لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:بمي چاودنه کې د پخواني سینیټر هدایت الله د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره شوې



سنېټر هدايت الله په باجوړ کې په ۱۱م جولايي کيدونکو د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو کې د خپل واره د کمپېن د پاره ډمه ډولې سیمې ته روان و چې د بمي چاودنې ښکار شو
سنېټر هدايت الله په باجوړ کې په ۱۱م جولايي کيدونکو د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو کې د خپل واره د کمپېن د پاره ډمه ډولې سیمې ته روان و چې د بمي چاودنې ښکار شو

باجوړ کې په بمي چاودنه کې د پخواني سنېټر هدايت الله د وژنې په ضد نن د زیارت په ورځ په باجوړ کې احتجاجي مظاهره شوې.

احتجاج کونکو غوښتنه کوله چې په پېښه کې ککړ تنان دې ونيول شي او په سيمه کې دې امن پرځای کړل شي.

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې يو ځل بيا د امنيت وضعه خرابه شوي او د ناامنۍ د پېښو یو علت په رياستي پاليسیو بې باوري هم ښودل کيږي۔

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د باجوړ ماموند تحصېل کې په ريمورټ کنټرول بمي چاودنه کې د پخواني سنېټر هدايت الله په ګډون درې تنان وژل شوي وو.

د زيارت په ورځ د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې او د رياست نه يې د امن د ټينګښت غوښتنه کړې ده۔

د عوامي نیشنل ګوند وتلي مشر مولانا خانزېب د احتجاج په موقعه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل، رياست د امن زمه وار دی، خپلې زمه وارۍ دې پوره کړي او خپلې کمزورۍ دې ختمې کړې.

د هغه وینا وه"پکار ده چې دپاکستان او افغانستان په مېنځ کې په رياستي کچه پراخ بنسټه خبرې وشي، سياسي او سفارتي اړيکې دې هغې د پاره وکارول شي، د امن غږ به په دې سيمه کې د ولس لخوا په يو شکل او په بل شکل کې پورته کيږي"

سنېټر هدايت الله په باجوړ کې په ۱۱م جولايي کيدونکو د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو کې د خپل واره د کمپېن د پاره ډمه ډولې سیمې ته روان و چې د بمي چاودنې ښکار شو.

د دې بريد زمه واري لا هم کوم وسله وال تنظيم نه ده منلې، پوليس وايي د نامعلومه تنانو خلاف يې ايف ايي ار درج کړس او د لټون عمليات روان دي۔

تر دې وړاندې سږکال د جنورۍ په مياشت کې هم په باجوړ کې ازاد اميدوار ريحان زېب په یو برید کې وژل شوی و، د هغه د وژنې زمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه، دغې نه وړاندې تېر کال د جولايي په مياشت کې د جميعت علماء اسلام په سياسي غونډه ځانمرګي بريد شوی و چې زمه واري يې داعش خراسان ډلې منلې وه۔

د باجوړ ځایي خبریال حسبان الله ډیوه سره خبرو کې وایي"د باجوړ الېکشن ته يو خوني الېکشن ويل کيږي، دا اولنۍ پېښه نه ده، هر ځل داسې کيږي، د باجوړ ولس غمژن دی، هر ځاي د امن خبرې کيږي او د پاڅون خبرې کيږي"

په پخواني سینیټر له بريد وروسته د پاکستان پوځ پرون دعوه کړې چې باجوړ کې یې د مهم ترهګر د موجودیت په استخباراتي اطلاع عمليات کړي اؤ د عملياتو په وخت نښته کې یې "مهم ترهګر ‏عرفان الله عرف عدنان وژلی دی"

پوځ ویلي، هغه د امنيتي ځواکونو پرضد يو شمېر ترهګریزو بريدونو، قلنګ اخستو او د عامو خلکو په وژنو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب ؤ.‏

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيت وضعه خرابه شوې ده.

پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌سټديز نومې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګریزو پېښو کې 92 فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول 65 پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول 31 پوليس اهلکار وژل شوي دي.

څېړونکی شاه رضا شاه ډیوه ته وایي"دا خبره(ترهګري) که مونږ څومره پټه ساتو دا د پاکستان او د عوامو په تاوان ده، خبري سپيني کول پکار دي، د ترهګرۍ ضد جنګ يواځې د پوځ په مټ نه شي ګټل کېدای، عوام به په اعتماد کې اخستل وي چې هغوي اعتماد کې واخستل شي نو دا جنګ ګټل کېدای شي"

په خېبر پښتونخوا کي د وسله والو بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې حکومت په ۲۲م جون د عزم پاکستان نومې عملياتو اعلان کړی دی.

حکومتي چارواکو ويلي دا عمليات به د استخباراتي معلوماتو په اساس کيږي او د وړاندې نه روانو عملياتو کې به چټکتیا راوستل کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG