن شامل کړی شي چې يو کس څومره ګيله من دي او هغه ګيله دهغه څومره پورې جایز ده ،خو وژل يا زخمي کول دا اختيار په ايين کې چاته هم نه دی ترلاسه".

پښتون ملتپالو ګوندونو پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ او د نېشنل ډيموكرېټک غورځنګ له خوا د بنو د پېښې خلاف په بلوچستان کې احتجاجونه شوي دي، دوى د کوټې د پریس کلب مخې ته هم احتجاج کړی دی.

په احتحاج کې وينا کوونکو وويل چې په ټوله نړۍ کې هرڅوک د سوله ییز احتجاج حق لري خو "دلته داسې ښکاري چې د يو ناوړه پلان له مخې احتجاج کول بندول غواړي".

د بنو قامي جرګې له اعلان وروسته نن د خالي په سهار د بنو د پېښې په ضد د بنو پولیس لاین مخې ته احتجاجي پرلت پېل شوی چې په ګڼ شمیر کې پکې تاجرانو، مدني فعالو اؤ د سیمې خلکو ګډون کړی .

په بنو کې پرونی احتجاج چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو.
په بنو کې پرونی احتجاج چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو.

د سوداګرو اتحادیې مشر ناصر خان بنګښ مشال راډیو ته ته ویلي چې تر هغې پرلت ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوی.

هغه وویل یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت ده. بنګښ وویل، دوی د عزم استحکام عملیاتو مخالفت کوي او په سیمه کې د ناکرارۍ ختمولو غوښتنه کوي.

پرلت د پولیسو د مرکز مخې ته وهل شوی دی. دا ځای د بنو پوځي مرکز ته مخامخ د سړک بلې غاړې ته دی.

قانون پوهان وايي د پښتونخوا په زياتره سېمو کې ناامني د پاکستان د رياست د ناسمو پالسيو نتيجه ده او اوس دغه جګړه د لرې پرتو سيمو ورسته ښارونو ته رارسېدلي ده۔

قانو پوه رحيم شاه اپریدی ډیوه ته وایي "دا خودساخته دهشت ګردي د پاکستان رياست په خپله کوي او ځای په ځای باندي دا روانه ده او دا انارکي يا سول وار طرف ته پښتانه بوتلل غواړي تر ډيره حده پوري يي بوتللي هم دي".

د هغه په خبره "په قبايلي علاقو کې ځاي په ځاي جنګ شورو دی، په بلوچستان کې شورو دی، اوس خبره ښارونو ته راغله په ښارونو کې هم دغه دی جنګ شورو دی يو شکل یې روان دی او بهته خوري خو عام ده په ښارونو کې".

د خېبر پښتونخوا حکومت بنو کې د امن پاڅون په ګډون والو د ډزو د پيښې د رڼو پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی او ويلي یې دي کمېشن به د بي طرفه پلټنو وروسته خپل رپورټ وړاندي کوي چې له هغې وروسته به پيښه کې د ککړو کسانو پرضد قانوني کارروایي کولی شي او دغه رپورټ به عام ولس ته هم وړاندي کولی شي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG