لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځي عملياتو کې د ورانو شوو دوکانونو د تاوان دپاره احتجاج دوام لري


‎د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په مهال زیامن شویو دوکاندارانو احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ هم دوام لري ‏چې له امله یې د بنو میرانشاه ترمینځ د ګاډو تګ راتګ لاره بنده پرته ده.‏

‎ دوی وایي د ضرب عضب عملیاتو لس کاله پوره شول خو تر اوسه د عملیاتو پرمهال د ورانو شوو دوکانونو مرستې ورته نه دي ورکړل شوې.‏

‎د ضرب عضب پرمهال یواځې میرانشاه بازار کې نیزدې 7000 دوکانونه وران شوي او تیر کال د شهباز شریف حکومت دې تاجرانو د پاره د مرستو یونیم ‏اربه روپۍ جاري کړې او انتظامیه مني چې پیسې راغلې او ځپل شوو دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکول کیږي.‏

‎د دوکاندارانو د اتحادیې یو مشر ثناالله وايي لس کاله د ضرب عضب وشول او دوی د تاوان دپاره هر در ته ودرېدلي د دوی تاوان مني خو د مرستو پېسې ‏ورته نه ورکړل کیږي.‏

هغه وویل په کال 2018م کې یې په اسلام اباد کې پرلت کړی او هغه وخت د پوځ ویاند اصف غفور دوی سره د تاوان پوره کولو ژمنه کړې وه او د هغې ‏وروسته د صوبې حکمران جماعت پاکستان تحریک انصاف د تاوان پوره کولو ژمنه کړې وه خو تراوسه ورسره مرستې نه دي شوي.‏

ثناالله وویل تیر کال مرکزي حکومت د دوی تاوان پوره کولو د پاره یو نیم اربه روپۍ جاري کړې خو انتظامیه د ځنډ نه کار اخلي او تر اوسه پورې په تيرو ‏درېو کلنو کې په 7000 دوکاندارانو کې یواځې 3000 دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.‏

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر منظور اپریدي دفتر چارواکي وايي د مرکزي حکومت لخوا جاري شوې ټولې پیسې په یو وار د شمالي وزیرستان د ‏انتظامیې ایکاونټ ته نه دې ترلاسه شوې په وار لیږل کیږي او چې څنګه پېسې ترلاسه کیږي دوی دوکاندارانو ته اطلاع کوي او په مرحله واره توګه د ‏معاوضې چیکونه په ځپل شوو دوکاندارانو کې وېشل کيږي‎.‎

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د کال ‏‎2014‎م د جون په میاشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله پرضد عملیات کړي او ځايي تاجران وايي د ‏عملیاتو په پایله کې د میرانشاه او میرعلي بازارونه په پشپړه توګه وران کړل شوي چې ځايي تجار یې د اربونو روپو تاوان سره مخ کړي وو.‏

‎د میرانشاه بازار یو بل دوکاندار او احتجاج کونکی شیرازعلي وایي، په دغو عملیاتو کې يې د دوایۍ د هول سېل د کروړونو روپو کاروبار وران شوی او ‏تر دې مهاله بې روزګاره دی. هیڅ درک یې نه لګي، ماشومان یې بې تعلیمه کیږي او انتظامیه ورته هره ورځ د مرستو نوې نوې نیټې ورکوي.‏

هغه وویل اوس دوی ته ویل کیږي چې دا د مرستو پېسې به د دوکانو د ځمکو مالکانو ته ورکوي.‏

هغه زیاته کړه دوی په ډېرو سختو حالات کې ژوند کوي، د کروړونو روپو کاروبار يې تباه شوی او نه يواځې کاروبار یې تباه شوی هغه سامانونه چې په ‏قرضونو يې راوړي وو اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ شی نشته او که دا مرستې نورې ځنډیږي د دوی مشکلات به نور زیات ‏کړي.‏

د دوکانونو د مالکانو د اتحادیې مشر خلیل وزیر وویل دوی د تجارو د احتجاج ملاتړ کوي ځکه چې تر څو د علاقې تجار ته مرستې نه وي ورکړل شوې په ‏سیمه کې به کاروبار وده نه مومي‎ ‎

د تجارو اتحادیې نن په دویمه د میرانشاه او بنو ترمینځ د ګاډو لوی سړک تړلی او اتحادیې مشر ثناالله وايي د دوو ورځو نه احتجاجي پرلت روان دی او ‏دوی سره تر اوسه حکومتي چارواکو رابطه نه ده کړې او دوی ته یواځې د ضلعې پولیسو مشر لخوا د مزاکراتو کولو ویل کیږي‎.‎

‎د هغه په وینا که دغلته غوښتنې نه منل کیږي بیا به اینده تګ لاره جوړوي. چې پکې به لومړی پېښور کې د وزیر اعلا او کور کمانډر دفتر مخې ته احتجاج ‏کوي او که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا اسلام اباد ته لاریون کوي.‏

‎خو د انتظامیې دفتر چارواکي وايي د احتجاج کونکو سره د خبرو کولو دپاره یې نن یوه ډله لیږلې د دوی غوښتنې اورېدل کیږي او دا ستونزه ‏به یې هواره کړي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG