لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو کې د سنګ مرمرو کارخانه دارو د قلنګ ضد او امن دپاره پرلت وهلی


په مومندو کې د سنګ مرمرو يا ماربلو د کارخانو څخه د قلنګ غوښتو ضد احتجاجي مظاهره د تېرو پينځو ورځو راهسې روانه ده، احتجاج کوونکي وايي ‏حکومت دې د بدامنۍ مخه ونيسي او د دوي روزګارونو ته دې تحفظ ورکړي. د صوبې وزير اعلا ويأي د امنيت ټينګ ساتلو د پاره پوليس پياوړي کوي او ‏د هغې دپاره يې د فنډونو منظوري ورکړې ده.‏

احتجاجي کېمپ يا پرلت د مومندو حليمزو ګنداو سيمه کې لګول شوی چرته چې نامعلومه کسانو څو ورځې وړاندې د ماربلو کارخانې ته اوور لګولی وو.‏

د احتجاج کوونکو په وينا دلته نزدې ‏‎90‎‏ کارخانې هم د احتجاج په توګه بندې کړل شوي دي، د سنګ مرمرو د يوې کارخانې مالک شاه زېب خان وايي دوی ‏نه وسله والو قلنګ غوښتی او د تاوان رسولو ګواښونه ورته شوي دي.‏

‏"ټولو کارخانو والو ته د دړکو ټیليفونونه کېدل، او د بهتې (قلنګ) غوښتنه يې کوله، او ويل يې که دا نه وي نو مونږ به تاسو ته نقصان درکړو، د نقصان په ‏شکل کې يې مونږ نه دغه فېکټري وسوځوله".‏

د مومندو سره تعلق لرونکي د قامي اسبملۍ غړي ساجد خان مومند پرون د قبايلي ضلعو د نورو پارلیماني غړو او حکومت مخالفه ګوندونو سره ګډې ‏خبري غونډې ته ویلي وو، د پښتونخوا ‏‎80‎‏ فيصده سنګ مرمر يا ماربل په مومندو کې پيدا کيږي خو هلته کارخانې ځکه بندې دي چې بجلي نشته باوجود ‏د دې چې د صوبې په يوه پوله ورسک ډېم جوړ دی او په بله مومند ډېم جوړيږي.‏

هغه ويلي وو، "د کارخانو مالکان په پرلت ناست دي بجلي ورته نشته او طالبان ترې قلنګ اخلي، دپاسه پرې آی اېس آی او اېم آی واله راشي ورته وايي چې ‏تاسو دوی له ډوډۍ ولې ورکړه او سي ټي ډي والا یې په ټول ملک کې ځوروي؟".‏

نوموړي زیاته کړې وه، "مونږ له دې نور څه نه راکوي، مونږ ته دې يواځې امن راکړل شي او د تجارت دپاره دې ټولې لارې پرانستل شي، په پخوانۍ فاټا کې ‏چې د ناامنۍ کومه څپه راروانه ده دا به ټول ملک ته خوريږي".‏

د خېبرپښتونخوا مومند ضلعه د افغانستان سره په پوله پرته ده.‏

د مومندو د سنګ مرمرو د کارخانه دارو احتجاج ته د کارخانود مالکانو ترڅنګ ځايي سياسي مشران، ځوانان او عام خلک هم ورغلي وو، دوی ځای په ‏ځای تور او سپين بېرغونه، او بېنرونه لګولي وو، روزګار روانولو او د امن ټينګ ساتلو غوښتنې پرې ليکل شوې وې.‏

د ځايي خلکو په وينا، په مومندو کې د تېرې څه مودې نه وسله وال يو ځل بيا ليدل کيږي او د بريدونو او قلنګ غوښتنو پېښې هم زياتې شوي دي.‏

په مومندو، باجوړ، سوات، او د صوبې نورو سيمو کې هم دې نه وړاندې د امن په ځای کولو دپاره پاڅونونه شوي وو.‏

د مومندو مظاهرې ته ورغلي د باجوړ مولانا خانزېب وايي په ټوله صوبه کې عام ولس وخت په وخت احتجاجونه کوي خو ترڅو چې ورسره منتخب ‏نمايندګانو په اسمبليو کې غږ نه وي پورته کړی تر هغې به د عام ولس احتجاجونه سم ځايې په ګرانه نيسي.‏

د مولانا خانزېب په خبره، "بد بختي دا ده چې د قام غږ د پاکستان په پارليمان کې نه پورته کيږي، د اسلام اباد او پېښور پارليمان کې ناست غړي د دې ‏خاورې مشري کوي، پکار دا ده چې دوی غلي پاتې نشي، تر څو پورې چې په پارليمان کې د مومندو او د پښتونخوا د امن خبره پورته نشي، نو د امن دا ‏مزل به زمونږ اوږد وي، او يقيني چې په دې کې به مسايل مخې ته راځي". ‏

په خېبر پښتونخوا او خصوصي توګه قبايلي او جنوبي ضلعو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي.‏

‏ تحريک طالبان پاکستان دعوه کړې چې د مې په مياشت کې یې ‏‎98‎‏ بریدونه کړي او تر ټولو زيات ‏‎36‎‏ یې په ډېره اسماعيل خان کې کړي دي.‏

د صوبې وزير اعلا علي امين ګنډاپور د نهې په ورځ اسمبلۍ کې ويلي صوبه کې امن په ځای کولو ته لومړيتوب ورکوي او د پوليسو دپاره يې د فنډونو ‏منظوري ورکړې ده.‏

‏"زمونږ د ټولو نه لوی چېلنج د امن و امان دی، خو د بدقسمتۍ نه مونږ چې کومه خبره وکړه چې مونږ ته پېسې نه مېلاويږې، خو د خپلو وسايلو سره سم مونږ ‏اووه اربه روپۍ پوليسو ته ورکړي دي، په دې د پوليسو دپاره کار شورو شوی دی، او په دې به مونږ پوليس پياوړي کوو چې د ترهګرو مقابله وکړی شي".‏

اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو ادارې پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پکس) په یو رپورټ کې ویلي، په ‏پاکستان کې د مې میاشت کې د ترهګرۍ ‏‎86‎‏ پېښې شوي او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ‏‎82‎‏ ترهګر وژل شوي‎ ‎وو.‏

رپورټ وايي، د می په میاشت کې د ترهګرۍ په ‏‎86‎‏ پېښو کې د ټولو نه زیاتې ‏‎33‎‏ پېښې پخوانيو قبايلي سيمو، ‏‎24‎‏ د خxبرپښتونخوا په نورو برخو، ‏‎23‎‏ په ‏بلوچستان او څلور څلور سيند او پنجاب کې رپورټ شوي دي.‏

د پاکستان پوځ د مې په میاشت کې ويلي وو، روان کال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهګرو پرضد ‏‎13000‎نه زیات واړه او لوی عملیات کړي دي او په دې کې ‏‎239‎‏ ترهګر وژل شوي دي.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شريک کړي دي)‏

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG