لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې احتجاج کوونکي کروندګر او پولیس په دویمه ورځ هم جنګېدلي دي


په ټېلې وژن ښودل شوو تصویرانو کې لیدل کېږي چې پولیس په مظاهره چیانو د ډورن نه د اوښکو ګېس ورغورځوي او کروندګر کوښښونه کوي چې په لارو د ازغن تارونو او د سېمټو د بلاکونو خنډان لرې کړي
په ټېلې وژن ښودل شوو تصویرانو کې لیدل کېږي چې پولیس په مظاهره چیانو د ډورن نه د اوښکو ګېس ورغورځوي او کروندګر کوښښونه کوي چې په لارو د ازغن تارونو او د سېمټو د بلاکونو خنډان لرې کړي

په هندوستان کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم د احتجاج کوونکو کروندګرو او د پولیس نښتې وشوې. په زرګونو کروندګرو د زرعي پېداوار د ښو قیمتونو دپاره د هند سرښار نوي دلي په لوري د لاریون کوښښ کولو.

پولیس په مظاهره کوونکو د پنجاب او د هریانه ریاست په پوله د اوښکو ګېس وشیندلو. دغه سیمه د نوي دلي نه قریباً ۲۰۰ کلوميټرو په فاصله پرته ده.

په ټېلې وژن ښودل شوو تصویرانو کې لیدل کېږي چې پولیس په مظاهره چیانو د ډورن نه د اوښکو ګېس ورغورځوي او کروندګر کوښښونه کوي چې په لارو د ازغن تارونو او د سېمټو د بلاکونو خنډان لرې کړي.

په لسګونو زرګونو کروندګرو چې په ټرکونو او وېګنو کې سواره دي او ټرکونه يې په خوراکي او نورو سامانونو بار دي، د نهې، سه شنبې، په ورځ يې د نوي دلي په لوري تګ یا لاریون شروع کړو.

احتجاج پس له دې شروع شوی چې د زرعي پېداوار کم نه کم قیمت مقررولو دپاره په قانون سازۍ د کروندګرو د مشرانو او د حکومتي وزیرانو مذاکرات ناکامه شول.

کروندګر دا غوښتنه هم کوي چې حکومت دې د کروندګرو امدن د دوچنده زیاتولو خپل لوظ پوره کړي، د کروندګرو قرضونه دې معاف کړي او هغه مقدمې دې ختمې کړي چې په کال ۲۰۲۱ د یو لانجمن قانون خلاف نوي دلي سره نږدې د احتجاج په سر د زميندارانو خلاف درج شوي دي.

وزیراعظم نرندره مودي وروسته لانجمن قانون بېرته واخیستلو او لوظ يې وکړو چې د زرعۍ پېداوار کم نه کم قیمت مقررولو دپاره به لارې چارې لټوي.

د زمیندارانو او د کارکوونکو اتحادیو د ټول ملک په کلیوالو سیمو کې د احتجاج اعلان کړی دی.

نوي دلي ته د احتجاج کوونکو کروندګرو د ورتګ مخیوي دپاره پولیس ښار ته د داخلېدو لارې نيولي دي او په لویو لارو يې خنډان لګولي دي. د هریانا ریاست په ځینو برخو کې موبایل انټرنېټ پرله پسې په دویمه ورځ هم ځنډول شوی و.

کروندګر احتجاج په داسې حال کې احتجاج کوي چې څو میاشتې وورسته په هندوستان کې عام انتخابات کېدوونکي دي او توقعو ده چې مودي به په کې په دریم ځل وزیراعظم منتخب شي خو د کروندګرو احتجاج مودي او د هغه واکمن بهارتیا جنتا پارټۍ ته نقصان رسوولی شي ځکه چې په ووټرانو کې د کروندګرو لویه شمېره شامله ده.

حزب اختلاف کانګرس پارټۍ د کروندګرو حمایت کړی دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ ګوند وویل که په اینده انتخاباتو کې يې اقتدار ترلاسه کړو نو د کروندګرو د فصلونو د کم نه کم قیمت مقررولو دپاره به قانون سازي وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG